اجتماعی

کاسا۱۰۰۰ یوه مهمه اقتصادي پروژه ده

شاه محمود درویش افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي دهېواد اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان غیرتي ولس له ګڼ شمیرستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعاً دسیمې اونړۍ له هېوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته یوه له دغو پروژوڅخه هم د« کاسا ۱۰۰۰» ستره سیمه ییزه مهمه اقتصادي پروژه ده. له نیکه مرغه په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچېنو په حواله ویل شوي چې د تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان د انرژۍ وزیرانو څه موده وړاندې د « کاپ ۲۸ » غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې موږ دتسهیلاتو دبرابریدو او د افغانستان په خاوره کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې دکار پیلیدو غوښتونکي یو، کاسا ۱۰۰۰ دهغې پروژې طرحه ده چې د هغې پراساس د تاجیکستان او قرغیزستان ۱۳۰۰ مګاواټ برښنا افغانستان ته او وروسته پاکستان ته لیږدول کېږي، چې (563) کیلو متره یې له افغانستان څخه تیریږي.

 

شاه محمود درویش

افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي دهېواد اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان غیرتي ولس له ګڼ شمیرستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعاً دسیمې اونړۍ له هېوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته یوه له دغو پروژوڅخه هم د« کاسا ۱۰۰۰» ستره سیمه ییزه مهمه اقتصادي پروژه ده. له نیکه مرغه په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچېنو په حواله ویل شوي چې د تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان د انرژۍ وزیرانو څه موده وړاندې د « کاپ ۲۸ » غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې موږ دتسهیلاتو دبرابریدو او د افغانستان په خاوره کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې دکار پیلیدو غوښتونکي یو، کاسا ۱۰۰۰ دهغې پروژې طرحه ده چې د هغې پراساس د تاجیکستان او قرغیزستان ۱۳۰۰ مګاواټ برښنا افغانستان ته او وروسته پاکستان ته لیږدول کېږي، چې (563) کیلو متره یې له افغانستان څخه تیریږي.

په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت مسړولینو هم ویلي چې ۵۰ سلنه د برښنا د انتقال « کاسا ۱۰۰۰» پروژې کار په افغانستان کې پرمخ تللی دی او ددې پروژې دکار دبیا پیل لپاره کوښښونه روان دي او ددې پروژې په هکله طرحه کابینې ته هم لیږل شوې ده، همداشان د کاسا ۱۰۰۰ د کار دپیل لپاره نړیوال بانک سره هم ناستې شویدي ترڅو ددې پروژې کار بیاپیل شي.

ددې پروژې په عملي کیدو سره ۴۵کلنئ میلیونه ډالره ګټه افغانستان ته رسېږي، کاسا ۱۰۰۰ یوه اساسي او مهمه پروژه ده، یعنې هم له اقتصادي پلوه او هم له سیاسي پلوه، په اقتصادي برخه کې له افغانستان څخه د ټرانزیټ مسیر په توګه کار اخیستل کېږي او پاکستان د افغانستان له لارې ۱۰۰۰ مګاواټ برښنا ترلاسه کوي، همداراز دبرښنا شرکت کولی شي پاتې ۳۰۰ مګاواټ برښنا واخلي او هم افغانستان کولی شي د فیس په اخیستلو له هغې څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.

سربیره پردې په کال کې تر درې میلیونه ډالرو پورې هغه سیمو ته مرسته هم رسیږي چې د برښنا مزي له هغې څخه تیریږي او له سیاسي پلوه منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصلېږي.

دغه راز د ویلوده چې د کاسا۱۰۰۰ یا د برښنا لیږد پروژې په هکله په ۲۰۰۵ زیږدیزکال کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو «ریکا» په کنفرانس کې طرحه وړاندې شوې وه چې باید تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې وای، خو تراوسه ددې پروژې کار بشپړ شوی نه دی.

البته دې ټکي ته موهم باید پام وي چې د یادې پروژې په هکله لا پخوا د رسنیو په حواله داسې ویل شوي وو: « کاسا زر پروژه د افغانستان له خاورې له منځنۍ اسیا- جنوبي اسیا ته د برښنا د لیږد لویه پروژه ده، په دې پروژه کې افغانستان د 300 میګاواټه برښنا برخه لري او له دې پاتې زر میګاواټه برښنا د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان ته لیږدول کېږي، افغانستان ته د دې پروژې کلنۍ مالیه 45 میلیونه ډالره اټکل شوې ده، د دې پروژې پرانیسته د تاجکستان په دوشنبه ښار کې په 1395 لمریز کال کې شوې وه، د یو شمیر اقتصاد پوهانو په باور، له منځنۍ  اسیا د جنوبي اسیا هیوادونو ته د کاسا زر برښنا پروژې او د ټاپي د ګازو د لیږد پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان یو پر ځان تکېه هیواد شي.

له شک پرته د کاسا زر پروژې دعملي کار پیل به ددې ښکارندویي هم وکړي، چي دسیمې هیوادونه په گډه اواتحادسره کولی شي، چې کوټلي گامونه پورته کړي او نه یوازې خپلې سیمې سره ونښلوي، بلکې خپل  ملتونه سره هم یوځای کړي. کاسازر پروژه  دافغانستان له پاره حیاتي ارزښت لري، دا پروژه دسیمې د اتصال په برخه کې د افغانستان مهم اهمیت لاځلوي، همداراز ویل شوي چې د کاسازر پروژه (765) کېلومتره اوږدوالی لری، چې (563) کېلومتره یی د افغانستان له اووه ولایتونوکندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهارپه درویشت ولسوالیوکې تیریږي او په تطبیق سره یې ددغوسیمو (یوسلودوه پنځوس زرو) کورنیوته پربرښناسربیره دکارزمینه هم برابریږي.

دکاسازرپروژه، نه یوازی دبرښنا دانتقال ځانگړی پروژه ده چې له منځنی اسیا افغانستان ته اوجنوبي اسیا ته برښنا انتقال کړي، بلکې دا د دووسیموملتونه او څلورهیوادونه  سره نښلوي، اودا برښنا دسیمه ییزوهمکاریو وسیله ده.»

پر دې بنست د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته دې پاک الله(ج) لا هم توفیق ورکړي چې د جگړه ځپلي افغانستان او مظلومو افغانانو د شته ستونزو د حل په برخه کې خپلې هلې ځلې او بې دریغه کوښښونه جاري وساتي چې له امله یې هم په ټول هیواد کې ډاډمن ثبات تلپاتې شي او هم جگړه ځپلي هیوادوال له هرراز ستونزو څخه وژغورل شي او په خپل پلارني هیواد کې د هوسا او بسیا ژوند خاوندان شي او لا هم په هیواد کې د هرراز سترو اقتصادي پرژو د عملي طرحو او تطبیق په لړ کې په هیواد کې دننه گڼ شمیر هیوادوالو ته د سالم کار او روزگار د زمینې د مساعدیدو تر څنگ په ټولیزه توگه هیواد ته پریمانه اقتصادي گټې ور په برخه شي چې له امله یې د هیواد ژوبل او کمزوری اقتصاد ورځ تر بلې پیاوړی شي، وده، او پرمختگ وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن