د اسرائیلو د ماتې نښې؛ صهیونیست پوځ غزه کې د شاتګ هڅې کوي
داسې حال کې چې د فرانسې په پاریس کې د اسرائیلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، اسرائیلی رسنیو خبر ورکړی، چې د بنیامین نتانیاهو حکومت له روژې وړاندې له حماس او نورو فلسطیني ډلو سره د اوربند ټینګېدو او د بندیانو تبادلې ته زړه ښه کړی دی.

اسرائیلی رسنیو د ځینو صهیونست چارواکو له قوله ویلي، چې اسرائیلی پوځ تر دې زیات د حماس او نورو جهادي ډلو پر وړاندې د جګړې توان نه لري.
دغه راز ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیل پر لبنان د برید توان نه لري او هڅه کوي له حزب الله ډلې سره روانې ناندرۍ له نورو لارو حل او فصل کړي. ورته وخت کې د ایران تسنیم خبري اژانس د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د خبر په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیل د حماس د پوځي قوت په له منځه وړلو کې پاتې راغلي او نه شي کولی دغه قوت له منځه یوسي.
نیویارک ټایمز دغه راز ویلي، چې دا مهال ۵ زره د حماس جنګیالي یواځې د غزې په شمال کې فعال دي.