اخبارگزارش

د  کونړ کار او ټولنیزو  چارو ریاست: په سلګونه ځوانانو په فني او حرفوي زده کړو بوخت دي

دکونړ کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوی مجیب الله  ( عمر ) د انیس ورځپانې خبریال ته په یوې  ځانګړې مرکه کې و ویل: چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کونړ په ځینو والسوالیو کې د فني او حرفوي زدکړو  فعال لنډ مهاله مرکزونه لرو چې هغه هېوادوال چې زدکړې یې نیمګړې پاتي وي او بېکاره وي، خیاطي، بریښنایي توکو جوړول، فلزکاري، نجاري، موبایل جوړول، موټر سایکل، او په تعمیراتو کې د بریښنا د لاینونو نصبول په بېلا بېلو حرفو کې پروګرامونه دایرېږي چې د دې لارې څخه به مو زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده

عمر زیاته کړه، سږ کال ۱۹۵۹ځوانانو ته د کار جوازونه ویشل شوي او په دندو ګمارل شوي دي چې د کار جواز له درکه ۴ لکه ۶۸ زره او ۵ سوه افغانۍ عواید تر لاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوی دي.

نوموړی ووایي، د همکارو موسسو له لوري (۳۱۱) بېوزله کورنیو سره ۲ میلیونه ۷ لکه ۴۱ زره  افغانیو  معادل د خوراکي توکیو مرسته شویده اود ولایت په سطحه د همکارو موسسو پرمټ ۲۲ زره نفرو ته د ماشومانو د حقونو په اړه عامه پوهاوي ترسره شوی.

هغه وایي، سږ کال په تشکیل کی دلمړي ځل لپاره اناثو دارالایتام پرسونل استخدام شوی دی  او ۱۰۰ تنه اناثیه شاګردانې جذب شوی دي. او په همدې ترتیب داسعداباد مرکزي روزنتون ۲۸۳ نفره یتیم شاګردانو ترڅنګ د ننګلام ولسوالۍ کې  ۲۴۹ نفره شاګردان چی ټول ۵۳۲  تنه کېږی د زدکړو ورکولو تر څنګ د اعاشي او اباطي او دتدریسی چارو لازمې  اسانتیاوې رامنځته شوی دي.

د نوموړي زیاته کړه، په خصوصی سکتور کې د نرنګ ولسوالۍ د سید جمال الدین افغاني روزنتون اړونده ۵۲۱ یتیم شاګردانو دلیليې او دتدریس چارې پرمخ روانې دي.

د کونړد کار او ټولنیزو چارو رئیس زیاتوي، نوي راستنېدونکو او کډوالو ته دکاري فرصتونو ۱۲ کميټه جوړه شوی چې  مشری یي د کاراو ټولنیزو چارو ریاست پر غاړه لري، په خپله نوبتي غونډه کې کډوالو ته دکاري فرصتونو د زمینې دبرابرولو په هکله کار کوي او ۲۱ تنه ورک او رد مرز ماشومان  د خپلو کورنیو سره یوځای شوی دي .

د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې د فني او حرفوي زدکړو ۵۲ فعال مرکزونه لري هر کال نږدې ۲۰ زره ځوانان فارغېږي او په خصوصي سکټور او دولتي ادارو کې په دندو ګمارل کېږي

سمیع الله مومند

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *