اجتماعی

معلولین: خپل انساني حقونه دې راکړل شي

ملګرو ملتونو د ډسمبر ۳مه معلولینو ته د ټولنو او حکومتونو د پام ورګرځولو لپاره ځانګړې کړې ده.

نذیر منیب

ملګرو ملتونو د ډسمبر ۳مه معلولینو ته د ټولنو او حکومتونو د پام ورګرځولو لپاره ځانګړې کړې ده.

د معلولینو په نوم د دې ورځې د نومولو موخه دا ده، چې هېوادونه او مرستندویه ادارې له معلولیت لرونکو وګړو سره مرستې ته وهڅول شي، تر څو د هغوی ښه پالنه او ساتنه وشي.

یاده ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې افغان معلولین له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د بېکارۍ او بېوزلۍ تریخ ژوند تېروي.

له طبیعي (موره معلول پیدا کېدونکو) سربېره، په افغانستان کې تېرو شویو اوږدو جګړو لسګونه زره معلول ځوانان، ماشومان او ښځې تر شا پرېښي دي.

د کابل ښار یو تن معلول اوسېدونکي محمد رفیق انیس ورځپاڼې ته د خپل سخت ژوند کیسه وکړه او ویې ویل، چې د ډاکټر نجیب پر مهال په کورنیو جګړو کې یې یوه پښه پرې شوه او له هغه راهیسې یې ژوند له کړاوونو سره مل شو.

رفیق وویل، هغه پیسې چې حکومت یې ورکوي د دوی ګوزاره پرې نه کېږي؛ ځکه کورنۍ ورپغاړه دي او کار نشي کولی: «اقتصادي ستونزې ډېرې دي، حکومت ۳ زره افغانۍ معاش راکوي، دا به څشي ته ورسي، مریض ته یې کړو، د کور کرا او که د کور خرڅ ته یې کړو».

رفیق ټینګار وکړ، چې نغواړي په دولت بوج شي خو په خبره یې حکومت دې ور ته د کار زمینه برابره کړي او د راتلونکي نسل لپاره دې په حرفوي او نورو بېلابېلو برخو کې د زدکړو زمینه برابر کړي.

د عبدالله احمدزي په نوم یو بل معلول په افغاني ټولنه کې د معلولانو سره د خلکو له رویې ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په ښه سترګه ور ته نه کتل کېږي.

نوموړي دغه راز وویل، چې که څه هم دولت د معلولانو د اقتصادي ستونزو د حل او لاسنیوي لپاره جلا وزارت لري خو ځانګړې پاملرنه ور ته نه کېږي: «د دولت لخوا معلولینو ته خاصکر توجه نشته، زمونږ تقاضاوې به هم ډېرې وي خو معلولین ډېرو مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لرو».

ویې ویل، د دې لپاره چې کم عمره معلولین د خپلې ټولنې او دولت د اوږو بار نشي او پخپل اقتصاد متکي شي، وزارت دې معلولینو ته د عصري زده کړو سربېره د حرفوي زدکړو پروګرامونه برابر کړي.

په پښو معذور دی سید محمد صابر وویل، هغه څه چې له اقتصادي ستونزو ورتېر معلولان په روحي ډول شکنجه کوي، هغه په ټولنه کې دوی ته د بدو القابو کارول دي، چې حتی د سوالګري په سترګه ور ته کتل کېږي.

صابر وویل: «په مونږ دې څوک ترحم نه کوي خو زمونږ وړتیاوې دې نادیده نه نیول کېږي. د دې ټولنې غړي یو، مونږ دې هم په ټولنه کې مدغم شو. خپل ملي او بین المللي حقوق دې راکړل شي».

ده په وینا، د دې پر ځای چې راتلونکو نړیوالو مرستو کې معلولانو ته لومړیتوب ورکړل شي، د روابطو ښکار دي او زیاته یې کړه، د دولت لخوا د کارت جوړولو پروسه هم د محدودیت او تبعیض سره مخ ده.

دی هم وایي، چې ۳ زره افغانۍ یې د ژوند ستونزې نشي حل کولی نو د معلولینو وزارت او ټولې زیربطې ادارې دې معلولینو ته د سرپناه په برابرولو، کار، زده کړو او نورو برخو کې لازمې مرستې وکړي.

بل لور ته د شهیدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو راهیسې یو لاک او ۸۰ زره معلول کسان د ياد وزارت ډيټابيس کې ثبت شوي، چې له ډلې یې یو لاک او ۳۰ زره تنه ملکي معلولین دي.

د مفتي فیصل په وینا د روان (۱۴۰۲) مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ د نغدي مرستو او مساعدتونو په ډول معلولینو، یتیمانو او نورو مستحقو کسانو تهد بانک له لارې رسولې دي.

د معلولینو د هغو شکایتونو په ځواب کې، چې دوی ته ورکوونکې پیسې د دوی ستونزې نه حل کوي، د معلولینو وزارت ویاند وویل: «حکومت سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ګیر دی خو بیا هم د خپل وس مطابق عمل کوو. مونږ معلولینو ته د کتګورۍ په اساس میاشتینی معاش ورکوو، چې له ۳ زرو تر ۱۵ زرو پورې پکې شامل دي».

نوموړي دا هم وویل، چې دوی هر معلول ته د شپږو میاشتو معاش په یو ځلي توګه ورکوي.

مفتي فیصل څرګنده کړه، چې دوی یو شمېر کم عمره معلولینو او یتیمانو ته پر ځان د اقتصادي بساینې لپاره د کمپیوټر ترمیم، ټلیفون ترمیم، جرانتور ترمیم، خیاطۍ او نورو برخو کې د حرفوي زدکړو پروګرامونه برابر کړي دي.

له دې مخکې هم د شهیدانو او معلولینو کورنیو د هغه څه له امله چې د خپلو حقونو نه ‌ورکړه يې بولي، شکایت کاوه خو مسوولین ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د پاتې ناثبت شویو هغو امتیازات هم ورکړل شي. دا وزارت وايي، د شهيدانو وارثينو ته د يو نفر په سر د میاشتې دوه زره افغانۍ او معلولینو ته د هغوی د وجود د معلوليت په اندازه حقوق ورکوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن