یاد بانک پرون په دې اړه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې يو شمېر وګړي د «آنلاین صرافۍ» په نوم مالي معاملې ترسره کوي او «AgiGpt-QT4»، فورسيج او داسې نور په بازار کې فعالیت لري.
د افغانستان بانک يو ځل بيا هېوادوالو ته خبر ورکړی چې تر اوسه هېڅ شخص یا شرکت ته د آنلاین صرافۍ د فعالیتونو جواز صادر شوی نه دی او دا ډول فعالیتونه غیرقانوني کڼل کېږي.د افغانستان بانک له هېوادوالو څخه غوښتي دي چی د دغه شان معاملو د خطرونو، زيانونو او مسئوليتونو په پام کې نیولو سره دې له دغه ډول شرکتونو او وګړو سره د آنلاین معاملو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.