اخبارافغانستان

د هرات نړيوال هوايي ډګر د الوتنو پر مخ بېرته پرانیستل شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هرات نړيوال هوايي ډګر بېرته د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې دغه وزارت خپره کړې، ويل شوي چې د هرات نړيوال هوايي ډګر چې د وروستيو پرلپسې واورو ورېدو له امله یې د پيلوټ لپاره د ليدلو ساحه کمه وه او الوتنه او کېناستنه نشوه ترسره کېدلای؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا یې الوتنې لغوه اعلان شوې؛ خو اوس دغه هوايي ډګر د الوتنو پر مخ پرانیستی دی.

ياد وزارت ډاډ ورکړی چې تل هڅه کوي په هېواد کې د نړیوالو اصولو مطابق معياري خدمتونه وړاندې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *