اجتماعیگزارش

د اوبو د نړیوالې ورځ په مناسبت

دهېواد طبیعي اوبو باید په ښه ډول مدیریت شي

البته د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې څلورمه نیټه چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د مارچ له ( ۲۳ ) مې نیټې سره سمون لري د اوبو نړیواله ورځ ده، نو دنړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې د همدغې ورځې په مناسبت پراخې غونډې جوړیږي او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کېږي چې له اوبو څخه باید په منظم ډول سالمه استفاده وشي او له بیځایه کارونې او اسراف څخه یې باید مخنیوی وشي ځکه چې اوبه یوه حیاتي ماده ده ، د انسانانو او حیواناتو د حیات ترڅنګ، د نباتاتو، ځنګلونو او شاړو ځمکو د آبادي، سمسورتیا او زرغونتیا سبب هم کېږي. نو داوبو د نړیوالې ورځ په پلمه  د ګران افغانستان د اوبو په هکله د څو ټکو یادونه هم اړینه بریښي:

البته دا واقعیت خو ټولوته څرګند شوی چې زمونږ هېواد د تیرو کابو څلورنیمو لسیزو په بهیر کې د جګړی له امله وران او ویجاړ شوی او افغان مظلوم ولس ته هم په ټولیزه توګه په دې لړ کې نه جبیره کېدونکي مالي او ځاني تاوانونه اوښتې دي چې نن سبایې د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازي په موخه د پتمنو هېوادوالو دهلو ځلو ترڅنګ د افغانستان د اسلامي امارت داړوندو ارګانونو همغږې، کوښښ او جدي اقداماتو ته هم ډیره اړتیا لیدل کېږي ترهغو چې لومړیتوب ته په پاملرنې دمنظمو پروګرامونو په طرحه کولو سره په انډولیزه توګه د هېواد په ټولو ولایتونو کې ټولګټې بنسټیزې پروژې پلی کړي، البته په دې لړکې د نورو مسایلو او ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنګ دهېواد د طبیعي اوبو له سرچېنو او له دغو اوبو د غوره ګټې اخیستنې او مدیریت موضوع هم ډیره مهمه ده چې باید ورته ډیره پاملرنه وشي، د نظردخاوندانو به باور دهېواد د اوبو سرچېنی باید په شتمنۍ بدلې شي ځکه د افغانستان یوه له ټولو مهمه سرچېنه جغرافیایې موقعیت دی چې (درې زره ) کاله یې دغه هېواد د تمدن پرمرکز او څلورلاری بدل کړی ؤ، ځکه د آسیا په زړه کې د افغانستان جغرافیایې موقعیت افغانانو ته د پریمانه سرچېنو د کارونې ستر چانس ورکوي اوله جنګ څخه دراوتلو او دسیمه یېزو همکاریو د زیاتولو زمینه برابروي، د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچېنه او دافغانانو شتمنۍ ده چې تراوسه  د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتې وو، چې واقعاً دسم تنظیم او مدیریت په برخه کې یې زیات کارونو ته اړتیالري، که دهېواد سرچېنې د خلکو هڅې، جغرافیایي موقعیت، اوبه ، خاوره، کانونه ، پانګه او ځینی ښکلاوې سره یوځای شي اوسمه استفاده ترې وشي دنړۍ د ځینو هېوادونو په پرتله به په لږ وخت کې له بیوزلۍ خلاص شي، افغانستان  د خپلو سترو سرچېنو د سم مدیریت په برکت کولای شي په راتلونکو څو کلونو کې پرنسبتاً متوسط سوکاله هېواد بدل شي او باید هم دغه هدف ترلاسه کړي او پرخپلو پښو ودریږي، ځکه د پردیو په مرستو ډډه لګول اویاهم ورته په تمه پاتې کیدل تیروتنه ده  او اساسي هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وي، له شک پرته چې اوبه د افغانانو عزت او ددغه عزت ساتل یو ملي هدف دی، دهغه هېواد  لپاره چې لایې هم ( اتیا ) سلنه خلکو ژوند پرکرنه ولاړ دی، دکرنیزو توکو واردول سمه خبره نه ده باید افغانان ځانونه له دغه ستونزې خلاص کړي، یعنې افغانستان باید  دکرنیزو محصولاتو صادروونکې شي، نه واردوونکی، همدارنګه اوبه د انرژي دتولید سرچېنه هم ده چې سم مدیریت یې کولای شي د افغانستان د وارداتي انرژي اړتیا کمه کړي او دځان بسیاینې ترپولې یې ورسوي، اوبه دافغانستان پانګه او دخدای (ج) ستر نعمت دی که له طبیعي نعمتونو سمه استفاده ونه شي نوستونزې به راولاړی شي.

بناْ په ټوله کې افغان پتمن ولس له اسلامي امارت څخه د دې تمه او هیله لري چې په هراړخیز ډول باید  دافغانستان د طبیعي اوبو د سرچېنو منظم مدیریت په ښه او عادلانه توګه وکړي ترهغو چې له یوې خوا په افغانستان کې  د بریښنایي بندونو په جوړیدو سره د هېوادوالو د اړتیاوړ بریښنا په هېواد کې د ننه تولید شي اوله بلې خوا د هېواد پراخې دښتې، شاړې او میرې آبادي ته چمتو شي چې له امله یې ګڼ شمیر بیکارو او بې روزګارو هېوادوالو ته هم په هېواد کې دننه دسالم کار او روزګار زمینه مساعده شي، چې له امله یې د هېواد ځوانان  وروسته له دې د مختلفو اړتیاوو او مجبوریتونو له کبله پردیو ملکونو ته د تللو په موخه د مهاجرتونو له ستونزو او خطرونو څخه ډکه لاره غوره نه کړي، بلکې په خپل هېواد کې داسلامي امارت تر چتر لاندې پاتې شي او د ګران افغانستان په آبادي او ښیرازي کې فعاله ونډه واخلي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *