سیاسی

په افغانستان کې د لرغونو یا نیاندرتال انسانانوداوږده سفرد پښو پلونه

د هغه نښونښانوله مخې چې دڅېړونکو دپلټنوپه ترڅ کې په ثبوت رسېدلې د اوسني افغانستان په مختلفو برخوکې د نیاندارتال یا لومړنیوانسانانود اوږده سفرداسې (پلونه) راڅرګندې شوې چې دآریایانوله زمانې ډېره اوږده مخینه لري اودا په ثبوت رسوي چې افغانستان یوداسې لرغونې جغرافیا ده چې د انسانانو ژوند پکې ترپنځوس زره کلونواوړي خودتاریخ حافظې داوسني افغانستان کوم داسې نوم چې دا جغرافیا په هغه وختونوکې څه نومېدله ؟ نه دی ثبت کړئ.

حیات الله حلیم

د هغه نښونښانوله مخې چې دڅېړونکو دپلټنوپه ترڅ کې په ثبوت رسېدلې د اوسني افغانستان په مختلفو برخوکې د نیاندارتال یا لومړنیوانسانانود اوږده سفرداسې (پلونه) راڅرګندې شوې چې دآریایانوله زمانې ډېره اوږده مخینه لري اودا په ثبوت رسوي چې افغانستان یوداسې لرغونې جغرافیا ده چې د انسانانو ژوند پکې ترپنځوس زره کلونواوړي خودتاریخ حافظې داوسني افغانستان کوم داسې نوم چې دا جغرافیا په هغه وختونوکې څه نومېدله ؟ نه دی ثبت کړئ.

دانساني ژوند په دې ستونزمن، له کړاوونواوکوټاوونوډک ژوند کې همدا لومړني انسانان ووچې په لوږه تنده اوله ډاراوویرې سره مل به د غرونو رغونوپه طبعي غارونوکې اوسېدل چې اوس هم دغه غارونه موجوداوپردیوالونویې کښل شوي رسمونه اونورڅکېدلي ګډوډ خطونه لیدل کېږي چې دا پخپله دهغه زمانې دانسانانو دصفرلاندې ټولنیزژوندانه په پېژندلوکې له موږسره لویه مرسته کوي.

د سمنګان په دادل د قندهارپه مندیکک  اودبدخشان په هزارسموچ کې د  لټ په لټ شویو خاورو په ترڅ څېړونکوته په لاس ورغلې موندل شوي شیان چې په مختلفوعلایمواوضمایموترنن پورې موجود ، دي ښيې چې لومړني انسانان له نورو وحشي ځناورونه دمبارزې په ډګرکې دومره بې وسه ، بی کسه اوکمزوري   وو، چې دداړونکوځناوروپه مقابل کې یې دمقابلې توان له لاسه ورکړی و، مارغانو وزرونه درلودل له یوه ځایه، بل ته، الوتل ، بڼې یې درلودې چې دوی یې تاوده ساتل اووحشي ځناوروبیا داسې تاوده پوستینونه اوغوستي و، چې ترنن پورې انسانان ددوی له بدن څخه را وباسي اوپه خپله یې اغوندي.

( احتیاج مادرایجاد)  دمعقولې له مخې نیاندرتال انسانانوله اوږدومودو، وروسته دشعورترڅنګ عقل هم د ځان ملګری کړ، څود ضربتي ابزاروپه جوړولویې پرڅېرونکو اوداړونکوحیواناتولاسبری اوبریالي شول، دغوښنوحیواناتودښکاراوهمدارنګه د وحشي حیواناتوسره د مقابلې لپاره یې تېږې وتوږلې ، تېرې یې کړې اوله هغه یې دفاعي اوښکاري ابزارجوړکړل .

د انساني ژوند په دغه اوږده سفرکې د زمانې په تېرېدوسره انسانانو له طبعي غارمیشتۍ څخه وروـ ورو د غرو د لمنوپه لمرمخیو پیتاونوکې په خپله طبعه سمڅې وکېندې چې په دې مرحله کې ددوی په لومړني ژوند کې د مدنیت په حساب یوڅه مثبت بدلون اوپرمختګ رامنځ ته شو، دنورې نړۍ د پوهانواوڅېړونکو د موندنوڅخه جوتېږي چې دنیاندرتال انسانانودا نښې نه یوازې پرافغانستان بلکې د آسیا د اوسنی براعظم په ټولوهېوادونو ، د اروپا په ختیځو اود افریقا په شمالي هېوادونوکې هم لېدل شوې اوموندل شوی دي .

لکه د مخه چې اشاره وشوه په افغانستان کې د نیاندرتال انسانانود لاس نښې نښانې دهېواد په شمال د سمنګانو په دادل درې ، چخماخ درې اوهزارسم کې ترلاسه شوی همدارنګه د بدخشان له کوردرې د غزني له ناوورڅخه دداسې لاسي ابزارپربڼه پاته شوني ترلاسه شوي چې قدامت یې له میلاد څخه ترڅلوېښت پنځوس زره کلونوته رسېږي .

همدارنګه د(خلم) له کره کمرڅخه د ډبرې دمنځنۍ دورې دولس نیم زره کلن آثارترلاسه شوي ترڅنګ یې د بلخ په آق کپروک کې دډبرې د نوې دورې یانې د لس نیم زره کاله وړاندې دانسان په لاس جوړشوي آثارموندل شوي په یاد آق کپروک کې د ۹زره کاله عمر لرونکي ډبرین ابزاراو دخاورینو لوښوکودړي ترلاسه شوي دي .

د هېوادپه سهیل لودیځ دکندهارله مندیګک ، دېمراسي غونډۍ او دسیستان له نادعلی نه د ۹زره کلنو لاسته راغلیو آثارو چې توږل شوې ډبرې خاورین لوښي او همدارنګه له فلزاتو نه جوړشوي ابزارهم پکې شامل و، موندل شوي او لاسته ته راغلي دي .

له تاریخي دورود مخه آثارد افغانستان په ګاونډ دپنجاب په «هړپه » نومي ځای کې هم موندل شوی چې د افغانستان په هغه لمرختیځوغرونواوډاګونوکې چې هلته د لرغونو انسانانود ودانیو اوښارنښې نښانې اوس هم لیدل کېږي موندل شوی دي .

د هړپه ترڅنګ د افغانستان په سهیل ختیځ د سند په سیمه کې د پخوانیو ښارونواو بازارونو داسې نښې نښانې را څرګندې شوی چې پاخه لښتیان یې درلودل او په هره کوڅه کې د فضله موادو لپاره د پخوخښتوکوچني خاکدانونه هم لیدل کېږي چې د پورتنیومشاهدوترڅنګ د موهن جودیروپه لرغوني ښار کې ، پاخه خاورین لوښي د سرواوسپینو زرو ډول ډول ګېڼې اودهغه زمانې دفلزاتوصنعتي بېلګې  ترلاسه شوي دي.  دبشردبقا ځانګودزمانې په غېږه کې همداسې ځنګېده را ځنګېده څوخبره د افغانستان په اوسنۍ جغرافیا کې ترآریا یی مدنیت پورې را ورسېدله،

دغه تمدن په مختلفومرحلواو پړاوونوکې د آریایانو ژوند تمثیلوي چې دوی د ژوند ګوډ مات یادونه اومعلومات زموږ ترزمانې د ویدي سردونواو اویستایی مدنیت په ذریعه را رسېدلي دي ، د همدې معلوماتوله مخې دآریانا په جغرافیا کې د لومړي ځل لپاره پنځه زره کاله دمخه دپیشدان په نامه واکمني رامنځ ته شوه پیشدادیان په حقیقت کې هغه کوچیان و چې د ماورای النهرڅخه د اوسني بلخ ورشوته د آمو سیند له شمال څخه را پوریوتل ، دوی داوږدې مودې لپاره په آریانا کې په کوچیاني ژوند امرارمعاش کاوه ، کله چې دوی وپنځېدل نودخپل هوښیاراومدبرباچا «یما» په لارښوونه یې دکوچیاني ژوند ترڅنګ کرکیلې ته هم مخه کړه. بیشدادیانو دژوند دچارودښه سمون لپاره د آریانا د پلازمېنې په توګه د بخدي په نامه دامالبلاد ښارودان کړچې ترنن پورې یې د نه منلوعظیمې خرابې په ځای پرتې دي .

د زردشت داویستا یوڅپرکی ددې ښار په اړه روایت لري چې دغه ښار د آریایانو د مدنیت لومړنی بېلګه ګڼل کېږي او دا یوداسې پراخه ښار و چې د ژوند ټول لوازم اوملحقات پکې پوره و، په ودانیوکې د هوا چلېدلواود ښکلا خیال په بشپړډول رعایت شوی و نوښت ګر، یما دغه لومړنی ارګ داسې جوړ کړی و چې په لوړو دیوالونو یې د آزادۍ او آبادۍ بیرغونه تل رپانده و.

د پیشدادیانو د واکمنۍ پرمهال آریایانو د مدنیت او ټولنیزوښګېڼو په لورنور رغنده ګامونه پورته کړل دوی د سهبا اوسمتي په نومونو دوې جرګې را منځ ته کړې چې سهبا هغه کلیوالي جرګه وه چې د کلي او نورې کوچنۍ سیمه ییزې پېښې به یې فیصله کولې خو سمتي بیا یو عام شموله جرګه وه چې د نارینه وو ترڅنګ ښځوبه یې هم پکې ګډون کاوه، دوی به د هېواد په کچه پریکړې کولې آن تردې چې باچا به هم په سمتي جرګه کې ټاکل کېده.

څلور زره کاله د مخه په آریانا کې بیا د کیانیانودوره را منځ ته شوه د کیاني کورنۍ لومړی واکمن کیقباد نومېده له ده وروسته یې زوی چې کیکاوس نومېده قدرت ته ورسېد او ده له هغه کسانو سره جګړې وکړې چې د آریایی فرهنګ دښمنان ول، له ده وروسته سیاوش قدرت ته ورسېد او همدا وخت له بلخ څخه د ختیځ په لور کډوالۍ زور واخیست ځکه وګړي په بلخ کې وپنځېدل اود هندوکش له غرونو را واوښتل .

وروسته بیا ویدي پیل شوپه دې دوره کې ګوډ مات لیک را منځ ته شو ریګویدا کتاب په سانسګریت ژبه ولیکل شوچې په هغه فکر، عقیدې ، ادب ، اندونه ، دودونه ، راشه درشه ،راکړه ورکړه او نور دودونه تمثیل شوي و .

دری کاله د مخه د اسپه کورنۍ رامنځ ته شوه ددې کورنۍ لومړنی واکمن لهر اسپ نومېده عادل شخصیت و او د زردشتي دین په خورولو کې یې زیار وایست، ګشتاسب ، بهمن او اسفندیار ددې کورنۍ نور واکمن ول د اسپه له کورنۍ وروسته د یونان باختري دوره پیل شوه چې د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ځلانده دوره ګڼل شوې ده

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *