اجتماعی

د ولور ناسور !   

لیکنه:محمدعلي عظمت د اسلام  مبارک دین د انسان د ژوندانه ټول اړخونه تنظیموي، هیڅ داسې ځای په کې  نه شته چې هلته لارښوونه نه وي، مسلمان چې په ټولنه کې ژوند کوي، هغه د ژوند ملګرې ته اړتیا لري یعنی نکاح کولو او واده ته ضرورت لري. مسلمان انسان د واده کولو حالتونه لري چې د فقهې کتابونو واضح کړي او واده او نکاح کول، مهر ته اړتیا لري. مسلمان ځوان به خپلې منکوحې (ناوې) ته مهر ورکوي.

 

لیکنه:محمدعلي عظمت

د اسلام  مبارک دین د انسان د ژوندانه ټول اړخونه تنظیموي، هیڅ داسې ځای په کې  نه شته چې هلته لارښوونه نه وي، مسلمان چې په ټولنه کې ژوند کوي، هغه د ژوند ملګرې ته اړتیا لري یعنی نکاح کولو او واده ته ضرورت لري. مسلمان انسان د واده کولو حالتونه لري چې د فقهې کتابونو واضح کړي او واده او نکاح کول، مهر ته اړتیا لري. مسلمان ځوان به خپلې منکوحې (ناوې) ته مهر ورکوي.

مهر له مَهَرَ څخه اخیستل شوی، په عربي د صداق او په پښتو کې د (ولور) په معنی دی. پټه دې پاتې نه وي چې په عربي ژبه لس نومونه لري: مهر، صداق، نحله، اجر، فریضة، حباء، علائق، طول، عقر او نکاح.

د مهر اصطلاحي پېژندنه: ژباړه: دا و هغه مال دی چې ښځه یې پر خاوند باندې په عقد سره او یا په حقیقي دخول سره حقداره جوړیږي.

حکم یې: ژباړه: مهر په سړي باندې واجب دی. نه پر ښخه باندې (یعنی سړی به ښځې ته مهر ورکوي) او دا مهر په سړي واجبیږي، څنګه چې په تعریفونو کې راغلي.

د مهر ثبوت:

قرآن: الله جل جلاله په قرآن کریم کې وايي ژباړه: دې ښځو ته په ښه توګه هغه حقونه شته کوم چې (سړیو ته) پر هغو حاصل دي. (سورة بقره/۲۲۸).

الله جل جلاله بل ځای وايي: او ښځو ته په خوښۍ سره مهر ورکړئ. (سورة نساء/۴).

الله جل جلاله د مهر په اړه دا هم وايي ژباړه : نو له کومو ښځو سره مو (چې نکاح وکړه) دوی ته هغه ټاکلي شوي مهرونه ورکړئ. (سورة نساء/۲)

الله تعالی بل ځای داسې وايي: ژباړه دا ښځې پرېږدئ، د ټولو ښځو په اړه دا حلال کړی شوي چې تاسو خپل مال د مهر په توګه ولګوئ، هغوی (په نکاح کې راولی) په دې شرط چې تاسو له هغو سره په قانوني توګه نکاح وتړي او پاک لمني ترلاسه کړئ. (سورة نساء/۲۵).

سنت: ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه سړي ته وویل چې واده یې غوښت: ځه، لاړ شه، که د اوسپنې ګوتمه هم وي، هغه وګوره (ولټوه).

او له سنتو یې بل دلیل دا دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره   ودونه کړي، یو یې هم له مهره پرته نه دی کړی.

اجماع: د اُمت ټولو علماؤ د مهر په هکله اجماع کړې ده.

د مهر حکمت:

د ښځې اعزاز، تکریم او درنښت دی، د ښځې د احترام او عزت له پاره مهر ورکول کېږی. یوازې شهوت پوره کول یې هدف نه وي.

د مهر اندازه:

قرآن کریم: الله جل جلاله په خپل کتاب کې وايي: له هغوی نه مو یوې (ښځې) ته ډېر مهر ورکړی وي، نو له هغو به هیڅ شی بېرته نه اخلئ.

سنت: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: ژباړه بېشکه له ښځو څخه د ستر برکت والا هغه دی چې مهر یې اسانه وي. (رواه احمد).

د مهر لږه اندازه: لس درهمه ده. (درمختار: ۲۸۳/۴).

له لس درهمه لږ مهر نه شته.  [بیهقي].

