اجتماعی

د سړې هوا په موسم کې خپله روغتیا خوندي کړئ

بې له شکه په رښتیني توګه په نړۍ کې د هر انسان لپاره د هر څه نه غوره سرمایه روغتیا ده او له روغتیا پرته انسان خپلی چاري (که هغه د پاک الله « ج »عبادت دی یا د ورځنیو چارو پرمخ وړل دي) په ښه توګه سرته نه شي رسولی، ځکه په خپله روغتیا د هوساینې زیږنده ده، نو په دی اړوند ضروري بریښي چې هر انسان باید د خپل ځان، خپلې کورنۍ او د خپلې ټولنې د غړو د روغتیا په ساتنه او څارنه کې له ځانګړې پاملرنې څخه کار واخلي. د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د تیرو څه باندې څلورونیمو لسیزو جګړو ټول هېوادوال په جسمي او روحي توګه ځورولي او غمجن کړي دي

بې له شکه په رښتیني توګه په نړۍ کې د هر انسان لپاره د هر څه نه غوره سرمایه روغتیا ده او له روغتیا پرته انسان خپلی چاري (که هغه د پاک الله « ج »عبادت دی یا د ورځنیو چارو پرمخ وړل دي) په ښه توګه سرته نه شي رسولی، ځکه په خپله روغتیا د هوساینې زیږنده ده، نو په دی اړوند ضروري بریښي چې هر انسان باید د خپل ځان، خپلې کورنۍ او د خپلې ټولنې د غړو د روغتیا په ساتنه او څارنه کې له ځانګړې پاملرنې څخه کار واخلي. د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د تیرو څه باندې څلورونیمو لسیزو جګړو ټول هېوادوال په جسمي او روحي توګه ځورولي او غمجن کړي دي او بې شمیره زړه بوګنوونکې غمیزې او ناخوالې یې هم زغملي دي، نو اوس  چې د اسلامي امارت په راتلو د خداي(ج) په فضل هېوادوالو ته د یوې هوساژوند دراتلونکی په لور لاره پرانیستل شوې ده. په دې اساس هر هېوادوال په لومړي قدم کې ددې لیوال دی چې له هره پلوه د یو ډاډمن امنیت درلودونکی شي ترڅو د سولې په ډاډمنه فضا کې یې د روحي او جسمي نا آرامیو لمنه ټوله شي او د هېواد ترقي او پرمختګ ته مټې را بډوهي، ددې ترڅنګ دهېواد ټولو ولایتونو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې هېوادوال روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته اړتیا لري. ځکه چې په اکثرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالي او یا هم لرې واټن ددې سبب کېږي چې د ډول ډول ناروغیو له امله زمونږ ګڼ شمیر هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي او یا هم د روغتیا له پلوه له بې شمیره ستونزو او روحي تکلیفونو سره لاس او ګریوان شي، البته اوس مهال چې د هېواد په ټولو سیمو کې هوا سړه شوې  او لا هم مخ په سړیدو ده. نو بې له شکه چې د کال په دغه ساړه موسم کې اکثراً ماشومان د (والګي او زکام)په څیر پر بیلابیلو ناروغیو اخته کېږي، نومیندې ، پلرونه او نور خپل خپلوان باید په دغه ساړه موسم کې د خپلو ماشومانو روغتیا ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي او له یخ وهلو څخه دې وژغوري، ځکه چې ماشومان د سړې هوا په مقابل کې زیات مقاومت نه شي کولی. نو په دې اساس ټولو پتمنو هېوادوالو ته اړینه او ضروري بریښي ترڅو په ناروغیو د اخته کیدو د مخنیوي په موخه لاندي ټکي په بشپړه توګه رعایت کړي:

– یعنې خپلو اولادونو ته تودې، ډبلې او پیړې جامې او خولۍ ورواغوندي.

-په سړه هوا کې د ماشومانو، او د لوړ عمر لرونکو یعنې بوډاګانو د ګرځیدو راګرځیدو مخنیوی وکړي.

– کله چې په ګرم ځای کې اوسیږي دفعتاً یعنې په یو ناڅاپي ډول سړې هوا ته دې نه راوځي او که چیرې راوځي نوبیاله خپل خولې او پزې څخه باید یو دستمال راتاو کړي.

-هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید خپل لاسونه او پښې له سړې هوا سره له تماس څخه وساتي ترڅو د سړښت له کبله ټب پیدا نه کړي.

-خپل لاسونه او د خپلو ماشومانو لاسونه هره ورځ په صابون او ګرمو اوبو ومینځي.

-د هوا په سړښت سره له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان باید تر بړستنې یا کمپلې لاندې د تودو اوبو د ډکې مشکولې په ایښودلو سره ګرم وساتي.

-خپل لوښي له کارونو یا استفادې څخه دمخه په پوډرو ښه ومینځي.

-په خپل سره درمل ونه خوري، بلکې له ډاکتر څخه یې د خوړلو مشوره وغواړي.

-ترخپلې دوشکې یا فرش لاندې د نم د مخنیوي لپاره پلاستیک اوار کړي.

-د خونې تودولو لپاره د ښيښې ترڅنګ په پنجره او روشندانونو کې له پلاستیک څخه استفاده وکړي او یا هم که چیرې کړکۍ موجوده نه وي د هغې ځایونه په پلاستیک وپوښوي.

-د څښاک اوبه په پاک سطل کې وساتي او د سطل سر هم وپوښوي.

-له سکرو څخه د استفادې پر مهال سکاره له خونې یا خیمې څخه د باندې روښانه کړي تر څو د هغو دود او لوګی په بشپړه توګه له مینځه لاړ شي وروسته هغه خونې ته دننه باید راوړل شي.

-که چیرې له صندلۍ څخه استفاده کوي، خپل او د خپلو ماشومانو سر په یوه تکه یا خولۍ پټ کړي او د صندلۍ له بړستنې څخه یې د باندې وساتي.

-د خپل ځان یا د کورنۍ د غړو د ناروغي پرمهال نږدې روغتیايي مرکز یا روغتون ته مراجعه وکړي او یا له ډاکتر سره د

خپلې ناروغي په اړوند مشوره وکړي.

قدرمنو هېوادوالو! خداي(ج) دې وکړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سړې هوا  په موسم کې پورته غوره او اړین ټکي په بشپړه توګه په پام کي ولرئ، ترڅو هم ستاسو او هم ستاسو  د کورنۍ د ټولو غړو روغتیا خوندي وي او په دې توګه له هوسا او روغ ژوند څخه برخمن واوسئ.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *