اجتماعی

ټاپي د افغانستان لپاره مهمه اقتصادي پروژه ده

شاه محمود درویش افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي دهېواد اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان غیرتي ولس له ګڼ شمیرستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعاً دسیمې اونړۍ له هېوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته یوه له دغو پروژوڅخه هم د ټاپي(TPI) ستره پروژه ده، چې د ګازونل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان، له لارې پاکستان اوهندوستان  ته غځوي، د ټاپي د پروژې طرحه د رسنیو په حواله کابو څو کاله وړاندې یعنې د افغانستان اسلامي امارت د تېر حاکمیت پر مهال د افغانستان پاکستان او ترکمنستان مشرانو له خوا وړاندې شوه. هندوستان په کې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شامل شو. ددغې پروژې د نل لیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز له ولایتونو څخه تېرېږي.

 

شاه محمود درویش

افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي دهېواد اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان غیرتي ولس له ګڼ شمیرستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعاً دسیمې اونړۍ له هېوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته یوه له دغو پروژوڅخه هم د ټاپي(TPI) ستره پروژه ده، چې د ګازونل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان، له لارې پاکستان اوهندوستان  ته غځوي، د ټاپي د پروژې طرحه د رسنیو په حواله کابو څو کاله وړاندې یعنې د افغانستان اسلامي امارت د تېر حاکمیت پر مهال د افغانستان پاکستان او ترکمنستان مشرانو له خوا وړاندې شوه. هندوستان په کې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شامل شو. ددغې پروژې د نل لیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز له ولایتونو څخه تېرېږي.

په افغانستان کې د ټاپی پروژې کار کابو څو کاله وړاندې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان دمشرانو له خوا رسماًپه هرات ولایت کې پرانیستل شوی ؤ.

دا نل لیکه د سیمې په تاریخ کې ستره پېښه ده، چې د افغانستان له لاری د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لیږدوي دا د سیمې د پرمختګ، باور او ښو اړیکو په تېره بیا د امنیت او ثبات لپاره ستره بیلګه ده .

له نیکه مرغه چې  په دې وروستیو کې د کانونو او پترولیم وزارت مسؤلینو ویلي؛ چــې پــه نــږدې راتلونکي کې به په هېواد کــې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي، ځکه چــې د ټاپي پــروژې د کارونو پــه اړه یې د ترکمنســتان د بهرنیو چــارو وزارت ســره خبرې پیل کړې دي.د ویلو ده چې افغانســتان به د دې پروژې لــه لارې هر کال کابو ۵۰۰ میلیونــه ډالــره د ترانزېــټ او کله چې د ټاپي پروژه بشــپړه شي نو تر لســو کلونو بــه ۵۰۰ میلیونه متره مکعبــه ګاز او تــر ۲۰ کلونو پورې به یو میلیارد متره مکعبه ګاز ترلاسه کوي. د لومړیو څېړنو او شــمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ لاین به هر کال ۳۳ میلیــارده متــره مکعبه ګازلېږدوي. د خصوصي ســکټور غړي هم د افغانســتان پــه اقتصاد کې د ټاپــي د پروژې عملــي کېدل اړین بولي.له شک پرته چې ټاپي د افغانستان لپاره مهمه پروژه بلل کېږي، ځکه دغه پروژه د سیمه ییز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او کولی شي، چې د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کړي. د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالي لري، چې د ترکمنستان سرحدې ولایت ماري څخه پیلېږي او د ۸۱۶ کیلومتره په اوږدوالي د افغانستان له خاورې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي، پاکستان او ورپسې د هند فاضیلکا ښار پورې رسېږي. د دې پروژې ټول لګښت لا پخوا له ۷ څخه تر ۹ میلیارده امریکايي ډالرو پورې اټکل شوی وو. دغه د ګازو نل لیکه په هر کال کې کابو ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګازو لېږد ظرفیت لري. افغانستان به د خپلې اړتیا وړ ګاز تر لاسه کولو پرته هر کال کابو ۵۰۰ میلیونــه ډالــره د یادې پروژې د نل لیکې د ټرانزیټ له امله ترلاسه کړي او همدارنګه د ټاپي پروژې د نل لیکې جوړولو لپاره به په افغانستان کې ډیری ځوانان د کار څښتن شي او د بیکارۍ په کموالي کې به مرسته وکړي. البته د اقتصادي چارو کارپوهان هم دا پروژه د افغانستان لپاره ګټوره بولي، دوئ هم هیله لري، چې ددې پروژې چارې ژر بشپړې شي ترڅوعام افغانان ترې برخمن شي.

همداراز د نظر دخاوندانو په باور دې ټکي ته مو باید پام وي چې د ټاپی پروژه د افغانستان لپاره یوه ډیره مهمه اقتصادي پروژه ده او د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره له ډیرارزښت څخه برخمنه ده، که چېرې موږ دغه پروژه وارزوو ،هغسې چې افغانستان په سیمه کې دیوې سوداګرریزې څلورلارې په توګه د جیوپولتیک او جیوستراتیژیک ارزښت درلودونکې دی، له شک پرته چې دغه پروژه به له یوې خوا دسیمې د هېوادونو تر منځ دسیاسي همکارۍ او پیوستون او له بله پلوه به له ترکمنستانه د افغانستان  له خاورې پاکستان او هند ته د گازو د نل لیکې د غځولو په بشپړیدو سره د سیمې امنیتي ثبات هم پر غوړیدوراولي، په ټولیزه توګه افغان پتمن او غیرتی ولس د افغانستان اسلامي امارت څخه د  ټاپی په څیر د مهمو سیمه ییزو پروژو د تحقق ملاتړ کوي او هیله لري چې له مهال وېش سره سم یې چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي او د عمل په ډګر کې هم مثبتې او عملي پایلې پر ځای پرېږدي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *