سخن انیس

د اقتصاد د پياوړتيا له پاره مناسبي لاري لټول کېږي

نوي نه ده چې هېواد مو د اقتصاد کمزورتيا سره مخامخ دي ځکه د تيرو کلونو په اوږدوکې د وخت واکمنانو هغه لارو ته لومړيتوب نه دي ورکړي

نوي نه ده چې هېواد مو د اقتصاد کمزورتيا سره مخامخ دي ځکه د تيرو کلونو په اوږدوکې د وخت واکمنانو هغه لارو ته لومړيتوب نه دي ورکړي کوم چې په بنسټيزه توګه د ملي اقتصاد د پياوړتيا لامل ګرځي تل يي د بوديجي يوه برخه په نړيوالو مرستو تړلي ګڼله او د اقتصادي زيرمو د راسپړني او د عوايدو د ترلاسه کولو له پاره يي عملي او کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي په زياتو عايداتي ادارو کې په فشار ککړ چې د لوړپوړو چارواکو سره ښکېل و په دندو بوخت و او د بهرنيو مرستو لګښت چې هېوادوالو له پاره يي د کار او روزګار زمينه برابره کړي وي په رڼه توګه شتون نه درلود هغه لومړيتوبونه چې د اقتصادي پياوړتيا لامل ګرځيده هيڅ ډول پاملرنه نه کېده همدا وجهه وه چې د نړيوالو مرستندويه هېوادو د مرستو سره سره د هېوادوالو اقتصادي بڼه کمزوري پاتي شوي او د ژوند د لومړنيو موادو په راکړه ورکړه کې هم د پام وړ بدلون رامنځ ته نه شو. په هېواد کې د بهرنيو په مرسته هوايي اقتصاد تر هغه په خوځښت کې و چې بهرنيانو شتون درلود کله چې بهرنيان له هېواده ووتل او اشغال پاي ته ورسيده اقتصادي بهير چې د تمويل چاري يي د بهرنيانو له خوا ترسره کېدي په ټپه ودريد او هغه لاري يي بندي کړه کومي چې په هېواد کې د راکړي ورکړي له پاره يي اسانتياوي رامنځ ته کړي د بانکې سيستم نه نيولي بيا د مرستو تر راليږلو پوري زيات بنديزونه رامنځ ته شول چې له امله يي د لومړنيو خوراکې توکو په نرخونو کې زياتوالي راغي خو اسلامي امارت د مختلفو لارو په لټون سره د اقتصادي ستونزو د رغاوني هڅي پيل کړي څرګنده ده چې په نړيواله کچه د امنيتي او سياسي ګډوډيو له امله د خوراکې توکو په نرخونو کې زياتوالي رامنځ ته شوي. خو اسلامي امارت وتوانيده چې د مافيايي کړيو د دسيسو او توطيو ترڅنګ کورني عوايد په رڼه توګه راټول او اقتصادي بحران تر کنترول لاندي راولي ډيرو لاس وهونکو هېوادو د اسلامي امارت په لومړيو ورځو کې د مافيايي کړيو په وسيله د افغانيو په وړاندي د ډالرو د ارزښت د لوړيدو هڅي وکړي خو د اسلامي امارت د مسولينو د جدي او پرله پسي هڅو له امله توطيه کوونکې په لاره اچول شوي توطيه کې بريالي نه شول.
دغه راز د لومړنيو خوراکې توکو د نرخونو د لوړوالي د مخنيوي له پاره ګړندي ګامونه پورته شول او دا مهال په لومړنيو خوراکې توکو کې د پام وړ کموالي راغلي دي. پوهيږو چې اوس هم د هېوادوالو د اقتصادي کمزورتيا په پرتله د خوراکې توکو نرخونه لوړ دي.
خو اسلامي امارت د هېوادوالو د هوسايني له پاره د هغو لارو په لټون بوخت دي کوم چې په ټوله کې د اقتصادي پياوړتيا لامل ګرځي. ډيري پروژي چې ستراتيژيک اهميت لري د اسلامي امارت د کار لاندي دي او اقتصاد د پياوړتيا له پاره به هغه لاري ولټوي کومي چې د تل له پاره بنسټيز اقتصاد پياوړي کوي. هېوادوال بايد ومني چې اسلامي امارت پرته له دي چې بهرنيو مرستو ته په تمه شي په خپلو کورنيو عوايدو يي د څار او روڼتوب بهير جدي کړي او د عوايدو په کچه کې زياتوالي راغلي دي. که خداي کول د هېوادوالو په مرسته به د کورنيو عوايدو له لاري د هېواد د ملي اقتصاد د پياوړتيا له پاره بنسټيز کارونه ترسره شي او د هېوادوالو په راکړه ورکړه کې چې ځيني ستونزي د بهرنيو لاس وهونکو هېواد له خوا رامنځ ته شوي د تل له پاره ورغاوي.
د هري ورځي په تيريدو سره د بنديزونو ترڅنګ بانکې سيستم د رغيدو په حال کې دي تمه ده چې په راتلونکو کې راپيدا شوي ستونزي هواري شي.
پوهيږو چې اسلامي امارت مسولين به د تيرو فاسدو واکمنانو نيمګړتياو ته په کتو سره د هېواد د اقتصادي پرمختګ له پاره په کور دننه د مسلکې او نوخښت ګرو هېوادوالو په مټ شته اقتصادي ستونزي له مينځه يوسي او تل پاتي اقتصادي بهير ته به وده ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *