اسلامی

د خداى پاك(ج) حق

له ټولو حقونو څخه د  الله تعالى حق عظيم اوستر  دى. له دې  حق څخه په دنيا كښې  بل هيڅ كوم لوړ او ستر حق  وجود نلري .

الحاج فضل الله رشتین

له ټولو حقونو څخه د  الله تعالى حق عظيم اوستر  دى. له دې  حق څخه په دنيا كښې  بل هيڅ كوم لوړ او ستر حق  وجود نلري .

الله تعالى دغه دنيا پيدا كړى ده‌، خداى پاك ځمكه او آسمان خلق كړي دي‌، خداى پاك رڼا او تياره پيدا كړې ده‌، الله پاك ډول ډول  څاروي او ځناور‌، او ډول ډول حشرات  خلق كړي دي‌، الله پاك رنګارنګ ګلونه‌، نباتات‌،  ميوې او سبزيجات  خلق كړي دي. لنډه دا چې خداى پاك ټول هرهغه  څه خلق كړي دي چې  مونږ يې په خپلو  سترګو وينو .

خداى پاك   انسان  له عدم نه پيدا كړى او خلق كړى دى. ماشوم   د مور په نس كښې  له نطفې نه پيدا كېږي‌، هلته  په تياره كښې پروت وي‌، له هيڅ شي نه خبر نه وي‌، هيڅوك نه شي كولاى چې دې ماشوم ته څښاك او خواړه ورسوی، ماشوم هلته د مور په رحم كښې پروت  وي  او هلته ورته خواړه او څښاك رسېږي‌، هلته   نمو  كوي‌، هلته  پكښې سا پيدا كېږي‌،  كله  چې وزېږي نو  بيا دا ماشوم د مور او پلار خاوند شي‌، په ده باندې بيا نوم كېښودل شي.خداى پاك ورته عقل  او پوهه وركړي،  دا ماشوم بيا لوي شي، ځوان شي او زوړ شي. ماشوم  پلار شي او نيكه شي آخر بيا له دې دنيا خپل خالق ته ورستون شي.

خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمایي :

ژباړه: او خداى پاك تاسې  د  ستاسو د     ميندو له نسونو څخه راايستي ياست  چې په دې وخت كښې تاسې په هيڅ نه پوهيدئ   او هغه تاسې  ته  غوږونه، او سترګې او زړونه  او نور حواس  دركړل  چې تاسې شكر ګذاري وكړئ. سورت نحل (78)

خداى پاك انسان ته  صلاحيتونه او قوتونه په دې خاطر وركړي چې هغه د خپل بدن غړي لكه سترګې، غوږونه، زړه، لاسونه  او د بدن نور اعضاء  هغه شان استعمال كړي چې د الله پاك رضايت حاصل شي، او دى ددغو اعضاؤ په واسطه  د خداى عبادت او اطاعت وكړي. كه چيرې يو انسان د خداى اطاعت او عبادت  وكړي نو دا  انسان  په حقيقت كښې  عملاً   د خداى پاك له خوا د  وركړ شويو نعمتونو   شكرونه پر ځاى كوي. د انسان د بدن هر غړى د انسان د پاره يو نعمت دى. كه  د چا سترګې  ړندې وي نو هغه څه ليدلاى نه شي، كه د چا غوږونه كاڼه  وي نو هغه څه اوريدلاى نه شي، كه د چا ژبه ګونګئ وي نو هغه خبرې  كولاى نه شي، كه د چا لاسونه نه وي نو هغه كار كولاى نه شي.

خداى  پاك په خپلو  بندګانوډير بې شماره حقونه لري.  كه د خداى په بندګانو  دخداى پاك فضل ونه وي  نو دوي  نه شي كولاى چې د نيكمرغئ او سعادت خاوندان   شي ، كه خداى  پاك په خپلو بندګانو خپ  رحمت  نازل نه  كړي نو هغوي نه شي كولاى چې  يوه لحظه ژو ند وكړي .

دا خو خداى پاك دى چې  بنده  يې خلق كړی دى ، داخو  خداى پاك دى چې له خپل بنده سره يې امداد كړی دى او هغه ته يې رزق  او هرڅه وركړي دي. خداى پاك له خپل بنده څخه رزق نه غواړي ، خداى پاك له خپل بنده څخه بل كوم شى نه غواړي ، دا ځكه  چې د بنده په توان كښې هيڅ داسې شى   نشته چې خدا ى ته يې وركړي . د بنده په لاس كښې هېڅ نشته.

خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمایي :

ژباړه: مونږ له تا څخه روزي نه غواړو  بلكې مونږ پخپله تا ته روزي دركوو او پاى كښې نتيجه او عاقبت د پرهيزكارئ په ګټه ده . سوره (طه ) 132

خداى پاك  له خپل بنده څخه يو شى غواړي او هغه دادى چې  هغه  دخپل  خداى اطاعت وكړي او له خداى سره څوك شريك ونه  ګڼې يعنې د خداى په وحدانيت ايمان او عقيده  ولري .

خداى پاك  په قرآن پاك كښې فرمایي :

ژباړه: ما جنات او انسانان  محض  ددې د پاره پيدا كړي دي چې صرف زما  عبادت وكړي . نه زه له هغوي څخه روزي غواړم  او نه هم دا زما خواهش يا غوښتنه ده چې ماته طعام راكړي . الله پاك خو پخپله د ټولو روزي رسان ، د توان خاوند او زوروالا دى. سوره الذاريات 56-58

په پورتني آيت كښې خداى پاك له انس او جن څخه غواړي  چې صرف د يو خداى اطاعت او عبادت وكړي .  خداى پاك انسان او جن ،  دواړه خلق كړي دي نو په دې وجه  انسان او جن نه شي كولاى چې د خداى پاك له عبادت او اطاعت څخه منحرف شي او سر غړونه وكړي ، كه څوك دا كار كوي نو هغه ګنهګارېږي .

په پورتني آيت كښې بله كومه خبره چې مهمه او د پام وړ ده هغه دا ده چې  د خداى له عبادت او اطاعت څخه د  خداى پاك  مقصد دا نه دى چې  بنده دې خداى پاك  ته   رزق يا كوم بل څه وركړي . د رزق  ټولې خزانې خو د خداى پاك په لاس كښې دي  . اوس كه څوك د خداى پاك اطاعت او عبادت كوي نو خداى پاك ورته له همدغو خزانو څخه رزق وركوي  ، همدا د عبادت او اطاعت ګټه ده چې بنده ته د خداى پاك له خوا رسېږي ، د خداى د اطاعت او عبادت په نتيجه كښې د خداى د بنده دنيا او آخرت دواړه ښيرازه او بركتي كېږي.

لنډه دا چې خداى پاك له خپل بنده څخه غواړي چې په رښتينې ډول د بندګئ حق پرځاى كړي ، او د بندګئ په معنى پوره پوه شي ، د خداى اوامرو ته غاړه كېږدي ، د خداى په لار روان وي ، د خداى د نعمتونو شكر پر ځاى كړي .

هر فضل چې په بنده كېږي هغه د خداى له خوا كېږي او هر ه بلا چې دفع كېږي هغه د خداى په رحمت دفع كېږي.

ژباړه: له تاسې سره چې څومرة نعمتونه دي هغه ټول د خداى له طرف نه دي اوس هم كه كوم مصيبت درته پېښ شي نو د خداى طرف ته  ناله او فرياد كوئ . د النحل سره 53

د پورتني آيت تفسير داسې دی چې  د ټولو نعمتونو وركوونكى صرف  يو خداى دى نو ځكه  د بل چا عبادت  په كار  نه دى .بنده ته په كار دي چې د خداى پاك د وحدانيت عقيده په خپل زړه كښې ټينګه وساتي ، هر كله چې په ده كومه سخته راشي نو له خداى پاك څخه دې مرسته وغواړي.

خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمایي :

ژباړه: او د خداى په لار كښې جهاد وكړئ  هغسې  چې جهاد حق دى . هغه تاسې غوره كړي ياست او په تاسې باندې يې ددين په باره كښې كومه تنګي يا سخته نه، ده راوستې   . دخپل  پلار ابراهيم عليه السلام  دين  قائم وساتئ  . خداى پاك تاسې  مسلمان كړي ياست  ددې  قرآن  نه مخكښې  او په قرآن كښې هم ، تر څو پيغمبر په تاسې باندې شاهد شي او تاسې د ټولو خلكو شاهدان شئ . نو  تاسې ته ښایي چې لمونځ  قائم وساتئ  او زكات ادا كړئ  او په خداى  پورې ځان ټينګ وساتئ  ، هغه ستاسو ولي او مالك دى او هغه څومره ښه مالك دى او څومره ښه مددګار دى. سوره الحج 78

د خداى بنده ته ښايي چې   د ښې   عقيدې خاوند وي ، په حق باندې ايمان ولري ،  صالحه مثمر اعمال سرته ورسوي ،  په زړه كې مينه او اخلاص ولري ،

په يوه شپه او ورځ  كښې پنځه وخته لمونځونه  ادا كړي .د  لمونځ  ادا كول په هر حالت كښې ضرور او فر ض دي .

حضرت محمد (ص)  عمران بن حصين ته چې بيمار ؤ وويل :

كه څوك په ولاړه لمونځ نه شي كولاى نو په ناسته دې وكړي او كه په ناسته يې نه شي ادا كولاى نو په جنب ( څنګ ) يې هم كولاى شي  ، يعنې په هر حالت كښې بايد لمونځ  ادا شي.

همدا شان يو مسلمان بنده ته ښایي چې زكات وركړي او زكات هغو فقيرانو او مسكينانو ، يتيمانو او حاجت مندانوته وركړي  چې مرستې او كمك ته ضرورت لري

د روژې په مياشت كښې دروژې نيول هم  د خداى له حقونو څخه  يو حق دى چې مسلمان بنده يې  بايد په ځاى كړي.

د  توان او طاقت سره سم  په  ژوند  كښې يو ځل حج هم په مسلمان بنده باندې فرض ګرځول شوى دى .

د خداى پاك   په بنده باندې نور ډير شمير  حقونه دي . كه يو مسلمان په واقعي صورت سره د خداى پاك حقونه وپيژني او هغه ادا كړي نو په دنيا او آخرت كې به نيكمرغه او هوسا وي او د قيامت په ورځ به   له اور څخه نجات ومومي او جنت به يې ځاى وي.

خداى پاك فرمائي :

ژباړه:   هغه څوك چې له اور څخه و ژغورل شي او جنت ته داخل كړاى شي هغه كامياب

كړاى شو  ، او ددنيا زندګي د  تير ايستلو فريب څخه  پرته بل څه نه ده. د آل  العمران  سوره  185

په پورتني آيت كښې   د كاميابۍ معيار ښودل شوى دى،  هغه دا چې كامياب بنده هغه دى چې چې په دنيا  كښې يې د خداى پاك رضايت تر لاسه كړي وي  او كه دا كار يې كړى وي نو بيا به دى د جنهم له اور څخه  په امان كښې وي او   جنت ته  به د داخليدو اجازه تر لاسه كوي – دوهم  دا چې  د  دنيا زندګي د تېر ايستلو يعنې  فريب  سامان    ګڼل كېږي ، هغه څوك چې له دې څخه خپل ځان وساتي ، هغه خوش نصيب  دى او هغه  څوك  چې ددنيا د فريب او تېر ايستلو په جال كښې بند شو نو هغه  ناكام او نامراد دى.

يو مسلمان بنده ته ډيره ګرانه او مشكله ده چې د خداى ټول  حقونه پر ځاى كړي . خو بيا هم  بنده ته ښايي چې  له خپل توان او طاقت سره سم   د خداى حقوق په ځاې كړي او د خداى د حقونو د اداكولو په برخه كښې له بې تفاوتئ او بې غورئ څخه كار وانخلي .  هر  مسلمان بنده ته     ښايي چې دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ونيسي   او هغه عملي كړي.

*  د خداى پاك په وحدانيت عقيده لرل.

* په خداى پاك ايمان لرل.

*  د خداى پاك د  رضا تر لاسه كول .

*  له خداى پاك څخه مرسته غوښتل.

* له خداى پاك څخه يرېدل.

* د خداى په نعمتونو  شكر ايستل .

*  خداى پاك ته ځان سپارل .

* د خداى پاك عبادت كول .

*  له شرك څخه ځان ژغورل .

*  په حق باندې ايمان لرل.

* په هر كار كښې له صبر څخه كار اخیستل.

*  د ښو اعمالو سرته رسول.

* د خداى په رسول عقيده لرل .

* په آسماني كتابونو ايمان لرل .

* د قيامت په ورځ ايمان لرل .

* په جنت ايمان لرل.

* د خداى په قدرت   ايمان لرل.

* د خداى پاك په عظمت يقين لرل.

*  له تقوى او پرهيزكارئ څخه كار اخیستل.

* د خداى د بندګانو حقوق منل.

* د خداى په بندګانو ظلم زياتى نه كول.

* د خداى لار تعقيبول .

* د خداى له اوامرو څخه سر نه غړول .

*  له تواضع څخه كار اخیستل .

*  د خداى د بندګانو حق نه خوړل.

*  د خداى فضل او رحمت ته سر ټيټول .

*  په هر كار كښې له صداقت څخه كار اخیستل.

* له مور او پلار سره ښه چلند او د هغوي احترام كول.

* پنځه وخته لمونځ كول .

* زكات وركول

* روژه نيول

* نفلي لمونځونه كول .

*   د استطاعت   په صورت كښې حج كول.

* د خداى په وجود عقيده  او ايمان لرل.

*  مرګ حق ګڼل

* د خداى په لار كښې جهاد كول.

* په حق باندې ايمان لرل .

* د قرآن پاك تلاوت كول .

* د قرآن په رڼا كښې د ژوند لار موندل.

* د خداى د بندګئ حق ته غاړه ايښودل.

او نور ډير حقونه دي چې شميرل يې  ډير ګران كار دى اوډېر  وخت غواړي.

خداى پاك دى خپلو ټولو مسلمانو بندګانو ته توان او توفيق وركړي چې د خداى په لار روان وي او د خداى حقونه ادا كړي.

وما علينا إلا البلاغ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *