سیاسی

اسلامي امارت پر يو ټاټوبي او ولس پلی اسلام !

جبريل سعد د ځمكې د كرې، اسلامي نړۍ او منځنۍ اسيا په اوسنيو له څلورو لسيزو را وروستو شرایطو  كې اسلامي امارت يو د عجایبو  نظام دی، لامل يې دا دی چې ډېر ناشوني يې شوني كړي څه چې يو عادي او داسي بڼه يې ور كړې لكه د دې نړۍ له پيدا يښت څخه چې راپيل او له خنډ او ځنډ پرته چې اوس هم روان وي. هو ! د عجایبو  نظام په اوسنيو شرایطو  كې، كه شرائط له دې ښه وي، بيا خو لكه د اسلام، اسلامي خلافتونو او واكمنيو په تاريخ كې يې گڼې بېلگې شته او اسلامي امارت له هغو څخه په اخيستنې يو بېلگه ييز نظام ثابت شوی؛ كومه عجيبه به نه وه. له احزاب جگړې۱۴۰۰كاله وروسته د اسلامي تاريخ دوهمې رتبې ستر ائتلاف پر وړاندې جگړه او پكې برياليتوب، دې۱۹كلنه جگړه كې يې د هېواد موازي نظام په توگه معماييز او د خوب وخيال ترمنځ تيت وپرك شتون، په همدې شتون كې يې له ياد ائتلاف سره مقابله، د مقابلې په اور كې را گير مظلوم ولس ته يې د نظام په توگه خدمات، په خدماتو كې يې د شريعت پابندي، له همدې پابندي سره يې د اسلام سرسخته دښمنو برنامو څخه پر اغېزمنو وگړو د احكامو منل او پلي كول.

 

جبريل سعد

د ځمكې د كرې، اسلامي نړۍ او منځنۍ اسيا په اوسنيو له څلورو لسيزو را وروستو شرایطو  كې اسلامي امارت يو د عجایبو  نظام دی، لامل يې دا دی چې ډېر ناشوني يې شوني كړي څه چې يو عادي او داسي بڼه يې ور كړې لكه د دې نړۍ له پيدا يښت څخه چې راپيل او له خنډ او ځنډ پرته چې اوس هم روان وي. هو ! د عجایبو  نظام په اوسنيو شرایطو  كې، كه شرائط له دې ښه وي، بيا خو لكه د اسلام، اسلامي خلافتونو او واكمنيو په تاريخ كې يې گڼې بېلگې شته او اسلامي امارت له هغو څخه په اخيستنې يو بېلگه ييز نظام ثابت شوی؛ كومه عجيبه به نه وه. له احزاب جگړې۱۴۰۰كاله وروسته د اسلامي تاريخ دوهمې رتبې ستر ائتلاف پر وړاندې جگړه او پكې برياليتوب، دې۱۹كلنه جگړه كې يې د هېواد موازي نظام په توگه معماييز او د خوب وخيال ترمنځ تيت وپرك شتون، په همدې شتون كې يې له ياد ائتلاف سره مقابله، د مقابلې په اور كې را گير مظلوم ولس ته يې د نظام په توگه خدمات، په خدماتو كې يې د شريعت پابندي، له همدې پابندي سره يې د اسلام سرسخته دښمنو برنامو څخه پر اغېزمنو وگړو د احكامو منل او پلي كول.

د شريعت پلي كولو له لارې يې پر زړونو واكمني، په دې واكمنۍ كې يې بې ساري ستره او له زغمه وتونكې عامه عفوه، د عفوې له لارې بيا پر بشپړ هېواد او ولس فزيكي واك ته رسېدل، د دې واك د پيل له ننگونو پر برياليتوب وتل، له دې ننگونو سره پر يو ځای يې له پل پر پل پرمختگ سره هلته اسلام حاكمول او شريعت نافذول، د اسلام حاكمولو+شريعت نافذولو كې يې د امريكا پر مشرۍ غرب او د غرب په مشرۍ ټولې نړۍ-هلته شته اسلام او افغان ضد پاليسيو او گرسره نړيوالتوب څخه په هسكه غاړه بغاوت، د هغه پر مټ يې د غربي نړيوالتوب موازي ضمني اسلامي نړيوالتوب، په دې نړيوالتوب كې يې د غربي نړيوالتوب د جوړښت هرې مادې مخالفت او ترې بې پرواهي، په دېكې يې د غربي موادو د غوره بديل په توگه بشپړ شرعي معيارونه رامنځته كول، پر شرعي معيارونو له پېړيو وروسته د اسلامي امارت حكومتولي پخوانيو خلافتونو ته ورگرځول، د غوره حكومتوليو سر فهرست يې جوړول او په دې سر فهرست كې هغه ټول هېوادني، ملي او دولتي پرمختگونه او هوډ يې چې په دې څه باندې۲كاله كې يې لرلي او تازه يې زمينه ورته برابره كړې.

د دې ځنځېري لړۍ را لنډولو سره هغه ټول چيلجونه او ننگونې چې چا را ولاړولې، چا ورته كار كاوه، چا ورته تمه لرله او شېبې يې شمارلې، څوك ترې هېښ-څوك وارخطا و، چا ترې وېره او اندېښنه لرله او څوك يې هم په مهارولو كې پاتې راغلل او راتلل؛ پر ښه مديريت بالمثل چېلنجول او ننگول يوه له لويو افسانوي عجایبو څخه ده چې بېلگې يې پر ديني او شرعي لارښوونو او بنسټونو ولاړ د ملي پخلاينې ساده سيستماتيك بهير، د حكومتولۍ تر ټولو غوره اداري جوړښت او چوكاټونه، وروستۍ اقتصادي هڅې او لاسته راوړنې، د سيمې او نړۍ له هېوادونو، شركتونو، بنسټونو، پانگوالو سره تړونونه او گډې پروژې، د انكشاف،صنعت، توليد، وارداتو بې مخينې پراختيا، د رسميت پېژندنې په مانا ډيپلوماټيكې او ستراتېژيكې اړيكې او په وروستيو كې له دوو هېوادونو پر يو مهال د راستنېدونكو افغانانو پر بې مهاره موج او څپو كنترول يادولای شو چې په ټوله كې يې نور ورته د نيوكې هيڅ ځای پرېنښود او اوس كه څوك نيوكه او پلمه كوي؛ لكه چې وينو همدا لاسته راوړنې په نښه كوي او مخامخ پرې بريد كوي، نور ورته هيڅ هدف نه دی پرېښودل شوی.

د برحقې داعيې او د هغې د پرمختگ په پله كې دا د عجایبو ځنځېري لړۍ چې اسلامي امارت د ټولې اسلامي نړۍ لپاره اُسوه جوړوي، ورسره هممهاله نورې وړې او لويي عجيبې او د هرې كړۍ اړخونه او گڼې لنډ مهالې او اوږد مهالې پايلې يې له مهالنيو شرایطو سره په پرتله كې خورا درانه او پر تول راځي او هغومره پر تول قربانۍ هم غواړي چې اسلامي امارت ور هم كړې، پرې د اوسني هېواد، ولس او نظام د ښكلا غمي شانتې ځوانۍ خاورې شوې او دا بيا خپله په خپل ځان كې يوه نه منونكې عجيبه افسانوي اوږده لړۍ ده، د پايلې په توگه اسلامي امارت د نورې اسلامي نړۍ سرچپه په كتابونو كې بند كړل شوی اسلام دی چې اوس زموږ پر ټاټوبي او پر افغان ولس حاكم شوی او همدا د نړۍ پر مخ يواځينی د جهاد پر مټ او د اسلامي خلافت له بنسټونو سره سم حاكم اسلامي نظام دی.

دا چې اسلامي امارت د وسلوال جهاد مهال د اشغالگرو تپلي جمهموري رژيم موازي اسلامي نظام و او بيا اوس په هېواد كې له واك ته رسېدو او د غربي نړيوالتوب له اغېز پرته چارو، پرېكړو او پاليسيو كې بشپړې خپلواكۍ سره د غربي نړيوالتوب موازي اسلامي نړيوالتوب او د ټولو اسلامي هېوادونو او خوځښتونو لپاره د غرب له دامونو د ځان ايستلو يوه نمونه ده؛ غرب يې اړوندو ځمكنيو واقعيتونو ته پر كتو پر ټولو پرمختگونو له اعتراف سره سره پر پرېكړو او پاليسيو هم نيوكې كوي او د دې دوو ترمنځ د تذبذب او وارخطايۍ ښكار دی، خو له موخو سره يې د اسلامي امارت د بشپړ ټكر له امله د اسلامي امارت د هرې پرېكړې او پاليسۍ پر وړاندې غوغاوي جوړوي او خپلو غربي موخو او د هغو پاليسيو ته پر كتو يې ولس او نړيوالو ته يو بد رنگ او انځور ور كوي، ترڅو كه د ولس له منځه كوم پرديپال ور ټول او غږ ورسره يو كړي، خو دا چې د اسلامي امارت له رښتونو اسلامي پاليسيو په هېواد دننه او بهر آن پخواني پرديپال هم اغېزمن دي؛ غرب له ځينې مېرمنو، كمزورو وگړو او ځينې قسم خوړليو پرديپالو پرته څوك نشي موندلای چې دا چاره پرې شل او خپل غربي نړيوالتوب پرې وژغوري، نو د همدوی په اړه اندېښنې را ولاړوي او له همدوی دا چاره را پيلوي چې د اسلامي امارت داعيه، وړتيا، روڼ او د هېلو ځوانكی راتلونكی، غربي نړيوالتوب ته يې گواښ او مسلمانانو-اسلامي نړۍ-د غرب له لوري محكومو ولسونو لپاره يې له ځان سره لرلي زېري ترې ښه څرگندېږي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *