اسلامی

د وخت په اړه د قرآن او حدیث ليدلوری

قرآن اوسنت مطهر وخت ته له بېلابېلواړخونو  د ارزښت په سترګه گوري.

سمونیاراسماعیل «شیرزاد»

قرآن اوسنت مطهر وخت ته له بېلابېلواړخونو  د ارزښت په سترګه گوري.

لومړی، قرآن کریم د وخت پرارزښت ټینګارکوي اوبیا ددې حقیقت پخلی اوسپينا وی کوي چې وخت د الله تعالی یوه لویه پيرزوینه ده. دا خبره په دې آیت کې په څرګند ډول یاده شوې:

ژباړه: اولمراوسپوږمۍ یې درته په کارلګولي چې قانون سره سم چلېږي اوهمدارنګه شپه او ورځ یې په کار درته لګولي.اوهرڅه موچې وغوښتل هغه یې درکړل اوکه تاسو وغواړئ چې د الله (ج) نعمتونه وشمېرئ نوشمېرلی یې نه شئ، بې شکه چې انسان ډېربې انصافه اوناشکره دی.  دغه راز بل ځای فرمایي:

ژباړه: اوهماغه دی چې شپه او ورځ یې یودبل ځای ناستی وګرځول، هغه چاته چې غواړي څه درس واخلي یا غواړي شکر ویستونکې شي.

داپه دې مانا ده چې الله تعالی دورځې اوشپې اوښتون ددې علت ګرځولی چې انسان ته یوفرصت په لاس ورکړي ترڅوهغه څه لاس ته راوړي چې ضایع کړي یې دي. ددې لپاره چې د وخت ارزښت څرګند کړي، الله تعالی د ډېرې سورتونو په پیل کې په وخت قسم کړی، لکه ورځ، شپه، سهاراوغرمه. دبېلګې په ډول يې په لاندې آیتونوکې لوستلی شو:

ژباړه: قسم دی په شپه کله چې راخپره شي. اوپه ورځ چې روښانه شي. (الیل ۱-۲)

ژباړه: قسم دی په سهاراوپه لسو شپو.( الفجر: ۱-۲)

ژباړه:قسم دی په غرمه اوپه شپه کله چې له چوپتیا سره خپره شي. (الضحی: ۱-۲)

ژباړه: قسم دی په وخت. چې انسان خامخا تاوان کې دی. : ( العصر: ۱-۲)

په هغه څه قسم کول چې پخپله یې پیدا کړي، دا مانا ورکوي چې الله ج غواړي دهغه څیز دلویوالي اوګټورتیا لورته دخلکو پام واړوي.دپېغمبرعلیه السلام په سنتو کې هم موږ د وخت د ارزښت ستاېنه اودقیامت په ورځ د الله تعالی په نزد د وخت اړوند د مسؤلیت لرلوتایید لیدلی شو. له معاذ ابن جبل(رض) نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

((د الله بنده به د قیامت په ورځ ترهغو ولاړوي، ترڅوپورې چې د څلورشیانوپه هکله ونه پوښتل شي. دهغه د ژوند او دا چې څنګه یې تېرکړ؛ د هغه دځوانۍ چې څه ګټه ترې پورته کړه؛ د هغه د شتمنۍ چې له کومو لارو وګټله اوڅنګه یې ولګوله؛ اودهغه دعلم چې څه ګټه یې ترې پورته کړه.))

نوکله چې هغه ګړۍ راورسیږي، هرڅوک به دخپل ژوند په اړه عموماً اودخپلې ځوانۍ په اړه ځانکړې ډول پوښتل کیږي. په دې ډول ځوانۍ  که څه هم د ژوند یوه وړه برخه جوړوي  ځانګړې ارزښت لري ځکه دا وخت د رښتینې ژوند، هوډمنتیا او د دوو کمزورو او نازکو پړاوونو چې یو یې ماشومتوب اوبل زوړوالی دی  منځنی پړاو دی. الله تعالی فرمایي:

(( الله (ج )هماغه دی چې تاسې یې له کمزورتیا نه پیدا کړئ، بیا یې له کمزورۍ وروسته قوت درکړ، بیا یې له قوت نه وروسته کمزورتیا اوزوړوالی. څه یې چې خوښه وي پیدا کوي یې اوهماغه ډېرپوه قدرت والا دی.))

دوخت  ځانګړنې

وخت ځانګړې ځانګړنې لړي. له وخت څخه د سمې ګټنې او کارونې په موخه باید له هغوڅخه په پشپړډول خبر واوسو.داځانګړنې په لاندې ډول دي:

۱- وخت ژر تېرېږي:

وخت د ورېځو په څېرګړندی اود هوا په څېرچټک تېرېږي. دا د وخت یو حقیقت دی، هغه که د خوښۍ اوسوکالۍ ورځې وي اوکه دغم اوخپګان ورځې. خوداخبره د هغې نظريې نفي نه کوي چې وايي کله یو څوک خوشاله وي نو وخت پرې ژرتېرېږي، خودخپګان اوغم په وخت کې یې په زړه کې تراوږد مهاله احساسوي.

دا مهمه نه ده چې انسان څومره ژوند کوي، دهغه ژوند به بیا هم کم وي، دا ځکه چې د هرساکښ ژوند د هغه په مرګ پای ته رسېږي.ګله چې مرګ راورسېږي، هغه ټول کلونه او ساعتونه چې انسان تېرکړي وي، دسترګوپه رپ کې یې په داسې شېبو واوړي لکه ټول ژوند یې چې په یوې ثانیې کې له منځه تللی وي.

په همدې تړاو د نوح علیه السلام په اړه یوه کیسه بیانېږي چې کله د مرګ پرښته له زرکاله(نهه سوه اوپنځوس کاله) وروسته ورته راغله ترڅو اروا ترې واخلي، نوپرښتې ترې وپوښتل چې ژوند دې څومره وموند؟ نوح (ع) ډېروړوکی خوډېرزړه راښکونکی جواب ورکړ، ویې ویل: ژوند مې داسې احساس کړ لکه یوکورچې دوه دروازې ولري، اوده یوازې دومره وکړل چې په یوې دروازې ورننوت اوله بلې بېرته راووت.

دا کیسه یوڅرګند حقیقت ته اشاره کوي  هغه داچې  ژوند دمرګ پرمهال اودقیامت په ورځ ډېړزیات کوچنی ښکاري. الله تعالی فرمایي:

ژباړه: کله چې دوی یې وویني نولکه یو ماښام یا یوسهار نه پرته چې نه وي ځنډېدلي.( النازعات: ۴۶)

ژباړه: اوپه کومه ورځ یې چې راغونډ کړي نولکه چې دوی د ورځې له کوم ساعت پرته زیات نه وو ځنډېدلي چې خپلوکې سره وپېژني (یونس: ۴۵)

۲- تېر شوی وخت نه بېرته راګرځي او نه بدیل لري:

وخت د جبران وړ نه دی اودا په ساده ټکوکې په دې معنا ده چې هیڅ شی هم د وخت بدیل او عوض نه شي کېدی. دا خبره حسن بصري په څرګند ډول واضح کړې، دی وايي((دهرې ورځې په پیل کې غږ کوونکی اعلان کوي، ای د آدم اولاده، زه نوی پیدا کړی شوی یم اوزه ستا په کړنو څارونکی یم. نوله ما ګټه واخله ځکه زه چې یوځل تېره شم، بیا دقیامت ترورځې بېرته نه راګرځم.))

۳- وخت د انسان ترټولوګرانبیه شتمني ده:

پورته د وخت اړوند یادې ټولې ځانګړنې په ډاګه کوي چې وخت د انسان ترټولوګرانبیه او ارزښتناکه شتنمني ده. دا ځکه چې وخت د هغه کوهي په څېردی چې هرهغه څه په ځان کې خوندي کوي

 

چې انسان یې ترسره کوي او وراچوي، اوبیا همدا د هغه د ژوند رښتينې پانګه ګرځي.

وخت یواځې سره زر نه دي، لکه په متل کې چې راځي؛ ځکه وخت له سرو زرو، ملغلرو، غمیو اونورو ګرانبیه فلزاتو او تیږو څخه ډېرقیمتي اوګرانبیه دي. حسن البنا د وخت په هکله وایي:((وخت ژوند دی! د انسان ژوند له هغه وخت پرته بل څه نه دی چې د زوکړې له شېبې څخه یې د مرګ ترکړۍ پورې تېرکړی وي.))

سرچینې

قرآن کریم.

1- القرضاوی، یوسف، د وخت ارزښت، ژباړن رحمت ، شاه فراز افغانستان ۱۳۹۸.

۲- ټرېسي، برایان، د کار اوبارځواک، ژباړن حامدالله،ستون کابل ۱۳۹۸

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *