گزارش

انیس:  په پلازمېنه کابل کې، چې د هیواد شاوخوا اووه میلیونه نفوس یي په غیږه کې ژوند کوي، خلک یې په ورځني ډول نژدې درې زره له کاره لوېدلي پاتې شوني یا کثافات تولیدوي.

په دغو کثافاتو کې، کارول شوي پلاستیکونه، کارتن، له برښنايي توکو نیولې ان هغه خواړه چې تاسو یې نه غواړۍ وخورۍ او باید وغورځول شي.

د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان وايي، که د ځمکې پر سر تیت شوي کثافات په ښه ډول مدیریت نشي د میتان خطرناکو غازونو او په کثافاتو کې د شته ضرري ذراتو په خپرېدو سره د هوا د ککړتیا سبب ګرځي او ځمکه د نابودۍ لوري ته بیایي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه سید قیوم هاشمي که څه هم د کثافاتو د مدیرت دروند مسؤ‎لیت د حکومتي بنسټ په توګه د ښاروالۍ کار بولي خو وايي، چې په دې برخه کې عام خلک هم باید ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې حکومت، خلک او خصوصي سکټورونه خپل مسئولیتونه لري او د دې فرهنګ دترویج لپاره باید کار وشي او خلکو ته ذهنیت ورکړل شي تر څو له حکومت سره همکار اوسي؛ ځکه حکومت هغومره امکانات نه لري چې په یوازې ځان په بشپړ ډول خپرېدونکي کثافات مدیریت کړي».

نوموړي ټینګار وکړ، که دغه کثافات په سم ډول مدیریت شي، کېدی شي د نورو ګټورو توکو د تولید لپاره ترې د خامو توکو په توګه ګټه واخیستل شي «مثلاً کیمیاوي سره، ګاز، برق او نور توکي» او زیاته یې کړه، که خلکو ته د کثافاتو د بیا کارېدو ګټې بیان شي د چاپېریال ساتنې فرهنګ په عامولو کې به ډېره مرسته وکړي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د تولید شوو کثافاتو د مدیریت په اړه انیس ورځپاڼې ته وویل، چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د تنظیف لوی ریاست لري خو په دې برخه کې د خلکو مرسته هم اړینه ده.

هغه وویل: «د تنظیف ریاست دا وظیفه لري چې راټول شوي کثافات راټول په منظم شکل د ګزک سیمه کې ځانګړې شوي لند پیلډ (غیر کرنیزه ځمکه) ته یوسي او هلته یې خښ کړي. د کثافاتو ټولولو لپاره ښاروالۍ په بېلابېلو ساحو کې وړې او لویې کثافت دانۍ ایښي، چې د مشخصو ماشینریو په واسطه خالي کېږي او ګزک ته انتقالېږي خو په دې برخه کې د خلکو مرسته اړینه ده».

بارکزي وویل، چې له دغو کثافاتو د بیا ګټې اخیستو لپاره ځینې شرکتونو د کابل ښاروالۍ ته پیشنهادونه سپارلي، چې د کابل ښار له کثافاتو په ځانګړي ډول په ګزک کې د ټولو شویو کثافاتو څخه اقتصادي ګټه واخلي.

د نوموړي په وینا، د شرکتونو لخوا د غازو په تولید، ښاروالۍ به خپلو ګټو ته په کتو په دې اړه لازم تصمیم ونیسي.

د کثافاتو د تولید شمېر بیا په ټوله نړۍ کې په کلني ډول څه باندې دوه میلیارده ټنه ته رسېږي.

د مارچ په ۳۰مه، چې ملګرو ملتونو د ځمکې پر مخ د کثافاتو د صفر کولو په نوم یاده کړې، د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، چې نړۍ د کثافاتو تر امبار لاندې ډوبه ده او انسانان په کال کې له دوه میلیارده ډېر کثافات تولیدوي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه په خپاره کړي پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د پلاستیکونو د ککړتیا مخنیوي لپاره دې کار وکړي.

کثافات د طبیعت درې اصلي عناصر (هوا، اوبه او خاوره) ککړوي، نېغ په نېغه د اقلیم د ککړتیا لامل کېږي، چې د خطرناکو ناروغیو او مړینې لامل ګرځي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، د ښاریانو د بدني او اروايي روغتیا لپاره د هوا، اوبو او خاورې په ګډون د طبیعت د مهمو عناصرو پاکوالی اړین دی او ناسم چاپېریال د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي، چې ښاریان له فزیکي او ذهني پلوه اغېزمنوي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *