اجتماعی

دمور زړه په زوی ، د زوی زړه په تورکاڼي

ماشوم ته خپله مورددنیا ترټولوموجوداتوښکلې ده ٬ ځکه مورنۍ مینه ماشوم ته هغه الهي ډالۍ ده چې الله پاک په خپل حکمت داولاد په مقابل کې دې مورپه زړه کې وراچولي ده ، ارواح پوهانوڅرګنده کړې چې ماشوم ددنیا پرموجوداتوکې ترهرڅه لومړی خپله مورپېژني ، وروسته پلار ،  وروڼه ، خویندې اود یوڅه وخت په تېرېدو سره د کورنۍ له نوروغړيو سره بلدتیا پیدا کوي ، 

 

ماشوم ته خپله مورددنیا ترټولوموجوداتوښکلې ده ٬ ځکه مورنۍ مینه ماشوم ته هغه الهي ډالۍ ده چې الله پاک په خپل حکمت داولاد په مقابل کې دې مورپه زړه کې وراچولي ده ، ارواح پوهانوڅرګنده کړې چې ماشوم ددنیا پرموجوداتوکې ترهرڅه لومړی خپله مورپېژني ، وروسته پلار ،  وروڼه ، خویندې اود یوڅه وخت په تېرېدو سره د کورنۍ له نوروغړيو سره بلدتیا پیدا کوي ،  لومړی خپله مورځکه پېژني چې هغه شېدې ورکوي ٬ پالنه اوروزنه  یې کوي په ماشومانه اوخندنۍ لهجه خبرې ورته کوي ، خوشحاله یې ساتي ، چې په همدې اساس مورد پلارپه پرتله په خپل اولاد ډېره مهربانه وي ، نوځکه ماشوم هم خپلې مورته بی وخته خاندي ، لاس او پښې ورته غورځوي ( آوکړې) ورته کوي اود مورپه غیاب بیتابي کوي اود هغه په لټه ژاړي ، مورده چې د ناروغۍ ، لوږې او تندې په صورت کې ترپلارډېره پرخپل ماشوم ځورېږي  ، لکه دمخه چې وویل شول نوی زېږدلی ماشوم تل د کمزورۍ او بی وسی له وجې پالنې ته اړتیا لري که مهربانه مورنه وي نو ددغه تنکي اوتندي ماشوم روزنه لکه څنګه چې لازمه ده بل څوک یې نشي کولای ، بل الهي حکمت دا هم دی چې دخپل اولاد په مقابل کې له فطري مورنۍ مېنې اومحبت سره هېڅ کومه بله مینه سیالي نشي کولای، موردنیا ته د بني آدم د راتلو سبب ده له همدې وجې الله پاک د مورحقوق دپلارپه نسبت  لوړښودلي دي داځکه چې له ماشوم سره مور، د پلارپه نسبت په سلګونوځله زیات زحمت ګالي د هغه پالنه او روزنه کوي چې ماشوم فزیکل ناروغ شي نومور روحآ ورسره ناروغه وي.

ډېرځله داسې لیدل شوي چې ماشوم په خبرو راشي یا پل ، پل ، شروع کړي د خپلې مورپایزارد نورو پایزارونو له منځ څخه را پورته کړي اود خپلې موربه لوریې روان کړئ وي ځکه دې خپلې مور پایزارپېژني هغه ورته ګران وي احساس یې دا وی چې ورک اویا بله کومه صدمه ورته ونه رسیږي چې دغه عمل له خپلې مورسره د ماشوم د وفا بارزه نښه ګڼل کېدای شي ، له مورسره د مینې په اړه پوهانو اوروان پېژاندو ډېرې نورې تجربې هم ترسره کړې . یوه روان پېژاندي په ماشومانو په خپل یوه څړنیز اثرکې دا جالبه پېښه لیکلې وه ، یوه ماشوم د خپلې مورد زاړه ، ټوټه شوی او ډېران ته د غورځول شوي کمیس ټوټه  را پورته اود خپلې مورپه خوا یې روانه کړه ، روان پېژاندۍ وایې چې ما د څېړنې لپاره د کمیس ټوټه د هغه له لاسه واخیسته خوماشوم سخت په ژړا شو د خپل سر وېښتان او کالي یې شکول ، ژرمې ټوټه بېرته ورکړه او بل ځل مې پیسې ورته ښکاره کړې چې دا واخله او ټوټه ماته را کړه خوماشوم بیا هم ونه منله او دیته حاضرنشوچې دپیسوپه مقابل کې هم د خپلې مورد کمیس ټوټه ماته را کړي ، چې په دې توګه ماته د موراوماشوم ترمنځ د ژورې او اورنۍ مینې د لرلوبله نوې نتیجه ګیری هم وشوه ځکه چې ماشوم ته نه یوازې خپله مور،  بلکې د هغه یادګارچې د کمیس یوه ټوټه ده هم ددنیا ترټولو نعمتونوښکلی اومنلی ده .

اصلې خبرې ته راځو ! له مورسرد اولاد اورنۍ مینه او وفا ترهغه وخته ملګرې وي چې دی کمزورۍ او د زمانې د حوادثواو پېښو په مقابل کې بی وسه اوناتوان وي کله چې لوی شي اوسترګې یې د الله ج په نړۍ کې خلاصې شې نوغرور ورته پیدا شي اوخپلې پرونۍ سترګې چې خپله مور یې ددنیا ترټولوموجوداتوښکلې پرې لیدله ، هغه بیا بدلې شي ، په موریې خیال نه راځي ، ازاروی اوځوروي یې ،  دا هم تجربو ثابته کړې چې د نجلۍ په پرتله ځوان زوی د مورد ځورولو اونافرمانۍ په ډګرکې میړنی اوګړندی ثابت شوی خو ټول ځوانان ددغه ډګرشنه زمریان نه دي  بلکې داسې ځوانان شته چې پخپله موریې سترګې را وځي د هغه فرمان مني اوڅو یې چې مور ژوندی وي په درنه سترګه ورته ګوري .

په الهي ارشاداتوکې د موراوپلارځورول د کبیره ګناهونو په ډله را ځي او جالبه داچې د اولاد په مقابل کې د (مور) په مینه اوعاطفه کې که ماشوم وي او یا ځوان هېڅ بدلون نه را ځي ځکه په ځوانۍ کې هم خپل اولاد ته په هماغه سترګه ګوري لکه په ماشومتوب یې چې ورته کتل . ځېنې ځوانا ن دي چې په موربانګ وباسي هغه ته تېرې زیاتې خبرې وکړي خپله مور وځوروي خوهغه بېجاره د خپل زوی نادودې بیا خوږې پر ځان تېرې کړي او شیبه وروسته بېرته ورسره پخلا وي خبرې ورسره کوي او همدا ځوان بېرته ورته ګران وي ، همدا وجه ده چې دا متل د مور او زوی به برخه کې چې « دې مور زړه په زوی ، د زوی زړه په تورکاڼي » راغلی دی ، که چېرې همدا ځوان وپوهېږي چې د مورپه ځورولو یې څومره ګناه کړې ښایي په استغفارتوبه وباسي ځکه په اسلامي ارشاداتوکې جنت یې د موراوپلارترپښولاندې ښودل شوی دی په دې مانا چې څوک خپل مورپلار ونه ځوروي د هغه رضا ترلاسه کړي نودې جنت دروازه به یې قیده شرطه پرمخ خلاصه وي ٬ داسې بد بختان هم پیدا کېږي چې خپله موریا پلارپه فزیکي ډول ځوروي او وهي ، چې له داسې کسانو سره په چم ګاوند کې باید څوک خبرې ونکړي هغه په دې خاطر ورټي چې نورو ځوانانو ته د پنیات سبب شي او دا هم تجربو ثابته کړې هغه اولاد چې خپل موراوپلاروځوروی ، دی به هم دخپل اولاد لخوا هرومرو ځورول کېږي ځکه دا متل هم راغلی چې وایې : (څه چې کرې هغه به رېبې ) په هرصورت دې مور پلار د حقوقو د خوندي ساتلو په اړه نه یوازې د اسلام د سپیڅلي دین په ارشاداتو کتابونه ډک دي بلکې د مورپلار د حقوقو په اړه په تیرو الهي ادیانو کې هم ورته سپارښتنې شوی دي او په تیره بیا د نړۍ ادبیات هم داسې معقولې لري چې د موردحقوقوپه خوندي ساتلو یې سپارښتنې یې کړې دي  .

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *