اجتماعی

که څوک وغواړي یانه، دا ملک به حتمي جوړېږي

د تېرودوونیموکلونوراهیسې معلومېږي چې په اقتصادي لحاظ له د جمهوریت له واکمنوراپاته ناروغ افغانستان اوس دداسې زړه سواندو اوحاذق طبیبانولاس ته لویدلی چې په هر زخم یې پټۍ اېښودل کېږي ، ځکه ښکاري چې پرته له ستړیا دوی په خپل ټول توان هڅه کوي چې په ټولوهغوبرخوکې چې د یاد هېواد دملي اقتصاد دودې اوپرمختګ ضمانت پکې نغښتی شپه ورځ په نه ستړي کېدونکي کارلګیا دي اویوه پربله پسې داسې عمراني اومعیشتي پروژې تطبیق کوي چې هره یوه یې د هېواد په اقتصاد ي وده کې حیاتي رول لري .

د تېرودوونیموکلونوراهیسې معلومېږي چې په اقتصادي لحاظ له د جمهوریت له واکمنوراپاته ناروغ افغانستان اوس دداسې زړه سواندو اوحاذق طبیبانولاس ته لویدلی چې په هر زخم یې پټۍ اېښودل کېږي ، ځکه ښکاري چې پرته له ستړیا دوی په خپل ټول توان هڅه کوي چې په ټولوهغوبرخوکې چې د یاد هېواد دملي اقتصاد دودې اوپرمختګ ضمانت پکې نغښتی شپه ورځ په نه ستړي کېدونکي کارلګیا دي اویوه پربله پسې داسې عمراني اومعیشتي پروژې تطبیق کوي چې هره یوه یې د هېواد په اقتصاد ي وده کې حیاتي رول لري .

له بده مرغه چې افغانستان په وچه کې راګیر دی چې بحري لاره نلري صادرات او واردات یې دسمندرغاړې دګاونډيو هېوادونود واکمنولخوا د تېره شان له ستونزوسره مخ وي ، کله ترانزیتي لارې بندوي اوکله یې چې نیتونه وګرځي هغه بېځایه پلمې را پورته کوي ،خوکه افغانستان بحرته لاره نلري دهېوادپه دننه کې داوبواو کاني زیرموډېرې پریمانه منابع لري که یې دسیندیزوحوزواوبه ، په فرعي خوړونوکې مدیریت شي په څرګنده به مو دغلودانوکندوان له اوړو ، وریجو اونوروحبوباتو ډک وي ، نور، نو افغانان قانع اوصابرخلک دی عجالتاً یې چې لومړنۍ اړتیاوې پوره شي په نوردنیوي تجملاتوپسې ډېرسرنه خوږوي.

له ډېرومودوراهیسې د افغانانوهیله دا وه چې په هېواد کې د بهاند سیندونواوبه مهاراو د کرکیلې لپاره له لویوسیندونو کانالونه را وګرځول شي اوهغه کرنیزې مځکې چې ددغه سیندونوپه لیرې اونېږدې سواحلو کې شاړې پرتې دي تراوبولاندې شي خودې هیلوته د رسېدو آرزو یې تل دیوه داسې نا ملموس تور(دیو) ترسیوری لاندې راغلې وه چې څوک به پرې نه پوهېدل او د ملک واکمنو به هم دا جرآت نه درلود چې په خلاصومټوپراختیایي پروژې تطبیق کړي .

د اسلامي امارت په حاکمیت سره د لومړي ځل لپاره دافغانانودا هیله د اموپه سیندیزه حوزه کې د قوشتېپې کانال په احیا اواحداث سره د پوره کېدوپه حال کې ده ، ددغه سترکانال په بشپړېدوسره به د هېواد والوهغه آرمان هم پوره شي چې تل به یې دهېواد له واکمنوپه غلودانود خود کفایي تقاضا د هیلواوناهیلیوپه درشل کې مړاوې وه ، د قوشتېپې کانال د هېواد په کچه هغه سترکانال دی چې بېلګه یې د هېواد په تاریخ کې نه ده تکرار شوی ، د قوشتېپې کانال په بشپړېدوسره به دهېوداوالوهیلې پوره  اوله دې وروسته به ډاډه وي چې نوربه دخپلواولادونود ګېډې مړولو لپاره د وچې ډوډۍ په ارمان نه وي اونه به یې کمبود احساس کړي .

ترټولولویه پوښتنه داده چې له دې مخه د اشغال په وخت کې په داسې حال کې چې په میلیاردو ډالره مرستې په دغه هېواد را روانې وې د قوشتېپې کانال ته ورته کومه پروژه د امویا د هلمند سیند لپاسه چې په خپلو سیندیزوحوزوکې په میلیونوهکتاره شاړې مځکې لري ، نه تطبیق کېدله ؟ پوښتنه دا هم ده چې نه یوازې د اوبوپه مدیریت بلکې د تولید فابریکوپه جوړولود کانونوپه استخراج ولې پانګونه نه کېدله ؟

په میلیاردوهغه ډالرچې د سیل په شان په دغه ملک راروان و له کومودوربچوله ملکه نه بېرته داسې ووتل چې چاته لوري هم معلوم نشو؟

اوس موږ وینوچې په ټول هېواد پراختیایی پروژې اودکانونواستخراج پیل شوې دی  دهېواد په شمال کې د نفتود استخراج اوتفحص په سلګونوڅاګانې فعالې شوې ، دډبروسکرواستخراج په مخ روان دي د قمیتي ډبرو استخراج د کان کیندنې په اصولو برابرترسره کېږي ، سړکونه د جوړېدوپه حال کې دي، دکابل. قندهارپه لویه لاره کار روان دی ، د کابل په ښارکې هغه سړکونه جوړېږي چې د ښارلپاره حیاتي اهمیت لري ، له لویوسیندونوکانالونه را ګرځول کېږي، په لویوخوړونوکې د ژمنیو اوبود ذخیرې لپاره چک ډمونه جوړېږي چې دا چک ډمونه به نه یوازې ژمنۍ اوبه ذخیره کوي بلکې د مځکې په جوف کې د اوبود ریچاچ سبب هم کېږي ، د سالنګ تونل ورغول شو ، د ښاري ترانسپورت لپاره په سلګونوهغه ملي بس سرویسونه چې په تېررژیم کې له کاره لودیدلي بلل شوي و، بېرته له سره ترمیم اوګټې اخیستنې په موخه د کابل ښارپه سړکونود متقاضیانود تقاضا ځوابولولپاره ځغلي ـ را ځغلي.

نه یوازې له پلازمېنې بلکې د هېواد و لایتونوله مرکزونو څخه هم هره ورځ د بیا رغاونې او د حیاتي پروژو د پیل او تطبیق خبرونه را رسېږي .

اوسني پرمختګ چې کوم لیدل کېږي زموږ لویه ګیله د جمهوریت د دوران له واکمنو څخه داده چې ولې دوی د خپل مسؤلیت په احساس سره ورته کارونوته اقدام نه کاوه، هغه وخت خوپه میلیاردونه ډالره مرستې راتلې، په داسې حال که چې اوس یوازې له رعیت څخه د مالیورا ټولولو ، څه له ګمرکي تعرفو

اوپه کمه اندازه  د برېښنا یې تعرفوپیسې دي چې دبرېښنایي تعرفو له پیسو یې ۷۰ سلنه یې د برېښنا تولیدونکو هېوادونوته تحولېږي  خوبیا هم اسلامي امارت په دې لږو مالي امکاناتو د ملک دبیا رغاونې څرخ پرمخ روان کړي او هیله بښوونکې پروژې تطبیقوي، له دې مشاهداتو ښکاري چې که څوک وغواړي یا نه دغه ملک به حتمي به جوړېږي .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *