افغانستان

په نیمروز کې د هلمند سیند  پاکولو چارې پیل شوې

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۷۲ میلیونو افغانیو په لګښت د هلمند سیند د پاکولو چارې پيل شوې دي. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د انجنیري خدمتونو عمومي رئیس، انجنیرعبدالغفورعمري، د نیمروز ولایت مقام مرستیال ملا محمدنبي عثماني، د هلمند د سینديزې حوزې رئیس، قاري عبدالهادي هادي او د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینري خدمتونو عمومي رئیس، انجینر عبدالغفور عمري وویل، چې په نیمروز کې د ۱۳ کیلو مترو په اوږدوالي، ۲۵ مترو پلنوالي او د ۳ مترو په ژوروالي سره د هلمند سیند د پاکولو چارې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا پيل
شوې په ورته مهال د هلمند د سينديزې حوزې رئیس، قاري عبدالهادي هادي د هلمند سيند د پاکولو او کېندنې موخه د نيمروز د اوسېدونکو د څښاک او کرنې برخه کې د اوبو ستونزې هوارېدل ياد کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سیند د پاکولو چارې به د نږدې ۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *