سیاسی

اسلامي امارت د بې پرې سياست له مخې دښو اړيکو غوښتونکی دی

جوته ده چې د اسلامي امارت دواکمنۍ مخکې د سيمې او نړۍ په کچه امنيتي ګواښوونې زياتې او دهېوادونو اندېښنې خورا پراخې وې، دسيمي په کچه دهېوادونو ترمنځ دسوداګرييزو راکړو ورکړو بهير ټکنی او داندېښنو سره مل و خو د اسلامي امارت په برياليتوب سره د سيمې په کچه امنيت تامين شوی هېڅ هېواد ددې بېلګه نه لري چې د اسلامي امارت له خاورې دې نورو هېوادو ته دګواښ او وېرې اچونې لارومندل شي.

يحي

جوته ده چې د اسلامي امارت دواکمنۍ مخکې د سيمې او نړۍ په کچه امنيتي ګواښوونې زياتې او دهېوادونو اندېښنې خورا پراخې وې، دسيمي په کچه دهېوادونو ترمنځ دسوداګرييزو راکړو ورکړو بهير ټکنی او داندېښنو سره مل و خو د اسلامي امارت په برياليتوب سره د سيمې په کچه امنيت تامين شوی هېڅ هېواد ددې بېلګه نه لري چې د اسلامي امارت له خاورې دې نورو هېوادو ته دګواښ او وېرې اچونې لارومندل شي. ځکه اسلامي امارت دسرښندونکو مجاهدينو په وسيله دهېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت رامنځ ته کړی او هغه ډلې ټپلې چې په جګړو کې خپلې ناوړه ګټې لټوي له منځه وړل شوې دي. د اشغالګرو هېوادو استازي او مسؤلين چې د اسلامي امارت پرضد کوم تبليغات کوي غواړي چې دخپلو ناوړه تبليغاتو له لارې نړيوالو ته په افغانستان کې د امنيتي ګډوډي په هکله رپوټونه ورکړي کله د داعش او کله دمخالفينو په نامه امنيتي ستونزې په ګوته کوي. خو دهغه متل له مخې چې وايي «لمر په دوه کوتو نه پټېږي.» اوس دهغوی استازي چې د امنيتي ستونزو په هکله ناوړه بې بنياده تبليغات کوي پخپله پدې باور دي چې د اسلامي امارت په راتګ سره امنيتي ستونزې هوارې شوې او دهرې ورځې په تېرېدو سره هغه ډلې له منځه ځي کومي چې د امنيت دګډوډولو په تمه دي د هېواد په هغو سيمو کې چې د امنيت له پاره ګواښ وي په پوره پيمانه د اسلامي امارت سرتېري ځای پرځای شوي هېڅ بلوسګر به ونه توانېږي چې شته امنيت وګواښوي. ځکه اسلامي امارت د امنيت دتامين په خونديتوب کې برلاسي ښکاري او هرهغه څوک چې د امنيت دګډوډولو هڅې وکړي په لږ وخت کې له منځه ځي.

ځکه د امنيت تامين دچارو دسمون له پاره اړين ګام بلل کېږي نوله دې امله اسلامي امارت مسؤلين د امنيت دتامين له پاره لومړيتوب ورکوي او ډاډه دي چې نړيوال به په هغو ناوړه تبليغاتو له سره غوروکړي چې په افغانستان کې د امنيت په هکله خپروي.

ليدل کېږي چې د اسلامي امارت سره په دې وروستيو کې دځينو هېوادو او دملګرو ملتونو سازمان دمختلفو ادارو مسؤلين دليدو کتو پرمهال د اسلامي امارت سره دمتقابلو اړيکو په پيوند خبرو اتروته ادامه ورکوي او په هېواد کې د امنيت دخونديتوب څخه راضي ښکاري. هغوی چې د اسلامي امارت په سوله ييز دريځ باور من دي ليواله دي چې نړيوال بايد د اسلامي امارت سره دمتقابلو اړيکو پر پيوند غور وکړي ترڅو دجګړه ځپلي هېواد سره دمرستو بهير دوامداره او بې پرې وساتي. اسلامي امارت د بهرنيو هېوادو د استازو سره په ليدو کتو کې په خپلو ژمنو ټينګار کړی او د امنيت تامين او نړيوالو ژمنو ته ځان متحد ګڼي. بايد نړيوال اندېښمن هېوادونه چې په پوچو اوله حقيقت څخه په لرې تبليغاتو غولېدلي د دې ورسوته واقعيتونه په پام کې ولري او د اسلامي امارت په وړاندې د ستونزو د رامنځ ته کېدو څخه لاس واخلي ځکه اسلامي امارت دخپل بې پرې سياست له مخې ټولو هېوادوانو سره دښو او دنړيوالو منل شويو اصولو له مخې د اړيکو دپيوند غوښتونکی دی هيله ده چې اوسنۍ را پيدا شوې ستونزې او خنډونه چې د اسلامي امارت په وړاندې د رسميت پېژندنې په هکله رامنځ ته کېږي له منځه يووسي ترڅو دبې باورۍ پرځای باور رامنځ ته شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *