سیاسی

په بهر کې سياسي فعاليتونه د افغانانو لپاره د منلو نه دي

جوته ده چې د اسلامي امارت د برياليتوب سره سم په کور دننه او بهر يو شمير ځان خوښو او په واک مينو ډلو ټپلو د اسلامي امارت واکمنی نه شواي زغملي د خپلو بادارانو په لمسون او مرسته وتوانيدل چې له هېواده ووځي او په بهر کې د هغو اسانتياو څخه برخمن شي کوم چې بادارانو ورته برابر کړي دي.

متين

جوته ده چې د اسلامي امارت د برياليتوب سره سم په کور دننه او بهر يو شمير ځان خوښو او په واک مينو ډلو ټپلو د اسلامي امارت واکمنی نه شواي زغملي د خپلو بادارانو په لمسون او مرسته وتوانيدل چې له هېواده ووځي او په بهر کې د هغو اسانتياو څخه برخمن شي کوم چې بادارانو ورته برابر کړي دي. هغوي چې دا مهال د اسلامي امارت پرضد کومي ناوړه هڅي په لاره اچولي غواړي چې د خپلي واکمني پر مهال هغه جنايتونه پټ کړي کوم چې د هېوادوالو په وړاندي يي ترسره کړي.

پټه نه ده چې بهرته تښتيدلي کړۍ د افغانانو په وينو لاسونه سره دي او هغه دنګي وداني چې د افغانانو له پاره په راغلو مرستو او پيسو وداني شوي هيڅوک نه شي هيرولي. همدا وجهه ده چې په هېواد مين هېوادوال په ټوله کې د هغو کسانو سره د حساب کتاب غوښتنه کوي کوم چې اوس هم د اسلامي امارت په وړاندي د ستونزو په زيږونه بوخت دي. همدا اوس ځيني رپوټونه خپاره شوي چې په بهر کې د پرزيدلي رژيم ځيني واکمنان د سياسي ګوندونو په جوړونه بوخت دي دا لومړي ځل نه دي چې تښتيدلي څيري د يو لړ لارو چارو په لټون سره غواړي چې ځانونه په نړيواله کچه مطرح کړي. او د خپلو بادارانو په لارښوونه سياسي فعاليتونه رامنځ ته کړي. خو افغانان چې په تيرو جګړييزو کلونو کې د بهرنيو هېوادو د مرستو تالان‌کوونکې او په پوره پيمانه په فساد ککړ عناصر په ښه توګه پيژندلي هیڅ وخت به دهغو ډلو ټپلو سره لار ونه نیسی او دهغوی په ولاندی به د کرکې څپه لاپسي پياوړي شي. ځکه هغه ډلي چې په بهر کې خپل شتون اعلانوي او د اسلامي امارت په ضد خپل دريځ څرګندوي افغانانو ته د منلو نه دي ځکه افغانان، شل کلني جګړي ناورين او په خپلو سترګو ليدلي نه غواړي چې افغانان يو ځل بيا د سياسي ډلو ټپلو په جګړو کې راښکېل شي. همدا سياسي ډلي ټپلي وي چې په هېواد کې د واکمني پر مهال د وزارتونو او ولايتونو په ويش نه جوړيدل. د ويشل شوي حکومت ټول وخت په داسي مسايلو تيريده چې د دوي ګټي پکښي خوندي وساتل شي. اوس چې په هېواد کې مرکزي پياوړي اسلامي امارت رامنځ ته شوي. د چارو مسئوليت په ښه توګه ترسره کېږي هيڅوک نه شي کولي چې د مرکزي حکومت د اوامرو او لارښونو څخه سرغړونه وکړي.

همدا وجهه ده چې د هېوادوالو ملاتړ ترلاسه شوي او د هري ورځي په تيريدو سره په دولتي ادارو کې سمسمکې رامنځ ته کېږي هغه ناخوالي او ستونزي چې د تيرو فاسدو چارواکو له خوا شتون درلود رغاول شوي. او په ټولو کارونو کې روڼتوب رامنځ ته شوي دي. ښه به وي چې په بهر  کې ميشت افغانان چې د تيرو شلو کلونو په اوږدوکې د سياسي ډلو ټپلو موخي او کړني تجربه کړي بايد په نويو سياسي خوځښتونو ونه غوليږي او خپل هېواد ته راستانه شي ترڅو د اسلامي امارت سره په ګډه د تيرو جګړييزو کلونو ناخوالي ورغول شي ځکه چې اسلامي امارت هغو خلکو ته خپله غيږ پرانيستي پريښي کوم چې د هېواد د ابادي او پرمختګ له پاره هېوادته راستنيږي تردي مهاله زيات شمير هېوادوال چې هېواد ته راستانه شوي او په تير ړنګ شوي رژيم کې يي کار کاوه په هېواد کې په هوساينه کې ژوند کوي او د خپل هېواد د ابادي له پاره هر هغه څه چې په وس کې لري نه دريغوي. نو غوره به وي چې نور د افغانانو د سرخوږي له پاره د بهر څخه شعاري او بي ځايه تبيلغات پاي ته ورسول شي ترڅو زموږ هېوادوال يو ځل بيا د انديښنو سره مخامخ نه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *