سیاسی

که ګاونډي هېوادونه اتوم لري ، زموږ اتوم اوبه دي

حیا ت الله حلیم اتوم او، اوبه دوې هغه ضد نقیض پدېدې دي چې یوه هستۍ پنځوي اوبله هستي له منځه وړي نودرانه لو ستونکي به خود قضاوت وکړي چې اتوم ښه دی که اوبه ؟ 

حیا ت الله حلیم

اتوم او، اوبه دوې هغه ضد نقیض پدېدې دي چې یوه هستۍ پنځوي اوبله هستي له منځه وړي نودرانه لو ستونکي به خود قضاوت وکړي چې اتوم ښه دی که اوبه ؟

اتوم د ظالم انسان په لاس دبشرد تباهۍ لپاره جوړېږي خوپه مقابل کې یې اوبه هغه الهي نعمت دی چې د انسانانواونباتاتو ژوند ته طراوت او وده ورکوي ، نو ویلای شو، چې که ګاونډي هېوادونه اتوم لري ، زموږ اتوم اوبه دي ، اتوم په خپل ذات کې خنثی اوڅوک یې په خپل سرد استعمال اجازه هم نلري  ، خواوبه دژوند لاینفک جزدی اوښېګڼه یې داده چې بلاتکلیف د هرچا په واک کې دي ځکه بېله اوبو ژوندون ګران دی ، اتوم هستۍ تباه کوي اوژوند له منځه وړي ، اوبه هستۍ پنځوي حیوناتونباتاتوته ژوند بخښي ، اتوم ته هېڅوک اړتیا نلري له نامه یې کرکه راځي خودحیواناتو اونباتاتوپه شمول د نړۍ ټول انسانان اوبوته اړتیا لري او زموږاتوم لرونکي ګاونډیان بیا زموږ د ملک اوبوته اړتیا لري نوځکه یې اتوم زموږ د بېرولو لپاره په تخرګ کې ښکاره نیولی اوتل یې داوبو په سرلانجې اوناندرۍ را سره نښلوې وي ، خوزموږ پرې کوم خیال هم نه راځي .

له نړیوالو رسنیوتل خپرېږي چې افغانستان ددوواتومي قدرتونه ترمنځ پروت دی ، ددوو، نه ، چې د نړۍ هرلوی اوکوچنی هېواد ګوښی ګوښی اتوم ولري اوافغانستان یې ونلري ، زموږ پوچ نه ورته را ځي ، ځکه که کوم هېواد وغواړي چې خپل اتوم په بل هېواد استعمال کړي نود نورو اتوم لرونکوهېوادونو عکس العمل به څه وي ؟ چوپ پاته کېدل اوکه په اړه یې اقدام کول؟  زموږ باورخو دادی که کوم اتوم لرونکي هېواد نن په بل هېواد اتوم استعمال کړي دا لاره به یې د نورو اتوم لرونکو هېوادونو لپاره هم پرانیستې وي نوهغه هېواد چې لومړی یې اتوم استعمال کړی وي د سترګو په رپ کې به له نابودۍ سره مخ کېږي ، په مځکني جنګ کې افغانانو د ناټو بلاک ته نرغوندې ماتې ورکړه او له دې وروسته هم دا غیرت لري ، نوځکه موږ ډاډه یو، چې زموږ د ګاونډیو هېوادونود اتوم کیسه هم مفته ده اوپه ډاډه زړه به د قوشتپې دکانال په شان دخپلو ټولوسیندونو لپاسه دخپلواوبومدیریت ته ادامه ورکوو، په هېواد کې د بهېدونکوسیندونو لپاسه به کانالونه جوړوو، غنم اونورحبوبات به پرې کرو، څود اوړوکندوموله غلودانوډک اوپه دسترخوانونوکې موپرېمانه ډوډۍ را پیدا شي ، د میوه لرونکو، ونونیالګي پرې کښېنووځکه افغانستان د نړۍ په کچه د لذیزو اوبا کیفیته میوو د محصولاتوهغه یوازنی هېواد دی چې دتازه میوو دمناسب جغرافیایی موقیعت اوښه مناسب اقلیم د درلودلوله پلوه په لومړی درجه کې راځي ، هله ځله بایدوکړو،  د غفلت له خوبه نورباید را ویښ شو،  نړیوال آسمان ته وختل اوموږ په مځکه د فقر په حالت کې اوسېږو، نوربه خپلې ټولې اقتصادي سرچینې په کار اچوو، بس ده  نورمو ډېرد ملک د پرمختګ دمخنیوي په اړه دنامحسوسوتورو دیوانو ترتورسیوري لاندې شپې ورځې سبا اوبیګاه  کړې ، د نامحسوسو دیوانوغول پیکرسیوري نورپه داسې لمراو رڼا بدلوو چې زموږ ګاونډي له مجبورې د خپل اتوم ساتونکي اود ساتنې په ګوګونو کې ترې تاو را تاو او زیارت یې وکړي ، که موږ ته د دوی له اتوم ویېره خوف اوخطرپه زړه کې را وګرځي بیا به د هماغه توردیوترسیوري لاندې کلونه کلونه سلګۍ وهو که دوی دا خیال کړي وي چې موږ به دخپل اتوم په لرلوسره قدرتمند ښکاره شو په تکرارسره وایو چې هېڅ یې په وس کې نشته ځکه دا یې له توان لوړه خبره د ه ، یوازې د اتومي وسلود استعمال یادون به هغه درنګ دوی د هستۍ له صفحې محوه کوي ځکه د نړۍ نوراتومي قدرتونه له دې وېرې چې پرموږ اتوم استعمال نشي ، مټې به را نغاړي اوپه اتوم استعمالوونکی هېواد به واربه وړومبی کوي چې په هغه صورت کې به داسې قیامت جوړ وي چې نه به موږ ژوندي و، نه دوی .

خبره د اوبو په اړه ده ، زموږ هېواد د جغرافیایی موقیعت له پلوه په داسې لوړموقیعت کې قرار لري چې اوبه یې په ختیځ ، لودیځ ، سهیل او شمال مفتي له ملکه نه وځي او پرته له دې چې موږ ګټه ترې واخلو دسیندونو په مسیري بسترونو کې موساحلونه هم تخریبوي له بل پلوه په سیلابي حالاتو کې هم خطرونه رامنځ ته کوي کرنیزې مځکې تخریبوي او نور زیانونه پېښوي نوکله یې چې زیانونه افغانستان ته تکیه وي نو لومړی ګټه یې هم باید افغانستان واخلي د کنړ، هلمند او کوکچې د سیندونو لپاسه دنغلوپه شان د بند په دیوال کې د برېښنا د تولید په سلګونو فابریکې جوړېږي چې د زرګونو میګا واټه برېښنا د تولید توان لري ، ولې مو لاسونه تړلي او چا را تړلي ؟ بیا هم دې خبرې ته اشاره کوم که موږ دنامحسوسو تورودیوانوله سیوري وبرېږو په سلګونو کاله نورهم باید د نړۍ د پرمختګ له کاروان څخه وروسته په لوږه اوفقرکې پاته شو، لوږه او فقردیوه هېواد د افرادو روحیه کمزوریې او ذلیلوي ، نسل یي په فزیکي لحاظ د کمال سرحد ته سالم نه رسېږي، دامریکایی اشغال په وخت کې به اشغالګرو موږ ته لپاسه کتل دوی به له موږ لوړاو تنومند و، موږ به زبېښلي اوکمزوري ددوی مخ ته ولاړ و ، نه راځئ همت وکړو خپل ملک آباد کړو چې سالم تغذیه شو او فزیکل قوي شو، سلیم عقل په سالم بدن کې وي کله چې د باډۍ په لحاظ قوي و اوسو بیا به هېڅکله زموږ ملک ته څوک د تمې سترګې برګې نکړي ، اوس وینو چې اسلامي امارت څه چې موږ پورته هیله څرګنده کړه ، مټې یې رانغښتې ، توکل په الله پاک کوندې پورتنۍ هېلې مو د په څو راتلونکو کلونوکې پوره شي ، انشالله تعالی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *