شمال کې د ډبرو سکرو د قاچاق کچه صفرته راټیټه شوې
په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسؤلین وايي، چې په ټولو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې یې د لوړ تناژه تلو په فعالولو سره د سکرو د قاچاق کچه صفر ته راټیټه کړې ده.
په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسؤلین وايي، چې په ټولو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې یې د لوړ تناژه تلو په فعالولو سره د سکرو د قاچاق کچه صفر ته راټیټه کړې ده.
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رئیس مولوي عبدالله حامد وايي، چې د پخوا په پرتله د سکرو د قاچاق مخه د دولتي تلو په فعالېدو سره نیول شوې او لا هم هڅې روانې دي څو په شمالي ولایتونو کې نورې لوړ تناژه دولتي تلې هم فعالې شي.
حامد وویل:« مونږ په ټول شمال کې ۱۵ دولتي تلې لرو او دا تلې په هغو ځایونو کې نصب شوې چې پوره د قاچاق مخنیوی کوي، سره له دې چې تلې نصب شوې، مجاهدین هم په دې سیمو کې شته چې هم د تلو او کانونو څخه ساتنه کوي او هم د قاچاق د مخنیوي هڅې کوي. مونږ په ټول شمال کې هیچاته اجازه نه ورکوو چې سکاره قاچاق کړي ځکه زمونږ ټولې برخې فعالې دي او په دې سره د قاچاق کچه صفر شوې ده.
د بغلان د شورابک د کان کارکوونکي میرفقیر او انجنیر حشمت الله ابرار د شورابک کان انجنیر وویل، چې د بغلان د کانونو سکاره له ښه کیفیت څخه برخمن دي ځکه خو یې د پېر لپاره تقاضا په ښار کې زیاته شوې.
هغوی زیاته کړه چې په دې کانونو کې یوه تونل نه بل ته لاره جوړه شوې او کان کیندونکي هم د ګاز نیونې له ګواښ خوندي شوي دي.