گزارش

 لا تراوسه هم د بګی ، چلولو فرهنګ په  کابل ښار کې ژوندی دی

یوازې هغه څه چې دزمانې په تېرېدوسره یې خپل اهمیت اوماهیت له لاسه نه دی ورکړی اوپه خپل پخواني جوړښت اوورځنی فعالیت یې د پخوا په شان په خپل حال باقي پاته دی د آس بګۍ ده ، که څه هم د زمانې په تېرېدواود موډونوپه بدلېدلو را بدلېدو هرزوړشی خپل ځای نوي شي

یوازې هغه څه چې دزمانې په تېرېدوسره یې خپل اهمیت اوماهیت له لاسه نه دی ورکړی اوپه خپل پخواني جوړښت اوورځنی فعالیت یې د پخوا په شان په خپل حال باقي پاته دی د آس بګۍ ده ، که څه هم د زمانې په تېرېدواود موډونوپه بدلېدلو را بدلېدو هرزوړشی خپل ځای نوي شي ته پریږدي اود نن ورځې نوی شی هم سبا ته زړیږي اوخپل ځای ترپخوا لانوي اوپرمختللی شي ته پریږدي چې د تحول او تکامل دا پروسه په ټولوشیانوکې له پیل نه جاري ده اوجاري به وي  ځکه ورځ د بلې په پرتله داسې نوښتونه را منځ ته کیږي چې بشر گوته په غاښ ورته پاتیږي ، یوله دغه شیانونه چې خپل موجودیت یې د منځنیو پیړیو راهیسې په خپله لومړنۍ بڼه کلک په ځای ساتلی هغه د آس بګۍ ده ځکه بګۍ د جوړښت له مخې له پیل نه په داسې لومړنۍ بڼه جوړشوي وي لکه کومه چې اوس هم لیدل کېږي داځکه چې دګاډۍ جوړښت ساده دی اوهېڅ بدلون اونوښت نه مني نوځکه په خپله لومړني بڼه د خلکو خوښه ده ، بگۍ د پلي تگ په پرتله  هدف ته د رسیدلو لپاره یوه داسې نیمه چټکه ارابه ده چې له ډیرو پخوا زمانوڅخه د نړۍ په تولوهېوادوکې رواج وه ، که څه هم لیرې واټنو ته په بگۍ کې تگ را تگ اوس خپل ځای چټکو نقلیه وسایطوته لکه په وچه کې گړندیواو تیزرفتار موتروته ، په اوبوچټکو بیړیو اوپه هواکې مختلف النوع سریع السیرالوتکوته پرایښی خوداچې په ځیني آسیایې هېوادونوکې اوس هم بگۍ لیدل کیږي دا د خپلو پخوانیوروایتونوتازه ساتل دي ، علت یې دادی چې بګۍ یوه پخوانۍ شاهانه نقلیه واسطه وه  چې پخواني باچاها ن به پکې سپرېدل اوله یوه ځایه بل ځای ته به یې پکې خوشحاله سفرونه کول  نوځکه لاتراوسه په هماغه پخوانی بڼه پاته ده  او له بل پلوه څنگه چې بگۍ د آس په ذریعه  کشول کیږي اوپه بگۍ کې سپورکس داسې انگیري لکه عینا چې په آس سپوروي اوپه آس سپرېدل هم د بخت اوتفاخریوه لوړه علامه ده نوځکه گاډی ته اوس هم په هماغه پخوانۍ نیکه او درنه سترگه کتل کیږي د انګلیستان ملکه اوس هم شاهانه ګاډۍ لري چې ترنېږدې پرون پورې به دجشن او ددغه ملک د نوروخوښیوپه ورځوکې د لوژپرمخ کې سپره پکې تېرګې .

په اصل موضوع را تکیه کیږو،  په زړه پورې ده چې اوس هم د کابل په ښارکې ، د ښاري ترانسپورت په ډله کې له میرویس میدان څخه تر( واحد کلا ) پورې د پخواني دود په رعایت سره د آس داسې بگۍ چلیږي چې دهرلیدونکي سترګې پرې خوږېږي که څه هم په دې مسیرتونس موترونه هم سپرلی وړي راوړي خویوشمیرکسان بیا گاډیوته ترجیح ورکوي اوپکې سپریږي  ددې مسیر تلونکي کسان له بگۍ سره داسې عادت دي چې په عرادجاتو کې نه سپرېږي او هغه کسان چې ګاډۍ یې نه وي لیدلې اویا هم له کلیواو بانډوڅخه نوي کابل ښارته راغلي وي ترډېره په بګۍ پسې د حیرانی په سترگوگوري خود سپرېدو تکل ځکه نه کوي چې د نابلدۍ له وجې پکې ډارېږي  .

د نقیب الله په نوم یوگاډیوان چې له خپلې دندې ډیرخوشحال دی وایی: دا کسب له پلار اونیکه په میراث ورته پاته دی اوڅوچې ژوندی وي گاډیواني به کوي ، دهغه وینا ده چې دواحد کلا دبگیو تروروستۍ تم ځای پورې غالبا ددوونیمو کیلومتروپه فاصله لاره راځي او ترافیکي رش هم پرې زیات دی خو موږ هم هره ورځ په دې لاره خپله غریبي کوو ، نقیب الله وایي موږ د بگیوپه دووچوکیوکې ټول شپږ تنه کښینوو او له هریوه یې پنځه افغانۍ اخلو چې په یوه پیره ۳۰ افغانۍ راته جوړیږي  اوپه تلو را تلو پیره کې  ۶۰ افغانۍ کیږي دهغه د وینا له مخې چې موږ په منځنۍ توگه هر ورځ شل یوطرفه او ۱۰ دوه طرفه پیرې وهو چې تقریباً شپږ سوه افغانی جوړیږي او په دې کې له دووسوو نه دوونیمو سوو پورې افغانۍ بیرته د آس خوراک کیږي او نورې یې موږ ته پاتیږي .

د یادولو وړ ده چې اوسنۍ اوپخوانۍ هغه بگۍ چې باچاهانو به د خپل هېواد په دننه کې لیري او نیږدې سفرونه پکې کول د جوړښت له مخې توپیردرلود ، د پخوانیواساطیري ( پورتریتونو) او نورو نقاشي شویو تصاویرو له مخې څرګندېږي چې د هغه زمانې بگیوبه د اوسنیوموتروپه شان څلورغبرګې او یا هم شپږ غبرګونې ارابې درلودې چې ددوو اویا له دوو نه د ډیروپرلپسې آسانو پواسطه به کشکول کېدې خودغه آسونه به جفت وو یا دوه یا څلور، شپږ اویابه هم اته وو اود ناستې سیټونه به یې هم له دووڅخه زیات وو چې د باچا سیټ به مزین اوگوښی به پکې معلوم وو.

لکه د مخه چې وویل شول گاډۍ اوس هم په یو شمیرآسیایې هېوادونو کې لیدل کیږي خو هغه څوک چې په دغه هېوادوکې له گاډیوسره سروکارلري هغوی د یوې گولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره گاډیواني کوي خو گاډۍ په هماغه پخواني اساطیري بڼه نه یوازې د انګلیستان دملکې بلکې د یوشمیرنورو هېوادونو له مشرانو سره د پخواني سمبول په عنوان موجودې دي اوکله ناکله د ملي مراسمود تجلیل  په ترڅ کې د خپل پخواني روایت دتازه کولوله مخې پکې سپریږي ، اوس د کابل په ښارکې په کلای واحد سربیره د کارته نوپه سړکونوهم کله ناکله دسپرلیوبگۍ ځغلي را ځغلي خوله بدمرغه چې دلته په افغانستان کې د بګیوله آسونوسره زیاته جفا کېږي ځکه لکه څنګه چې لازمه ده واښه او دانه نه ورکول کېږي سمه ساتنه یې نه کېږي په افغانستان کې د اهلي او وحشي حیواناتولپاره د حفاظت کوم ځانګړی قانون نشته ، د ګاډۍ آس که هرڅومره کمزوری وي په اړه یې د زړه سوي غږ څوک نه پورته کوي    .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *