کرکټ: افغانستان له بنګله دېش څخه د یو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله
د افغانستان وړم ماښام په خورا ستر توپير له بنګله دېش د یو ورځنيوو لوبو لړۍ وګټله. د افغانستان په دې دوهمه سيالۍ کې بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه او له دې سره يې د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ بريا په خپل نامه کړه.
د افغانستان وړم ماښام په خورا ستر توپير له بنګله دېش د یو ورځنيوو لوبو لړۍ وګټله. د افغانستان په دې دوهمه سيالۍ کې بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه او له دې سره يې د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ بريا په خپل نامه کړه.
په تېرو اتو کلونو کې بنګله دېش پر خپل کور کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ یوازې انګلنډه ته بایللې وه.
بنګله دېش د دې لوبې پچه وګټله او افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه خو بنګالۍ لوبډله ونتوانېده چې دا هدف پوره کړي او ټوله لوبډله په ۴۴ اور کې د يوازې ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان وتلي ستوري رحمان الله ګوربز ټیک په ۱۰۰ بالونو سلیزه ووهله. دا په روانه لوبلړۍ کې لومړی افغان لوبغاړی شو چې سلیزه پوره کوي.
نوموړي د اتو شپږيزو او ۱۳ څلوريزو په وهلو سره په ۱۲۵ توپونو ټولې ۱۴۵ منډې وکړې.
د رحمان الله ګوربز تر څنګ ابراهیم ځدراڼ هم سليزه پوره کړه. نوموړی دغه هدف ته د يوې شپږيزې او ۹ څلوريزو په وهلو سره په ۱۱۹ توپونو ورسېد.
رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د لومړۍ وېکټې لپاره د سترې ملګرتیا له جوړولو وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې د ترټولو اوږدې ملګرتیا ريکارډ هم په خپل نامه کړ.
دواړو په ګډه په ۲۰۱۰ کال کې د سکاټلنډ پر وړاندې د کریم صادق او محمد شهزاد د ډېرو منډو د ملګرتیا ریکارډ مات کړ او په یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره د ملګرتیا نوې ريکارډ ثبت کړ.
محمد نبي ۲۵، نجيب الله ځدراڼ ۱۰، راشده خان ۶، مجيب ځدراڼ ۵، رحمت شاه ۲، حشمت الله شهيدي ۲، عظمت الله عمرزی ۲ او فضل الحق فاروقي يوه منډه جوړه کړه.
افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ هم له بنګله دېشي لوبډلې لومړۍ لوبه وګټله.