دقزاقستان 110 ټنه مرستې هرات ته رسیدلئ
د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال له مولوی مهاجر فراهي سره لیدنه کی د دواړو هېوادونو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی.
د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال له مولوی مهاجر فراهي سره لیدنه کی د دواړو هېوادونو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی.
د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال او افغانستان کې د یاد هېواد سفیر د هرات بهرنیو اړیکو مرستيال په شتون کې د یاد ولایت مرستیال سره لیدنه کړې.
د قزاقستان هېواد د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال د مهاجر فراهي سره په لیدنه کې ویلي؛ چې د دغه هېواد ۱۱۰ ټنه مرستې هرات ته رسېدلي
او زلزله ځپلو ته ځانګړي شوي.
نوموړي زیاته کړې؛ دا د یاد هېواد څلورمه مرستندویه جوپه ده، چې په روان کال کې افغانانو سره مرسته شوې.
دغه چارواکي هیله څرګنده کړې، چې دغه مرستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي کړي.
د هرات ولایت مرستیال مولوی مهاجر فراهي ویلي؛ چې موږ هم د قزاقستان هېواد سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او همداراز یې هیله ښودلې، چې په نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان هېواد سره د ښو اړیکو شاهدان وسو.