اسلامی

د اسلام د بریا زېري

دریم؛ نور زېري: دا هغه زېري دي چې د دین په فطرت او طبیعت سره پېژندل کېږي.

دریم؛ نور زېري:

دا هغه زېري دي چې د دین په فطرت او طبیعت سره پېژندل کېږي.

۱ ـ د اسلام دین د فطرت دین دی، چې له فطرت سره سمون خوري او د خلکو مصلحتونه په دنیا او اخرت کې په پام کې نیسي.

ټول اسماني دینونه منسوخ شوي، لاس په کې وهل شوی او ادلون بدلون په کې راغلی دی، اما زمونږ په دین کې کمی زیاتی نه دی شوی؛ ځکه چې پوه علماء موجود دي او دې ته یې نه پریږدي.

نړیوالې بشري ټولنې د خپلو ماڼيو جوړولو په فکر کې دي چې څنګه یې ودانې کړي خو دا د بشر جوړښت او صنعت دی او هغه هم تل تر تله نه وي!

مونږ باور لرو چې مستقبل د دې دین دی؛ ځکه دا دین کامل او شامل دی. د ژوند ټول ډګرونه یې رانیولي دي، یو میدان یې هم تش نه دی پریښي یعنی د بشر ټولې اړتیاوې یې پوره کړې دي.

۲ ـ نن نړۍ او نړیوال له لوږې او بېوزلۍ څخه شکایت کوي، چې د انسانیت او بشریت توله یې ورانه کړې ده. همداشان له خېټو راوتلیو قوانینو هم د هغوی ژوند ښه او غوره نه شو کړای چې مثال یې کمونیزم یادولی شو، همدرانګه پانګه وال نظام هم انسانانو ته نېکمرغي نه ده بښلې، یوازې اسلام دی چې انسانیت او بشریت ته یې د ژوند په ټولو ډګرونو کې سعادت وربښلی او له دې پرته نور ټول نظامونه او ایزمونه پاتې راغلي دي!

۳ ـ الله جل جلاله د خپل مخلوق له پاره دا دین (اسلام) غوره کړی، چا چې کار وکړ، هڅه یې وکړه او ځان یې د دین له پاره او د نېک عمل له پاره وزګار کړ او په دې ژوند کې یې د هغه مقصد او هدف له پاره زیار ووېست چې کوم خنډونه په دې لار کې راشي، خامخا به خپل هدف ته رسیږي، لکه چې ځینې امتونه پورته شول او د مسلمانانو لوری یې ونیو، نو هغوی خپل هدف ته ورسېدل. ځکه عمر فاروق رضی الله عنه وايي: په دې کتاب سره ډېر قومونه لوړ شوي او ډېر یې لویدلي او غورځېدلي دي. (مسلم ګڼه ۸۱۷).

۴ ـ نن په نړۍ کې اسلامي غورځنګونه مخ په بره روان دي، په ګران هېواد کې دمجاهدینو په  لاسونو اسلامي امارت قایم شوی، همداراز د غزې په تړانګه کې لږ مسلمانان راپورته شوي او د لوی شیطان (یهودیانو) په وړاندې د پامیر په څېر ولاړ دي، سره له دې چې آن د عربي نړۍ ډارن واکمنان هم دامریکا او اسرائیلو له وېرې خولې نه خلاصوي، چوپ ناست دي،  هسې نه چې… خپه شي!!

نن دعوت او بلنه ډېره سوکه او ورو روانه ده؛ خو بیاهم د نړۍ مختلف وګړي اېمان راوړي، په اسلام مشرفېږي او ډېر داسې کسان هم شته چې ایمان یې نه دی راوړی خو د غزې له مجاهدینو سره ولاړ دي او د اسرائيلو جرایم غندي او په ظلمونو یې بد وايي. ولې د اسلامي نړۍ له عامو مسلمانانو پرته د اسلامي او عربي نړۍ واکمنان د غزې مجاهدینو ملاتړ نه کوي!؟

۵ ـ په اسلامي نړۍ کې له اسلامه تخلف او سرغړاوی هم شوی خو هغوی بېرته هغه پریښي او په نېغه لار روان شوي؛ ځکه الله جل جلاله د هرو سلو کلو په سر یو مجدد کس رالېږلی او هغه دا دین بېرته په اصلي بڼه خلکو (مسلمانانو) ته ورښودلی دي، لکه: په قارة الهند کې حضرت شاه ولي الله رحمه الله و چې مسلمانانو ته یې د اسلام اصلي څېره ور وښودله او احمدشاه بابا رحمه الله ته یې لیک راولېږه، چې راشه، دلته اسلام او مسلمانان په خطر کې دي. بابا د هغه په ځواب کې ۷ ځله تر هندوستانه ولاړ او د مرهټيانو ککرۍ او مرکنډۍ یې ور ماتې کړې، الله جل جلاله هر مهال د هرو سلو کالو په سر یو مجدد شخص پیدا کړی دی.

ـــ اسلام د بشریت دین دی، ټولو ته به رسیږي، الله عزوجل وايي: ژباړه: «او پر مونږ دا حق و چې له مؤمنانو سره مرسته وکړو.» (سورة روم: ۴۷ آيت). نو له الله جل جلاله څخه ډېر صادق او رښتونی څوک دی چې په خپله وعده نه دریږي؟

ـــ سوال دا دی چې دا به کله وي او څه وخت به ترسره کیږي، سبا ته به وي او که ډېر کلونه به واخلي؟

ځواب: دا هغه مهال شونې ده چې وګړي اسلام ته رجوع وکړي، هو! هرومرو به اسلام ته ورګرځي، نو دا دی د اسلام دین د بریا ورځ ده. هغه ورځ راتلونکې ده، بیا به د بري او نصرت ورځ وي او مسلمانان به د بریالیتوب ورځ نمانځي! هغه ورځ به د نړیوال کفر د ماتې ورځ وي!

ـــ آيا دا نصرت او بریا د باران په څېر راوریږي او که څنګه؟ راځئ چې دا آيت ولولو، الله جل جلاله وايي ژباړه: «تر دې چې رسولان له خلکو څخه ناهیلي شول، او کافرانو دا وپتېیله چې هغوی ته د دروغو ګواښونه شوي وو، نو دغو رسولانو ته زمونږ مرسته راغله.» (سورة یوسف: ۱۱۰ ایت).

بېشکه دا الهي سنت دي چې هغه هیڅ تغیر او تبدیل نه مني، دا دین به د نړۍ په لر و بر کې نصرت او بری مومي، هو! د دین د پيروانو په ککریو به بري ترلاسه کوی.

په قېمت د تودو وینو وړاندې درومي

دا د حق او د باطل مقابله ده

د بستر هواداران یې په کار نه دي

انقلاب خو د ککرو قصابه ده

د اسلام د بریا زېري د شهیدانو په وینو متحقق کیږي، په خوږو او ښو خوراکونو او … نه ترسره کیږي. الله جل جلاله وايي  «مسلمانانو! تاسو داسې فکر کوئ، چې جنت ته به ننوزئ، په داسې حال کې چې د مخکینیو کسانو غوندې حال په تاسو نه وي راغلی، څنګه چې هغوی ته راغلی و، هغوی بانډې سختي او کړاوونه راغلل او دومره لړزول شوي وو، چې هماغه رسول او ورسره مؤمنانو به ویل:« دا مرسته به کله راځي؟» یاد لرئ، د الله مرسته نږدې ده.» (سورة البقر: ۲۱۴ ایت).

لیکنه: ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *