جهان
له میانماره د تښتېدونکو روهنجیا مسلمانانو کښتي ډوبه شوې، ۲۳ مړه او ۳۰ ورک دي
لږ تر لږه د ۲۳ هغو روهنجیایانو مړي موندل شوي چې د میانمار له راخین ایالته په تېښته وو او سمندر کې یې کښتي ډوبه شوې ده.
لږ تر لږه د ۲۳ هغو روهنجیایانو مړي موندل شوي چې د میانمار له راخین ایالته په تېښته وو او سمندر کې یې کښتي ډوبه شوې ده.
په کښتۍ کې د سپرو له ډلې یوازې اته تنه له دې پېښې ژوندي وتلي خو ۳۰ نور تري تم دي او لا یې د ژوند او مرګ درک نه دی مالوم.
له پېښې ژوندي وتلي کسان وايي، دوی غوښتل مالیزیا ته لاړ شي خو د یکشنبې په ورځ د کښتۍ سمبالوونکي په خپله ښکته شول او ټول پنځوس تنه یې په سمندر کې په کښتۍ کې پرېښودل.
د یادولو ده چې هر کال زرګونه روهینجیا مسلمانان وګړي مالیزیا ته د اوښتو په تکل دغه خطرناک سمندري سفرونه کوي.