افغانستان

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت تل د امنیت تأمین او خلکو ته د هوساینې برابرولو هڅه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب او غور ولایتونو محلي مسئولینو او د کوهستاناتو یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب او غور ولایتونو محلي مسئولینو او د کوهستاناتو یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د غور مرستیال والي مولوي طریقت او د فاریاب لولاش ولسوالۍ امنیه قومندان حاجي خورشید احمد یادو ولایتونو کې د ټولنیز، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړو زیاته کړې، په هېواد کې د اسلامي نظام په راتګ سره بشپړ امنیت تامین دی، اشغال ختم شوی، اقتصادي برخه کې پرمختګ شوی او افغانان خپلو هیلو ته چې له ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته یې لرلې ورسېدل. همدارنګه دوی د اسلامي امارت له رهبري څخه غوښتي، چې د کانونو د را اېستلو او د دې سیمو د مواصلاتي سړکونو د رغېدو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له مسئولینوسره په لیدنه خوښي ښودلي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت تل د امنیت تامین او خلکو ته د هوساینې برابرولو هڅه کوي او په دې برخه کې خپل هڅې نه درېغوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *