اخبارافغانستان

د زابل د ترافیکو مدیریت ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي

 

د زابل د ترافیکو مدیریت په دغه ولایت کې د پاکستان لاس موټرو ته د پلېټونو د ورکړې او موټر چلوونکو ته د لایسنس د وېش له درکه  ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د زابل د ترافیکو مدیر،ملا عصمت الله عبید د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د پاکستان لاس ثبت شویو موټرو ته د پلېټونو ورکړې پروسه په عادي توګه روانه ده او په پایته رسېدو سره به یې سلګونه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاد ولایت کې ۱۰۰۷ موټرو ثبت شوي، چې ټولو ته به نمبرپلېټونه ورکړل شي.    د یادونې وړ ده، چې ښايي په راتلونکي کې د یاد مدیریت عواید نورهم لوړشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *