افغانستان
تاریخ تیره درمل وسوځول شول
د لغمان سیمه ییز مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه ٣٦٤ قلمه راټول کړل شوي تاريخ تېره درمل وسوځول شول.
د لغمان سیمه ییز مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه ٣٦٤ قلمه راټول کړل شوي تاريخ تېره درمل وسوځول شول. د باختر آژانس د سيمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ یاد تاريخ تېره درمل د عامې روغتيا رياست د روغتيایي قوانينو څخه د څارنې ټيم له لوري د روان کال په لړ کې په مرکز او ولسواليو کې د درمل پلورنځیو څخه راټول شوي و، چې ټولنیز ارزښت يې څه باندې ١ میلیون افغانۍ کېږي. د دغو تاریخ تېره او بې کیفیته درملو د لمنځه وړلو پر مهال لغمان والي قاري زين العابدين عابد په ټولو پلورونکو غږ وکړ، چې د تاریخ تېرو درملو له پلور څخه لاس واخلي. هغه همداراز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې خپله هڅې لا چټکې کړي.