اجتماعی

بدخواه ډېر دي ، خيرخواه  جوړ شۀ !

 

ترابي

په دنيا کې د يو څيز د زدکړې يو وخت وي، هلته بايد پوره پوره په ټول توان کوښښ وشي تر څو له نه څه يو څه جوړ شي ، بايد يوه يادونه وکړو چې ډېره ضرور ده، هغه دا چې زده کړه بايد له پوره صحت سره وي ، بغير له صحت او ناجوړۍ څخه عبادت  هم يو څه کم رنګ غوندې وي ، صحت له عبادت سره بنه وي که بيا هم سړی دوامداره ناجوړه وي له تداوي وروسته که نه سو روغ رمټ ورته صبر پکار دی  ، نو بناء، هر څه خپل ځانګړې وخت لري او هم هغه يې وخت وي چې بايد ګټه ترې پورته شی .

مونږ وينو له ډېرو يارانو نه په لټۍ او کم فهمۍ کې وخت تېر شوي وي بيا  د ژوندون په بهير کې له راز راز پريشانيو سره مخ وي ، له همدې کبله نه څه کولی شي او نه ورته سالمه ګټه رسوي ، داخو د ده خپل ځانته يو نه بېلېدونکی غم وي ، کله چې له نورو سره مخ کېږي او هغه د ده دغه خلا ګوري ورته سپکي سپوري وايې ، دلته نو دته زړه لږېږي او د هغه خلا تشه ورته يو شان خپګان پيدا کوي او خپه کوي يې نو په همدې وخت کې دی ضرور د ځان سره يو پرېکړه کوي، يا به د هغې خلا د تشي تابيا نيسي او يا به هم خبره له غوږه تېره وي او بس ، هغه اولنی کس ته بيا هم بريا ښه راغلاست وايي او هغه دويم کس بيا تل له همدې مشکل څخه کړيږي خو  هغه بيا د تابيا او اعادې هوډ او تکل هم نکوي او نه کې هم ور فکر کېږي چې آخر ورسره پوخ شي بيا يې پروا هم نکوي دی ناکام شي او تابيا نيونکی بریالی او مراد ته ورسېږي .

ګرانه لو ستونکېه !

ځان دي د خېر لاري ته سيده کړه، بده شړه او کږه لاره پريږده، ځکه هغه لاروي لري خو نامراده او ناکام دي ، ځان په هغوي کې مه شمېره ، ځان ته لوړ هدف وټاکه او ورته د رسېدلو لارې چارې وسنجوه، اميد دی چې ورته  وبه رسېږی ، خيال کوه د کمتری احساس دي له خپل هدف څخه غلط نه کړي .

ته په خپله هڅه د خپل ژوند خيرخواه شه او خپل ژوند سم کړه ، بل به کله هم تاته د خير لار در ونه ښيي.

زړه مه درته تنګوه، پاته کار بيرته وکړه او ځان پکې بريالی کړه دا شونې ده نو بناء نيم کله چاري دې پوره کړه چې بامراده له بريا ډک ژوند ولرئ .

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن