افغانستان

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال: د پیاوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا ترټولو مهمه ده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون سه‌شنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون سه‌شنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا پر اقتصادي مرستیال سربېره د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یوشمېر نورو امارتي مسئولینو هم حضور درلود.

ملابرادراخوند په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی. همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.

ملابرادراخوند زیاته کړه، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړبویتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.»

د غونډې په پای کې محترم ملابرادراخوند وویل اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي.

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال یوځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.

د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *