د ایران او افغانستان ګمرکي خدمات 24ساعته شوی
د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند وویل تهران ته د اسلامی امارت د اقتصادی پلاوی د وروستی سفر په لړ کښې د ایران او افغانستان ترمینځ د ګمرکی خدمتونو په هکله خبرې اترې وشوې او خدمات یی ۲۴ ساعته شوي. د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند«عل
د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند وویل تهران ته د اسلامی امارت د اقتصادی پلاوی د وروستی سفر په لړ کښې د ایران او افغانستان ترمینځ د ګمرکی خدمتونو په هکله خبرې اترې وشوې او خدمات یی ۲۴ ساعته شوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند«علی بهادری ظهورمی»، تهران ته د افغانستان د اقتصادی پلاوی سفر ته په اشارې سره وویل: په دغه سفر کښې ښې موافقې وشوې. د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د اسانتیا او زیاتوالي په موخه، د دواړو هېوادونو د ګمرکونو د ۲۴ ساعتونو پرانستلو په موخه سلا مشورې وشوې.
ده زياته کړه: په ايران کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره ګډې کميټې جوړې شوې دي.
د تسنیم د راپور له مخې، بهادری همداراز ویلي چې د ملا عبدالغني برادرآخند په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي وروستي سفر د کانونو، تخنیکي خدمتونو او صادراتو او وارداتو په برخو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا متمرکز دی.
د راپورونو له مخې، تهران ته د افغان اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال د همکاریو پنځه سندونه لاسلیک شول.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکته رسیدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرکي خدمتونو د ۲۴ ساعتونو لپاره هڅې روانې دي.