افغانستان

په بغلان ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي

د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت څلور پروژې د څه باندې  ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل اوکار دا مهال عملاً جریان لري.

د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت څلور پروژې د څه باندې  ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل اوکار دا مهال عملاً جریان لري.

په یادو پروژو کې د څه باندې ۲.۱ کیلومتر په اوږدوالي او ۹ متره په پلنوالي سره د دوشي – پلخمري پر مسیر د بوغابي کوتل سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د څه باندې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د قرارداد له مخې پیل شوې.

همدارنګه په یاد ولایت کې دوې نورې پروژې چې د درې پایې ( هاشم خان جرخشک او چشمه شفا) پلونو ترمیم د ۶۹۷۸۱۰۰ افغانیو په ارزښت او د پلخمري – سمنګان پر لویه لار د ۱۹.۹ کیلومتره سړک ویجاړې برخې او درې پایې پلګوټي د ۵۸۸۹۵۶۰ افغانیو په ارزښت ترمیم او بیا رغول کیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *