اسلامی

د منبر او محراب ارزښت او د ژوندي ساتلو اړتیا یې

د ابلاغ او غږ رسونې لپاره په اوسني عصر کې ډېرې لارې شته، که وواېو چې نن د رسنېو زمانه ده، هم به پړ پاتې نشو، موږ کولاې شو چې د الېتکرونېکي، چاپي او غږېزو رسنېو له لارې خپل غږ او ېا هم خپل حالت، خپل فکر، خېالات/ احساسات په ېو وخت او شېبه کې د نړۍ هر کونج ته ورسوو، چې پکې تلوېزون، رادېو، ورځپاڼې، اخبارونه، مجلې، جرېدې، کتابونه او د نوي عصر ټولنېزې رسنۍ شاملې دي، خو د دې ټولو پرته ېوه رسنۍ داسې هم شته، چې څوک ېې په دودېزو رسنېو کې نه شماري، خو په واقعېت کې تر ټولو مؤثر او مثمره مېډېا ده، د اصلاح تر ټولو غوره منبع او مرجع ده، هغه منبر او محراب دې، چې د بشرېت، خداې پېژندنې، ځان پېژندنې او ټولنې پېژندنې کې ېي رول له چا پټ نه دې، بلکې ټولو ته ښکاره او جوته ده، چې منبر او محراب څومره اغېز او تأثېر لري.

د ابلاغ او غږ رسونې لپاره په اوسني عصر کې ډېرې لارې شته، که وواېو چې نن د رسنېو زمانه ده، هم به پړ پاتې نشو، موږ کولاې شو چې د الېتکرونېکي، چاپي او غږېزو رسنېو له لارې خپل غږ او ېا هم خپل حالت، خپل فکر، خېالات/ احساسات په ېو وخت او شېبه کې د نړۍ هر کونج ته ورسوو، چې پکې تلوېزون، رادېو، ورځپاڼې، اخبارونه، مجلې، جرېدې، کتابونه او د نوي عصر ټولنېزې رسنۍ شاملې دي، خو د دې ټولو پرته ېوه رسنۍ داسې هم شته، چې څوک ېې په دودېزو رسنېو کې نه شماري، خو په واقعېت کې تر ټولو مؤثر او مثمره مېډېا ده، د اصلاح تر ټولو غوره منبع او مرجع ده، هغه منبر او محراب دې، چې د بشرېت، خداې پېژندنې، ځان پېژندنې او ټولنې پېژندنې کې ېي رول له چا پټ نه دې، بلکې ټولو ته ښکاره او جوته ده، چې منبر او محراب څومره اغېز او تأثېر لري.

منبر او محراب د رسول الله صلې الله علېه وسلم له زمانې مشهور دې، زموږ په هر جومات کې منبر شتون لري، ځېنې منبرونه او محرابونه بېا په تزئېن او ښاېست کې د اسلامي تارېخ له معمارېو شمېرل کېږي، له منبره تل د حق رسا غږ پورته کېږي، په هر وخت او دور کې د فتنو، فسادونو، بدبېنېو او باطلو پر وړاندې له منبره د حق نعره پورته شوې، رسول الله صلې الله علېه وسلم له خپل منبره د اسلام د نور خپراوي پېل وکړ، نړۍ ته ېې د اخلاقو، صله رحمۍ او صبر درس ورکړ، په لږه موده کې ېې د همدې منبر او محراب له لارې د وخت هغه عرب چې په جاهلېت کې ېې څارې نه لېدل کېدلو،  اصلاح او د وخت غوره خلګ ترېنه جوړ کړل.

کلونه او پېړۍ تېرې شوې، خو تر ننه چا د منبر او محراب پر عظمت، ارزښت او اصلاحي مقام ګوته پورته نه کړه، بلکې هر وخت حق ګوېه علماؤ، مصلحېنو او سلفو د منبر له لارې د امت د بېدارۍ درسونه ورکړي، د ټولنې اصلاح ېې کړې، زما او ستا بچي ته ېې نېکه لاره ښودلې او له بدو ېې تل ساتلي او د خداې له عظمته ېې وېرولي ېو، تر څنګ ېې منبر تل د امت په وحدت، همغږۍ او ېووالي کې لوېه برخه لري.

بل طرفته باطل هم د منبر او محراب له ارزښت، تأثېر او مقام خبر دې، ځکه هغوې په رېښتېني معنې منبر او محراب پېژندلې چې نعره ېې څومره قوي او پر اثره وي، وعظ ېې په ټولنه کې څومره لوې بدلون راولي، د مسلمان په علمي او عملي ژوند څومره اثر پرېباسي، ځکه ېې پر وړاندې درېدلې، پروپاګند ېې کړې، د منبر د ساتونکو تر مېنځ ېې نفاق او مذهب تراشي کړې، پر ېو بل ېې د ټاپو لګولو هنر ورزده کړې، هغوې کتلي وه چې په لومړنېو پېړېو کې د همدې منبر او محراب له لارې مسلمان ېو امت ګرځېدلې و، خو افسوس کله چې د اموېانو او عباسېانو د حکومتونو په ځېنو دوره کې له همدې منبره بېا پر ېو بل تنفېد شروع شو، نفاق او ډلې رامنځته شوې، اسلامي امارت نه جبرانېدونکي زېانونه ولېدل، چې تر ننه ېې هم داستانونه بااحساسه زړونو ته دردونه رسوي او له سترګو اوښکې روانوي.

دا چې منبر او محراب د ټولنې په اصلاح کې لوېه ونډه لري، ساتونکي ېې هم باېد خپل قدر او ارزښت وپېژني؛ ځکه خو علې رضي الله عنه فرماېلي چې: «کفې بالمرء جهلا ان لا ېعرف قدره» او دا د طبېعت اصول هم دي چې کوم شخص خپل قدر وپېژني، خپله ذېمواري/ دنده وپېژني او د خداې رضا هم هدف وګرځوي، نو بېا د ټولنې په اصلاح کې چې کوم کردار نوموړې اداء کولاې شي، ټوله مېډېا ېې هم نشي ترسره کولاې، که موږ وګورو او فکر وکړو، نن د مېډېا چرچه ده، ټولنېزې رسنۍ بېخي زېات کتونکي لري، خو باطل خپل د فکر تروېج لپاره د منبر له لارې کار اخلي، په سلو کې به ۹۵ فېصده خلګ د باطل منبر له لارې ګمراه او پر غلطو لارو ځي، ډېر کم به ېې د مېډېا، ګوګل او نورو لارو له خپلې لارې اوړي، خو ډېر کردار پکې د منبر او محراب دې.

که د اندلس له تارېخ خبر ېاست، نو هلته منبر او محراب هر وخت د باطل پر وړاندې ستر کار ترسره کړې، خو کله چې هلته هم منبرونو ته نااهله خلګ پورته شول، بې اتفاقۍ رامنځته شوې، په هغه اندلس کې چې مسلمانانو د نړۍ ېو غوره او متمدن حکومت پکې ترسره کړې، نن پکې د مسلمان څرک نه لېدل کېږي، الا هغه وروسته پاتې مسلمانان چې هلته ېا مسافرۍ کوي او ېا هم د آرام او سکون ژوند تېروي، د شرقي ترکستان او ماوراء النهر کېسې هم سره مختلفې نه دي، بلکې کله چې هلته

د منبر او محراب سره د ټولنې اړېکه پرې شوې، ېا هم منبر ته نااهله خلګ پورته شوي، نو نن د تاسو د هغه سېمو د اسلام حالت په خپلو رڼو سترګو لېدلاې شئ.

دا چې منبر په ټولنه کې ېو له لوېو اصلاحي ځاېونو څخه دې، ساتونکې او پر دغه ځاې دنده وړونکې شخص ېې هم د لوې ارزښت سړې وي، هغه باېد په پوهه کې تر نورو ډېر وي، فکري وړتېا باېد ولري، د اصلاح طرز او نهج ېې باېد زده وي، حوصله، صبر او استقامت چې د منبر لپاره تر ټولو مهم خوېونه دي باېد وئ لري او همدا راز په عمل کې هم له نورو ممتاز او عملي ژوند ېې مثال ګرځېدلې وي، لکه سلف او زموږ تېر شوي ستر ستر امامان، پخوا به له مدرسې راوتلې شخص، هم مفتي، هم قاضي، هم ملک او هم د ټولنې ېو مشر او هم د دوې لوې مقتداء و، خو متأسفانه چې نن د نصابونو او د پردېو له امله فارغ شوې عالم د نورو په مخکې وېنا هم نه شي کولاې، نو دا نورې وړتېا لرل خو بېا لرې خبره ده. نور بېا ان شاءالله

لیکوال: م حماد شیرزاد

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *