افغانستان
پاکستان څه باندې ۵۰ افغان بندیان خوشې کړل
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وېیلي، چې پاکستان له خپلو زندانونو ۵۶ افغان بندیان خوشې کړي دي.
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وېیلي، چې پاکستان له خپلو زندانونو ۵۶ افغان بندیان خوشې کړي دي.
د یاد وزارت په تازه اعلامیه کې راغلي، چې دغه افغانان د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندیان وو.
دوی وېیلي، چې دغه بندیان په پاکستان کې د افغانستان د سفارت په هڅو خوشي او هېواد ته ستانه شوي دي.
سرچینې د بندي شویو افغانانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
له پاکستانه په وروستیوو کې بیا د افغان پناه غوښتونکوو د نیول کېدو او شکنجو خبرونه زیات شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکي تل وایي، چې د دغه هېواد له زندانونو د افغان بندیانو د خلاصون هڅې کوي.
اخوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو ډېر ځله د یادو افغان بندیانو د خلاصون لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.