افغانستان

دکتورنورمحمد ثاقب ته د علومو اکاډمۍ لخوا د علمي غړیتوب او سرمحقق رتبه ورکول

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حج اوقافو سرپرست وزیر قضاوتپوه دکتور نور محمد ثاقب ته د علمي غړیتوب ترڅنګ، د سرمحققۍ علمي رتبه ورکړه. په همدې خاطر د علومو اکاډمي، د علامه احمد علي کهزاد د غونډو تالار د نمانځغونډې کوربه و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حج اوقافو سرپرست وزیر قضاوتپوه دکتور نور محمد ثاقب ته د علمي غړیتوب ترڅنګ، د سرمحققۍ علمي رتبه ورکړه. په همدې خاطر د علومو اکاډمي، د علامه احمد علي کهزاد د غونډو تالار د نمانځغونډې کوربه و.

د علومو اکاډمي، د تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیر جان ثاقب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ټولو ته د نوموړې رتبې مبارکي هم و ویله. نوموړي علم یو نه

ختمېدونکی دریاب وباله او ویې ویل چې زمونږ علماوو هغه وخت هم کتابونه لیکل او مدرسې جوړولې چې هیڅ تکنالوجۍ ته یې لاس رسۍ نه درلود.

د غونډې په جریان کې څېړندوی ضیاالحق سیند ګډونوالو ته د قضاوتپوه دکتور نورمحمد ثاقب ژوندلیک هم وړاندې کړ.

د کابل د علماوو شورا رئیس دین محمد چې د نورمحمد ثاقب شاګرد هم تېر شوی دی، ځوانو زدکوونکو ته په خطاب کې و ویلې، چې علم انتها نلري او تاسې هم داسې علم وکړئ، لکه څنګه چې نورمحمد ثاقب کړی دی. نوموړي دا هم و ویلې، چې هر چارواکی باید یوازې مخکې د وظیفې ترلاسه کولو زدکړې ونکړي، بلکې هم مخکې او هم وروسته له مسؤلیته زدکړې وکړي.

د حج اوقافو وزیر او د همدې غونډې ستایل شوی، دکتور نورمحمد ثاقب له علومو اکاډمۍ او رئیس الوزرا څخه مننه وکړه، چې د داسې یوې لوې درجې وړ یې وباله او اسناد یې ورکړل. نوموړي افغانستان د سترو ویاړاتو هیواد وباله او د ویاړاتو د یو مثال لپاره یې و ویلې، چې دا ثابته شوې ده، چې سلیمان(ع) به کابل ته راته او دلته به یې شپې کولې، چې ځینې متعصب له دې انکار کوي. هغه دا هم و ویلې، چې افغانستان داسې کادرونه لري، چې حتی پرمختللې نړۍ ترې محرومه ده.

شیخ الحدیث قضاوتپوه دکتور نورمحمد چې د حاجي سرادرخان زوی، په ۱۳۴۲لمریز کال د سمنګانو په ولایت کې زېږېدلی دی. د دوه کلنۍ په عمر یې کابل ته کډه وکړله، چې زدکړې یې هم په کابل کې پیل کړلې او د نورو اسلامي زدکړو لپاره په ۱۳۵۶ لمریز کال کې پاکستان ته لاړ او هلته یې په بېلابېلو مدارسو کې لکه: دارالعلوم اسلامیه عربیه ګجرات، دارالعلوم اسلامیه عربیه رستم، دارالعلوم احمد میرزو شب قدر، دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل او دارالعلوم اسلامیه حقانیه اکوړه خټک کې زدکړې وکړلې او اوس ثاقب د لسګونه کتابونو خاوند دی. د یادولو وړ ده چې نور محمدثاقب ته د علمي غړیتوب او سرمحققۍ رتبه د علومو اکاډمۍ او ریاست الوزرا لخوا وړاندیز شوې وه.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *