اخبارافغانستان

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه فارغ شول

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو آمریت  له ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه زده کوونکي چې بیلابیلو برخو کې یې زده کړې ترسره کړې وې د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې  ۳۰۰ تنو زده کوونکو چې د وینافن، پښتو، ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر په برخه   کې یې زده کړې ترسره کړې وې نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه ورته ورکړل شول.

هاشمي ډاډ وښوده چې دغه ریاست په بیلابیلو برخو کې د ځوانانو د فرهنګي او علمي وړتیا لوړولو ته ژمن دی او  هڅه کوي څو له خصوصي ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته د نورو کلونو په څېر ځوانانو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره کړي.

د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمدنورعزیزي دپوهنې د پراختیا په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا ګام وستایه او زیاته یې کړه چې ښوونیز بهیر په دغه ولایت کې په چټک ډول مخه پر وړاندې روان دی او هېڅ چاره شتون نه لري، چې دغه بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د بغلان ولایت مقام د دفتر رییس مولوي لعل جان راشد غونډې ته په وینا کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د ښوونیز مرکز د هڅو څخه مننه وکړه  او د خپلو خبرو پر دوام یې د ځوانانو د علمي  او فرهنګي وړتیا د لوړولو په برخه کې د ترسره کېدونکو برنامو څخه د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

هغو زده کوونکو ته چې د فراغت سندونه ورکول شوي، یاد کورسونه د ځوانانو د پوهې کچې د لوړولو په برخه کې مهم او اغېزمن ګام بولي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *