سیاسی

له اسرائيلو څخه د امريکا ملاتړ پر عقيدې ولاړ دی!

نن سبا يو ځل بیا ظالمو او سفاکو یهودو خپل وحشتونه او د فلسطين د مسلمانانو نسل وژنه (جينوسایډ) نندارې ته وړاندي کړی دئ، چي په مقابل کي یې د مسلمانانو اکثره حکام خاموشه دي، خو برعکس اکثره کفري هيوادونه چې په رأس کي یې امریکا ده په ډېري سپين سترګۍ سره د اسرائيلو ملاتړ کوي، امريکا نه یوازي دا چي اوس یې په افراطي ډول ملاتړ کوي؛ بلکي د نږدې يوې پېړۍ راهيسي د امريکا په تاريخ کي اسرائیلو تر ټولو ډېري اقتصادي، نظامي او سياسي ګټي تر لاسه کړي دي، يوازي په سیاسي لحاظ د ( ۱۹۷۲م) څخه بیا تر ( ۲۰۲۱م) کاله پوري امريکا تقريباً (۵۳) ځله (ويټو) د اسرائيلو په ګټه کار کړې، چي په دې کلونو کي د امنيت شورا نورو ټولو غړو دومره (ويټو) نه ده کار کړې؛

نن سبا يو ځل بیا ظالمو او سفاکو یهودو خپل وحشتونه او د فلسطين د مسلمانانو نسل وژنه (جينوسایډ) نندارې ته وړاندي کړی دئ، چي په مقابل کي یې د مسلمانانو اکثره حکام خاموشه دي، خو برعکس اکثره کفري هيوادونه چې په رأس کي یې امریکا ده په ډېري سپين سترګۍ سره د اسرائيلو ملاتړ کوي، امريکا نه یوازي دا چي اوس یې په افراطي ډول ملاتړ کوي؛ بلکي د نږدې يوې پېړۍ راهيسي د امريکا په تاريخ کي اسرائیلو تر ټولو ډېري اقتصادي، نظامي او سياسي ګټي تر لاسه کړي دي، يوازي په سیاسي لحاظ د ( ۱۹۷۲م) څخه بیا تر ( ۲۰۲۱م) کاله پوري امريکا تقريباً (۵۳) ځله (ويټو) د اسرائيلو په ګټه کار کړې، چي په دې کلونو کي د امنيت شورا نورو ټولو غړو دومره (ويټو) نه ده کار کړې؛

خو دلته سوال دئ، چي امريکا ولي په داسي افراطي ډول د اسرائيلو ملاتړ کوي؟

ځيني سياستوال په منځني ختيځ کي اسرائيل د امريکا يو ستراتيژيک ملګری بولي، چي د امريکا د ګټو دفاع او ساتنه کوي؛ نو ځکه یې امریکا داسي سخت ملاتړ کوي.

ځيني بیا داسي نظر ورکوي، چي له اسرائيلو څخه د امريکا د ملاتړ یو لوی محرک د امريکا شتمن یهود دي. اما که موږ د امريکايانو تاريخ او مذهب په ژوره توګه مطالعه کړو؛ نو دې نتیجې ته رسيږو، چي له اسرائيلو څخه د امریکا ملاتړ د عقيدې پر اساس دئ.

د امريکا د نفوس يوه لویه برخه (ایوانجلیکل عيسویان) دي، چي (صهیونيستي عيسويان) هم ورته ویل کېږي، دوی د اسرائيلو ساتنه پر ځان باندي لازمه او واجب بولي، او دا د خدای لخوا ورسپارل سوی مسؤلیت ګڼي؛ نو ځکه یې په ملاتړ کي دومره افراط کوي.

د شپاړسمي پېړۍ په پای کي، يوه ډله له يوناني فلسفې څخه متاثره عیسویان په دې معتقد سول، چي خدای (نېکمرغي) په دې دنیا کي انسان ته ورکوي او ددوی په نزد (نېکمرغي) پر نړۍ باندي د عیسویت او د هغه د پيروانو (زر کلنه) پاچهي ده؛ نو دغه نيکمرغي او سعادت تر لاسه کول او زمینه ورته برابرول یې د ټولو هغو کسانو دنده وبلله، چي پر مسیح باندي عقيده لري، دغه ډله عيسويان وروسته بیا په ایوانجليکل باندی مشهور سوه.

د ایوانجلیکل عيسويانو د وړاندوینو پر اساس د دوی د (زر کلني) پاچاهۍ لپاره (ارماګدون) ډېر مهم او مرکزي اهميت لري، د ارماګدون، معنی او مفهوم (په آخرالزمان کي د حق او باطل جګړه) ده او د يوحانا انجيل له مخي بیت المقدس ته نږدې واقع کېږي، نو ایوانجليکل عيسويان په دې عقيده دي، چي د (ارماګدون) واقع کېدل د مسيح د بیا راتګ لپاره اساسي او مهم ترين شرط دئ.

د دوی په نزد و آخرالزمان ته د نږدې کېدلو (د مسيح بيا راتګ) لپاره اولينه نخښه مقدسي مځکي (فلسطين) ته د یهودو بيرته راګرځېدل دي او د متدينو عيسويانو يوه اساسي دنده و مقدسي خاوري ته د يهودو په بیرته راګرځېدلو او هورې ځای پر ځای کېدلو کي مرسته کول دي؛ هغه که مالي مرسته وي یا ځاني، که سياسي وي او يا هم اجتماعي.

ایوانجلیکل مسيحيان وايي: « د اسرائيلو ملاتړ کول د دوی داسي وظيفه ده، چي خدای ورسپارلې ده. داسي وظيفه، چي په ښه توګه سرته رسولو سره یې د ارماګدون جنګ واقع کېږي او مسيح بیرته راګرځي.»

له دوی کتاب څخه د ایوانجلیکل عيسويانو د تفسیر له مخي د مسيح د بیرته راتګ لپاره د هغه اسرائيلي دولت تشکيل لازمي دئ، چي د (نيل او فرات) سیندونو تر منځ حکومت وکړي، د اسرائيلي دولت له تشکيل څخه وروسته بله مرحله و (آخرالزمان ته د نږدې کېدو) او د اسرائيلي دولت لپاره د (بیت المقدس ښار) پايتخت ګرځول دي؛ نو پر دې اساس د اسرائيلو مسلطول پر بيت المقدس باندي د مسيح بیرته راګرځېدلو ته زمينه برابرول دي.

همدارنګه په دوی کتاب کي راغلي دي، چي (سليمان) په بیت المقدس کي يو ستر معبد (هیکل) جوړ کړی وو، چي له هغه ځایه څخه یې پر نړۍ باندي حکومت کاوه. دوی وايي: « چي د مسیح د راتګ تر مخه بیا د هغه معبد جوړول لازمي دي، ځکه چي مسيح به هم د هغه معبد څخه نړۍ اداره کوي، نو ددې تيورۍ پر اساس (بیت المقدس) او (قبةالصخره) د مسلمانانو دوه مهم مسجدونه هم بايد له منځه ولاړ سي، تر څو (سليماني هيکل) بیا د هغوی پر ځای باندي جوړ سي.»

د ( ۱۹۶۷م) کال راهيسي، چي اسرائيلو غربي بیت المقدس نيولی دئ. څو ځله صهيونيستي عيسويانو او يهودانو دا هڅي کړي دي، چي بيت المقدس له منځه یوسي.

په ( ۱۹۶۹م) کال کي د (دنیس میشل روهن) په نامه يوه کس (مسجد الاقصی) ته اور واچاوه او غوښتل یې، چي و یې سوځوي؛ خو بریالی نه سو. تر ډېره وخته خلکو فکر کاوه، چي (دنیس روهن) يو یهودی دئ، اما هغه په اصل کي يو عيسوی وو، چي ويل یې: (( په دې مځکه کي بايد هيڅ یو مسجد پاته نه سي، تر څو یهود دا مځکه خپله کړي او خپل معبد بيا دلته جوړ کړي؛ نو هغه وخت به زموږ انتظار د مسیح و بیا راتګ ته ختم سي. ))

صهیونیستي عيسويان وايي: « چي د نړۍ په آخره کي به جنګ او وينه تويونه ټوله نړۍ ونيسي او د آخري زماني تر ټولو لوی جنګ ارماګدون دئ، د ارماګدون تر مخه به اووه جنګونه نور هم کېږي، چي هغو ته مقدس يا سپېڅلي جنګونه هم ويل کېږي، دغه سپ جنګونه د اسرائيلو د ملاتړو او د هغوی دښمنانو تر منځ کېږي او په دې ټولو جنګونو کي به اسرائيل بريالي کيږي.»

ایوانجلیکل عیسويان وايي: « چي تر ارماګدون مخکي به بېره او وحشت په ټوله نړۍ کي خپور سي، په هغه وخت کي سوله هيڅ معنی نه ورکوي، او عيسويان باید د مسيح د راتګ او ظهور لپاره د جنګ مقدمات او د نړۍ د ويجاړولو چمتووالی ونيسي»

نن سبا ایوانجیلیکل عیسويان په امريکا کي تقريباً ( ۴۷۰۰۰) کليساوي لري، د دوی نفوس د (۹۰ څخه تر ۱۰۰) ميلونه پوري دئ او دغه شمېر یې تقريباً د امريکا د رايي ورکوونکو تر (۲۶٪) پوري رسېږي، چي دا په ټولټاکنو کي واقعاً لوی شمېر دئ. امريکايي سياست وال د جمهور رئيس څخه یې نیولې بیا د کانګرس تر غړو او حتی د ولایتونو تر سطحي پوري، ټوله دا کوښښ کوي، چي د دوی رایي او مالي کومکونه خپل کړي.

د ایوانجليکل د ډلي څخه يو تر ټولو فعال او ډېر با نفوسه مشر، بیلي ګراهام ( Billy Graham) دئ، چي تقريباً د امريکا د ( ۳۳) جمهورو رئيسانو له ( Truman) (۱۹۴۸) څخه بیا تر (ټرمپه) پوري د ټولو امریکايي مشرانو ناصح او مذهبي لارښود وو، چي د امريکا پر بهرني سیاست یې مستقيمي اغېزې درلودې.

اوس نو د صهيونيستي عيسويانو عقيدې ته په کتو دا نتیجه لازمي ده، چي د امريکا ملاتړ د اسرائيلو څخه مذهبي او پر صليبي عقيدې ولاړ دئ، او دا هم د هغه صليبي جګړو لړۍ ده، چي لا روانه ده.

بحث چې کله د عقيدې راسي؛ نو هلته بیا منطق، استدلال، مظاهرې او سیاسي فشار نتیجه نه ورکوي، ځکه عقیده يوازي او یوازي په عقيدې ماتېږي او نن د اسرائیلو د دفع کولو لپاره له مسلمانانو سره بې له جهاده بله هيڅ لاره نسته او نه بل څه نتیجه ورکوي.

بله دا موضوع د یادوني وړ ده، چي صهیونيستي یهودان هم خپل مسيح (دجال) ته په انتظار دي او دوی هم د ټولي نړۍ د تسخير او حکومت خوبونه ويني، که څه هم د مسيح يا ژغورونکي په هکله د صهیونیستي یهودانو او عیسویانو تصور بېل دئ؛ خو د راتګ لپاره يی شرطونه يو شان دي؛ نو ځکه اوس دواړو لاسونه سره ورکړي او د اسلامي اُمت پر زړه باندي وارونه کوي

احمد ولي حقمل

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *