اجتماعی

د لجه‌منګل اوسېدونکي:  کلینیک شته، خو د عاجلو ناروغانو درملنه په‌کې نه کېږي

د پکتیا لجه‌منګل ولسوالي چې پر غرونو پوښل شوې، اوسېدونکي یې وايي، یادې ولسوالي کې شته روغتیايي مرکزونه له دوی لرې جوړ شوي چې د ناروغانو دلېږد پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د پکتیا لجه‌منګل ولسوالي چې پر غرونو پوښل شوې، اوسېدونکي یې وايي، یادې ولسوالي کې شته روغتیايي مرکزونه له دوی لرې جوړ شوي چې د ناروغانو دلېږد پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د يادې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، جوړ شوي کلينيکونه د هستوګنې له کورونو لرې دي او په وینا یې، پر وخت ورته خپل ناروغان نه‌شي رسولی.

شینګل چې خپل ناروغ یې د لجه‌منګل ولسوالي د «توشنک» کلینیک ته راوستی، وايي، ياد روغتون کې نه، متخصص ډاکټران شته او نه هم په‌کې درمل پيدا کېږي.

«پسرلي په موسم کې چې په خوړ کې اوبه زياتې شي، موږ نشو کولای چې خپل ناروغان په وخت شهرنو روغتون ته ورسوو بيا چې کله د ژمي موسم وي چې واورې وشي، اوبه يخ شي، نو سرک په مکمل ډول بند شي، موږ ناروغان په وخت نشو رسولی ځينې وخت خلک په اسونو باندې يا په لرګینو کټونو کې ناروغان روغتونو ته انتقالوو يا د لجې ولسوالي عمومي سرک ته يې وباسو.»

په ورته مهال مهربان چې خپل ناروغ یې دې کلینیک ته راوستی، سلام‌وطندار ته وویل، ډېری خلک د ولسوالي مرکز څخه  لرې د غرونو درو کې اوسېږي او کلينيکونو کې د امبولانس نشتوالي له امله خلک نه‌شي کولی چې خپل عاجل ناروغان مرکز او يا هم بل روغتون ته ورسوی کړي.نوموړي وویل: «کلینیک لرو خو يوازې څلور اطاقونه لري. موږ ډاکټرانو ته، درملو ته اړتيا لرو کله چې زموږ ډېر عاجل ناروغ وي په کلینیک کې يې علاج نه‌کيږي هغه چې لاره کې خپل ژوندله لاسه ورکوی. موږپه خپل وخت نه ګردېز ته او نه شهرنو روغتون ته،ناروغان رسولی شو نو هغه په لاره کې مړه شې،  موږ سرک ته اړتيا لرو، کلینیک کې نورو څلورو اطاقونو ته اړتیا لرو، درملو ته اړتيا لرو چې موږ ته ښه درمل راوړي، دغو ته موږ اړتيا لرو.»

د لجه‌منګل ولسوالي اوسېدونکو په وینا، د ولسوالي مرکز سره نښلېدونکې لاره خوړ کې تېره شوې او د ژمي پر مهال په‌کې هېڅ ډول موټرې تګ‌راتګ نه‌شي کولای چې له امله يې ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پکتيا روغتيايي مسوولان د لجه‌منګل ولسوالي د اوسېدونکو ځينې ستونزې پر ځای بولي او د حل ژمنه يې کوي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس خيرمحمد منصور وويل، د لجه‌منګل د کلينيکونو په ګډون يې ټولو روغتيايي مرکزونو ته د ادا موسسې په مرسته اړين درمل لېږلي دي.

د نوموړي په وينا، نږدې راتلونکې کې به د پکتيا ټولو لیرو پرتو سيمو کې چې تر دې دمه ورته روغتيايي اسانتياوې نه‌دي برابرې شوي ۱۵ نوي روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

هغه وویل: «موږ د کلينيکونو او روغتونونو مختلف ډولونه لرو چې هغه کې RH,CHC,DH,BHC سيمه‌ییز ولايتي، ولسوالي روغتون، ټولنې کلینیک او لومړنی روغتيايي مرکز او سب‌سنټر او هيلف پوسټونو پورې لرو، خو موږ امبولانس RH,DH  او CHC روغتونو ته ورکولی شو او په دې پورته يادو RH,DH  او CHC کې امبولانسونه شته او په کافي اندازه خپل خدمات وړاندې کوي، خو په BHC  کلینیک کې موږ د امبولانس اجازه نه‌لرو.»

لجه‌منګل د پکتيا يوه له هغو ولسواليو ده چې تېرو شلو کلونو کې ورته د روغتيا، پوهنې او بيارغونې په برخه کې د پام وړ کار نه‌دی شوی.

د يادې ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ولسوالي وداني د ګردېز–څمکنيو د عمومي سړک ترڅنګ جوړه شوې او د ولسوالي له مرکز څخه د خلکو د هستوګنې سيمې ته غځېدلې شل کيلومتره لاره خرابه ده چې له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *