جهان
د فلسطين او اسرائيلو کړکېچ؛ اسرائيل وايي پر غزه يې د ډرون بريدونه کړي
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې پر دوو داسې ځایونو د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې د فلسطیني غورځنګ، حماس، پوځي پوستې یې بللې دي.
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې پر دوو داسې ځایونو د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې د فلسطیني غورځنګ، حماس، پوځي پوستې یې بللې دي. دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د اسرائیلو لخوا له غزې سره د خپلې یوازېنۍ پلې لارې له بندولو وروسته د فلسطینیانو مظاهرې پر روانې وې.
د اسرائیلو پوځ وايي په ډرون بريد کې يې د حماس دوه پوځي مرکزونه په نښه کړي دي خو تراوسه په دې بريدونو کې د مرګژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.
د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، د وروستیو مظاهرو پر مهال اسرائیلی ځواکونو پر فلسطینیانو ډزې کړې اوښکې بهوونکي ګازونه يې پرې کارولي چې له امله يې «شپږ تنه وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي.»