خوست کې یوه خیریه بنسټ ۳۰ جوړو ته ډلهييز واده وکړ
په خوست کې د «ګلاغا پرواني خيريه بنسټ» لهخوا ۳۰ جوړو ته د ډلهييز واده مراسم جوړ شول. د دغه بنسټ مسئولان وايي، سهشنبه یې د هغو ۳۰ جوړو لپاره د ډلهيیز واده مراسم برابر کړل چې بېوسه وو او له کلونو راهیسې یې د واده لګښت نه شوای پوره کولای.

د ګلاغا پرواني خيريه بنسټ مشر خيرالدين مايل وايي، ياد کسان د خوست د سوداګرۍ خونې او ولايت مقام لهخوا په ګډه په نښه شوي وو چې ورته د واده مراسم جوړ کړي وو. د نوموړي په وینا، د ناوې د اړتیا وړ وسایلو او د ډوډۍ لګښت دغه بنسټ پر غاړه اخیستی او د ولور په ورکولو کې یې ونډه نه لرله.
په ورته وخت کې ځينې ځوانان وايي چې په ټولنه کې
د لوړ ولور ناوړه دود له امله ډېری ځوانان نهشي کولای چې خپل ودونه وکړي.
د خوست اوسېدونکی احمد وايي، ځوانان نه یوازې اقتصادي ستونزې کړوي، بلکې د ولور پیسو پرې کول یې نور هم ملا ور ماته کړي. هغه له خلکو وغوښتل چې د ولور د ناوړه دود مخنيوي لپاره دې لاس پهکار او مخه دې يې ونيسي.
په دغو ځوانانو کې داسې کسان هم وو چې درې يا څلور کاله يې د کوژدې تېر شوي وو، خو د ناسم اقتصاد له کبله یې د واده کولو وسه نه لرله.