افغانستان
په سرپل کې د یوه سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې
د سرپل د ټولګټو ریاست مسوولین د دغه ولایت د مرکز په تاش ګذر سیمه کې د آف چین شرکت له لوري د ۴۸۰ زره دالرو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټولو د چارو د پیل خبر ورکوي. د اف چین شرکت مدیر انجنیر فریدالله د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په تاش ګذر سیمه کې له آسیا اباد څخه تر قشقري کلي پورې د اف چین شرکت له لوري د

۴۸ زره ډالرو په لګښت د ۲.۵ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې.
د نوموړي په وینا، د دغه سړک په رغولو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د دریو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه له ځايي خلکو وغوښتل، چې د یاد سړک په رغولو کې له اړوند شرکت سره همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې دغه سړک د قشقري د تېلو د لېږد او د سیمې خلکو د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.