میدانوردگ کې پر نږدې ۴۵۰۰ بېوزله کورنیو مرستې ووېشل شوې
میدانوردگ کې پر نږدې ۴۵۰۰ بېوزله کورنیو مرستې ووېشل شوېد میدانوردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې پر ۴۴۷۱ بېوزله کورنیو مرستې وېشل شوي دي. یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست لهخوا سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې بېوزله کورنۍ باندې ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په پام کې ده، د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په نږدې ورځو کې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پیسو ورته مرستې ووېشل شي.
بېوزله کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري یې د نغدو پيسو مرسته ترلاسه کړې، خو غوښتنه کوي چې دغه مرستې دې په دوامداره توګه پر بېوزله او اړو کورنیو ووېشل شي.