افغانستان
په لوګر کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
ځايي چارواکو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته د یوه جومات د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
ځايي چارواکو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته د یوه جومات د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د رسنیو مسئول حاجي محمد حسن عظیمي باختر اژانس ته وویل چې دغه جومات د محمداغې ولسوالۍ د زاهد اباد په عیسی خېلو کلي کې جوړ شوی، چې د څه د پاسه ۴ سوه لمونځ کوونکو د ځايولو وړتیا لري.
د نوموړي په وینا د شهيدانو په نوم دغه جومات په ۱۷ بسوې ځمکه کې په دوو پوړونو کې hباد شوی او نږدې ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې لګښت يې د ځايي خلکو له لوري ورکول شوی او چارې یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کابل – کندهار پر لویه لاره د دشت ټوپ په سیمه کې هم یو ښکلی جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.