ډېر ځوانان او پېغلې په دې هېواد کې ژوند او ژواک کوي، چې د مسنونې نکاح کولو توان او طاقت نه لري او خنډونه یې په مهر پورې تړلي دي. ځکه زمونږ په ټاټوبي کې مهرونه ډېر لوړ دي، نو ځوانان د بهر په سفرونو ووځي او د (ولور) په ګټلو پسې کلونه کلونه وتلي وي، (که دې ځوانانو کوژدې کړې وې) د هغوی مخطوبې په کورونو کې زړې شي او مسافر ځوانان هم د سپينږیرتوب پړاو ته داخل شي.

هو! ډېر ځوانان له ودونو څخه لوړو مهرونو (ولورونو) محروم  کړي دي، زمونږ په هېواد کې مهر ډېر لوړ دی، په داسې حال کې چې ډېر پلرونه له زوم او یا د هغه له مربوطو کسانو څخه ډېر(ولور) اخلي او خپلې لور ته ډېر لږ شی ورباندې پېري، د ولور پاتې برخه ښکته په جیب کې غورځوي او خپل کارونه ورباندې تنظیموي،یعني چې څه ولور یې واخست پر هغه کور ودانوي او یا موټر پرې اخلي‼

یوه «لور» په څومره پیسو ودولی شو؟ ځواب: یوه لور په دوه لکه افغانۍ ودول کېږی، د یوې کوټې او یو پخلنځي سامان ورباندې کیږدي، یعنی یوه لور په دوه لکه افغانۍ باندې مونږ افغانان ودولی شو، دومره پیسې د هغې له پاره کفایت کوي. لور ته د زوم له خوا ۵۰ زره افغانۍ شرعي مهر باید ورکړل شي، داسې مهر (ولور) نه وي چې په هغه باندې یو چرګ هم نه کېږی.

څو ورځې وړاندې په رسنیو کې دا خبر خپور شو چې د مهر (ولور) په اړه ځينې ولسوالیو کې عالمانو، پوهانو، قومي مخورو او عام ولس خبرې اترې کړې، نو دا یو غوره او نېک خبر و. ډېر ځوانان او پېغلې په کورونو باندې زړیږي. او ډېر ځوانان په دښتو، غرونو او سیندونو کې مړه شي، د وحشي حیواناتو او کبانو خوراک شي.

د ولور ګټلوله پاره درومي!                     باید د افغانستان اسلامي امارت دمهر د ټاکلو لپاره ګامونه واخلي، یو معین حد (اندازه) ورته وټاکي، همدا راز د خلکو دودونه په نظر کې ونیسي، هم اسلامي اصول په پام کې وساتي. د یوې لور له پاره په ۲ لکه افغانۍ د کور سامان کېږی. له ۵۰ زره کم مهر ورته په کار نه دی،باید دومره مهر ورته وټاکل شي.

ښه مې په یاد دي چې ۱۰/۱۱ کاله وړاندې په پکتیا کې د کومې ولسوالۍ عالمانو او مخورو د پېغلو له پاره او همدارنګه د کونډو له پاره او هغه ښځه چې په داسې سړي ودیږي چې هغه یوه بله ښځه هم ولري یعنی په «بن» باندې یې ورکوي، د دوی د مهر په اړه پرېکړه کړې وه، نو سبا ته په (وحدت ورځپاڼه)کې مطالب ورباندې ولیکل شوو. یوه لیکوال لیکلي و، چې مهر اللهي حکم دی، هېڅوک حق نه لري چې د مهر په اړه فیصله وکړي، نور یې هم ډېرې اوتې بوتې ویشتلې وي‼ خو د مهر له پاره یې کومه سمه طرح نه وه وړاندې کړې.

یوه بله لویه ستونزه د ناوړه دودونو دی، د خُسر له خوا په زوم باندې د خُسرګنۍ له پاره ډېرې جامې کېښودل دي، همداشان په زوم باندې د دوډۍ بندوبست هم دی، باید ډوډۍ ورکړي.

په لنډ ډول ووایم چې د پلار له خوا دوه لکه د کور د سامان له پاره، د زوم له خوا پېغلې ته (۵۰ زره) مهر، د پلار له طرفه خپله ډوډۍ اود زوم له لوري ولیمه په خپله ورکول او ناوې ته مناسبې جامې وروړل. که نه اوسنی ولور او نور ناوړه دودونه یو ناسور دی چې ځوانان او پېغلې په کور زړېږي، باید د ولور ناسور ختم او شرعي مهر په شرعي مهر طریقه دود شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن