اخبارافغانستان

تېره اوونۍ څه باندې ۷۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۳ زره او ۶۵۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له اوومې څخه د ثور تر ۱۳مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۳ زره او ۶۵۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې درې زره او ۸۳۵ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او معدني ډبرې دي. هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین آسانتیاوې برابرې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *