سیاسی

د اسلامي امارت بدیل د افغانستان په پخوانیوو ډلو ټپلو کې نه لیدل کېږي

د اسلامي امارت څه کم دوې کلنې واکمنۍ نړیوالوته وښودله چې دوی د عادلانه اومنصفانه واکمنۍ بشپړتوان او قدرت لري ځکه کورګډیی کورنۍ جګړې یې پای ته ورسولې، خپل منځي تعصبونه یې ورک کړل، د کوکنارو کرکیله یې صفر ته نږدې کړه ، فساد یې ورک او بډې اخیستل یې له منځه یوړل، په نیشه توکو روږدي کسان یې د درملنې لپاره د ښارونوله کوڅواو پس کوڅو را ټول او درملنې پروګرام یې ورته جوړ کړ، پورتنیوفعالیتونوپه عمل کې ثابته کړه چې اسلامي امارت د دغه غم ځپلي ملک رېښتنی غمخوار او وارث ګڼل کېږي نه اوملت له دوی راضي دی .

حیا ت الله حلیم
د اسلامي امارت څه کم دوې کلنې واکمنۍ نړیوالوته وښودله چې دوی د عادلانه اومنصفانه واکمنۍ بشپړتوان او قدرت لري ځکه کورګډیی کورنۍ جګړې یې پای ته ورسولې، خپل منځي تعصبونه یې ورک کړل، د کوکنارو کرکیله یې صفر ته نږدې کړه ، فساد یې ورک او بډې اخیستل یې له منځه یوړل، په نیشه توکو روږدي کسان یې د درملنې لپاره د ښارونوله کوڅواو پس کوڅو را ټول او درملنې پروګرام یې ورته جوړ کړ، پورتنیوفعالیتونوپه عمل کې ثابته کړه چې اسلامي امارت د دغه غم ځپلي ملک رېښتنی غمخوار او وارث ګڼل کېږي نه اوملت له دوی راضي دی .
په تېر رژیم کې په ښکاره عام ولس له حکومت څخه د پردیود اشغال له وجې ناراض و، د کرکې او نفرت په سترګه یې ورته کتل، نه یوازې ملک اشغال و، بلکې حکومتي ټول امتیازات هم هغه چاته ورکول کیده چې په افغانستان کې د پردیوګټوته وفاداروو ، پورتني مثالونه ټول په دې ګواه دي چې عام ولس اوس د زړه له کومې د اسلامي امارت ننګه اوملاتړکوي، له بل اړخه دا تاریخونوهم په ثبوت رسولې چې په افغانستان کې له حقیقي اسلامي نظام پرته چې په خپله به د افغانانوپه ذریعه تحقق مومي نورې ابن الوخت اوپردي پاله ډلې ټپلې هېڅکله د عام ولس په زړونو حکومت او واکمني نشي کولی، همدارنګه ملت هم نورد چا فریب نه خوري اونه هم له دې وروسته خپل آرام اوآسوده ژوند د نورود ګټو لپاره له ستونزواوکوټاوونوسره مخ کوي .
وروستۍ خبره موځکه وکړه چې څه موده د مخه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې یوشمېرهغه کسانوچې په افغانستان کې یې خپل موقفونه اووګړنیزملاتړ له لاسه ورکړی، د اتریش د نړیوالو امورو د انستیتوت لخوا په رابلل شوې بې نتیجې غونډه کې ګډون وکړ، دا غونډه چې د افغانانوله بیا ځلې ځورولوپرته یې کومه بله نیکه اوجوړوونکې مانا او اجندا نه درلوده په داسې حال کې بې نتیجې پای ته ورسېده چې دافغانستان په ګټه یې هېڅ مثبت ټکی درلوده، غوښتنې یې په افغانستان کې د اوسني نظام د تخریب په محورڅرخېدې غوښتل یې چې افغانستان یوځل بیا د نا امنیو ښکارکړي خوافغانان اوس سم پوهېدلي اوخپل دوستان اودښمنان یې سم تشخیص اوپېژندلي هېڅکله به د داسې چا فریب اودوکه ونه خوري چې غواړي عام ولس یوځل بیا د خپلوناروا سیاسي قومي اوتعصبي موخوپه محوروڅرخوي، دا جوته ده چې د هېچا کړنې د وېښوملتو له نظره پټې نه پاتې کېږي د تحلیل او قضاوت ظرفیت اوس دهرافغان په ذهن کې موجود دی، د افغانستان په اړه د هرچا پخواني کړنۍ او اوسني نیتونه ارزیابي شوي، نوځکه افغان ملت په ډېردرناوي او صمیمانه ډول د نړۍ له ټولومغرضوهېوادونواوټولنیزو بنسټونوهیله کوي چې نورله هغه چا سره چې افغانستان د دوهم ځل لپاره د فساد او ناامنیو په لومو کې را ښکیل کول غواړي، تبلیغاتي مرسته ونکړي ځکه دا ډول غونډې له زهرجنو تبلیغاتو پرته کومه بله لاسته را وړنه هم نلري، ځکه د تبلیغاتوپه ډله کې یوشمېرهغه هېوادونه اوبنسټونه هم شامل دي چې د افغانانوروحیه اوذهنیتونه د خپل هېواد د امنیت په اړه مغشوش ساتي او د داعش د حضوراوفعالیت لپاره ګویا داچې داعش په افغانستان کې فعال مرکزونه لري اود پراخېدو په حال کې دي، بې ځایه اوبې سنده زهرجن تیلغات کوي، په داسې حال کې چې د داعش بدنامه پدیده په بشپړه توګه په افغانستان کې د تضعیف اورکود په حال کې ده، افغانانو داعشي وسلوال د داسې جنایتکارانوپه توګه تشخیص او پېژندلي چېرې چې سررا پورته کړي د اسلامي امارت له همکارۍ پرته به یې سرونه ورترخوله کوي ځکه د دې ډلې حقیقت اوماهیت چې د اسلام د سپیڅلي دین د تخریب لپاره د اسلام د دښمنانانو له خوا جوړه اوپه لارې اچول شوی ده په بشپړه توګه افغانانو تشخیص کړی چې داعش یوه بدنامه اومردوده ډله ده او زیاتره د دوی د موجودیت لپاره دهغه هېوادونو اوبنسټونوله لارې تبیلغ کېږي چې دوی یې په دې بې غیرته ماموریت مآمورکړي ، موږ ډاډه یوچې داعش له یوشمېرغلچکي اوناځوانه حملوپرته نورهېڅ نشي کولای اونه یې څه په وس کې شته .
موږ پوهېږوچې اسلامي امارت په ملي او نړیواله کچه زیات دښمنان لري ځکه له اسلامي برم نه د ۱۴۰۰ کالو را پدیخوا کفري نړۍ په ویره کې ده، نوځکه هردښمن په خپل ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې د اوسني ډاډمن امنیت د ګډودلولپاره خپلواجیرانوته تخریبي دنده وسپاري خوبیا هم ډاډه یوو چې ددغه زبون وهلیو دښمنا نوپه وس اوتوان کې هېڅ نشته ځکه داسلامي امارت بنیاد د اسلامي اصولواواساساتو پربنیاد د خپلو ولس په چوپړکې ملاتړلي ولاړدی اود هرافغان هیثیت اوحقوق چې د هېواد هر قوم ته منسوب دی د اسلام اصولوپربنا له تبعیض او تعصب پرته په مساوي ډول خوندي ساتي. له بل اړخه په تېرنظام کې موږولیدل چې عام ولس ته د خدمت پرځای هرڅه د فساد، قوم پالنې اوپردیپالۍ په داسې بې غیرته معیارونو عیاروچې د افغان ملت معنوي، ملي او تاریخي غرور یې په مطلق ډول ترپوښتنې لاندې راوستی و، ځانونه او ملي افتخارات یې د اشغال او استعمار په هغه پلېدو لوموکې زندۍ کړي وو چې عامه ذهنیت ترې بېزار وو ، همدا وجه ده چې اوس نړیوال دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان د ۴۰ کلن درد اوغم د مداو لپاره د اسلامي امارت له نخسې پرته د مداوا کومه بله نخسه نه نشته، که چېرې نړیوال په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي وي باید د افغانستان د اسلامي امارت په ضد له توطیوو لاس واخلي او د هغه ډلو ټپلو ملاتړونکړي چې افغانستان د بیا ځلې د ناامنیوغوښتونکي دي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *