اسلامی

د مسلمانانو د امير يا حکمران صفات

د مسلمانانو مشر به د خپل علم ، عمل ،عدالت ،تقوی او ديانت ،قابليت او صلاحيت له نظره په ټول امت کې ممتاز شخصيت وي ، ځکه اسلامي زعیم اصلاً په ځمکه کې د الله تعالی د برحق دين د قيام د پاره يو خليفه او نائب وي چې د دين د قيام د پاره يو زعامت دی چې مشر به يې د اسلام عملي نمونه وي .

د مسلمانانو مشر به د خپل علم ، عمل ،عدالت ،تقوی او ديانت ،قابليت او صلاحيت له نظره په ټول امت کې ممتاز شخصيت وي ، ځکه اسلامي زعیم اصلاً په ځمکه کې د الله تعالی د برحق دين د قيام د پاره يو خليفه او نائب وي چې د دين د قيام د پاره يو زعامت دی چې مشر به يې د اسلام عملي نمونه وي .

امام قرطبی رحمه الله د مسلمانانو د امير صفات په ډير تفصيل ذکر کړی دي چې په لاندې ډول بيانيږي :

اول : مسلمان به وي :

لقوله سبحانه وتعالی : ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او فرمايي : ژباړه: ای مؤمنانو د الله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت وکړئ او د خپلو هغه مشرانو چې ستاسې څخه وي (مسلمان وي ) اطاعت وکړئ .

دوهم : نارينه به وي :

لقوله سبحانه تعالی :

ژباړه : نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي ، له دې امله چې الله د هغو ځينو ته پر ځينو نورو فضيلت ورکړی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هغه قوم به هيڅکله کاميابه نه شي چا چې ښځه خپله حاکمه وګرځوله (متفق عليه )

د امت د فقهاؤ په دې باندې اتفاق دی چې ښځه د مسلمانانو اميره او خليفه نشي ګرځول کيدای

د حکمت دلائل او تفصيل:

اسلام ښځه داسلامی امت دسرپرستی له ستر مسئوليت څخه معاف کړي.

حديث شريف ( هغه ملت چه دحکومت امور اورهبري ښځی ته وسپاری هغه ملت به کامياب نشي ) (بخاری ،ترمذی او نسايی ) .

همدارنګه دقضا مقام هم يو دروند مسئوليت دي بايد له دی مقام څخه ښځی لری وساتل شي .

هغه دښمنۍ چه دقضاوت څخه راپيداکيږي محکوم اومجرم که دانتقام لاس پورته کړی شايد ښځه يې ومنی او معاف يې کړي .

داسلام مقدس دين دنر اوښځی مساوات دانسانيت اوبشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي .

دښځې اونر ترمنځ چه په ځینو حقونواودندو کې فرق ورکړشوي دي دا فرق دفطري اختلافاتوپه نظرکې نيولوسره شوي دي چه دا اختلافات په قطعی توګه په ښځه اونرکې موجود وي .

داسلام مقدس دين چه دښځی اونر ترمنځ دحقوقو اودندوکوم ويش کړی دی ډيرعادلانه ،دهراړخيز حکمت ،مصلحت اود فطری جوښت په نظر کې نيولوسره کړي دی

نرياښځه هغه وخت خپل اساسی وظايف په کاميابۍ سره ترسره کولای شي چه دفطری جوړښت مطابق دنده وروسپارل شي .

مثلاً ښځه نسبت نر ته دلوړ رحم ،عاطفې اوزړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځه دمور کيدلو لوړ قابليت لري.

هغه مور وي چه کومه شپه يې اولاد نارام يانا روغ وي ترسبا دخپل بچي لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله وکړای شي ؟ نه

اسلام مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی. قوله تعالی داځکه چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت هم نرينه ته مناسب دي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جاري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی اودظالم د ظلم مخه ونيسی .

يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدماش اومجرم پروړاندي مبارزه اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی دفطري جوړښت سره مناسبه نده .

بل داچه ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره ورسره وي چه ښځه به د حدودو په جاري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .

په نارينه دخپل اهل عيال نفقه فرض شوي ترڅو دنفقی ګټلو لپاره د کور څخه بهر منډې ترړې ووهي کله داسې وخت هم راشي چه په خپل ولس او سيمه کې کار اوکسب نه پيداکيږی نو سړی لري لري ملکونو ته دنفقی ګټلو لپاره سفر کوي ،مسافرۍ کوي آيا ښځه داسې کارونه کولای شي؟

اسلام دغيرت دين دی نوبايدمسلمان ترخپله وسه د حلالې نفقی لپاره خپلی منډي ووهي اوخپل اقتصادي توان لوړ کړي اوپدي لاره کې دزری ټمبلې ونه کړی ،يادبی غيرتۍ له وجی اويا هم دمجبوريت له وجی خپلی ښځی دسړيوسره دګدکار لپاره ونه ليږي .

نن زمان چه کوم سازمانونه دښځی دحقونو اومساوات نارې وهې دغه شيطانی حلقې ادعا کوي چه مونږ دښځی اونر ترمنځ برابري يا مساوات اودهغه حقونه غواړو.

دغوشيطانی حلقوته په ځواب کې داسې وايو:

په اسلام کې اصلاً دنر اوښځې ترمنځ هيڅ فرق نشته کوم عبادات چه په نر لازمې دي هغه په ښځه هم دي ولې که ځنی حقوقی يا عبادي فرقونه موجود دي هغه دفطري اختلافاتو په وجه دي لکه چه مخکې اشاره ورته وشوه .دښځی خاوندجهاد ته ځی خودکوراو اولاد څارنه خپلې ميرمنې ته پريږدي نوښځه دجهاد په اجر اوثواب کې دنر سره شريکه شوه .

نر اوښځه په حقونو اودندو کې ( په کوموکې چه دفطري اختلاف په وجه فرق لري )هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر اوښځی فطری جوړښت سره مساوي شي آيا دښځی يا نر فطري جوړښت ته څوک تغير ورکولای شي ؟

نو دښځی دفطري جوړښت خلاف دنده ورسپارل دښځی پرفطري خواص تجاوز ندي او داد ښځی په حق کې ظلم ندي؟!

دا نو ښه عدالت دي چه ښځه دي هم مور وي او هم دي دبل نوکرې وکړی .

که خپله وظيفه (مورکيدل ) تر سره کوي يعنی د اولاد روزنه نو نوکري به څنګه کوي او که نوکري ته ځی اوداولاد دخدمت لپاره بله خادمه نيسی يايې کوم ارګان ته ليږي .آيا دابه داولاد په حق کې ظلم نه وي چه اولاد دخپل مور له مهربانه غيږي څخه جلاکوي ؟

دنراوښځی دواړو وتل له کوره څخه د پيسوګټلولپاره يوطرفه هدف دی يعنی يواځی ماديات آيا دژوندهدف يوازی د مادياتو په لاس راوړل دي ؟

داکور اوژوند نو څه مفهوم لري که دپيسو ګټل وي خو دژوندبرابرولو لپاره نه دژوند بربادولولپاره.

دښځی دحقوقواومساواتو داعيان دکور کار او داولاد روزني اوپالنې ته دنده نه وايې؟

پداسې حال کې چه نن ورځ په نړی کې دانسانانودتعلیمی روزنی لپاره بی شميره مدرسی ،مکاتب ،پوهنتونونه اونور علمی مراکز او ليليی لوی لوی انتظامات او مصارف په نظر کې نيول شوي دي .

آيا دانسان ابتدايې بدنی روزنی ته هم دنده نه وايې ؟

آزادي اومساوات همدي ته وايې؟

مسلمان ښځه نن په کفري نړی کې اسلامې حجاب ته نه پريږدي دانو آزادي شوه ؟ دانودښځی حق شو؟

ښځه په لوی لاس بی حجابه کوي دخپلوشهوانی اهدافو په موخه ،ښځه يوتجارتی سمبول ګرځوي خپل خراب جنس دښځی په تصوير خرڅوي … دانو دښځی حقوق شول ؟

مظلومې ښځی په نظامی اډو کې شپی سبا کوي هلته ډيرکرته ورباندې جبري جنسې تجاوز کيږی آيا دادنر اوښځی مساوات دي ؟

مسلمانوخویندو!

پام کوی چه ددې شيطانی حلقو د تبليغاتو تر تاثيرلاندې رانشئ ! ستاسې دا ايمانی دنده ده چی خپل حجاب وساتې له بيګانه خلکوسره رابطه مه کوی ستاسو همدا سنګردي .

پام چې سنګرموخوشې نه کړی د ژوند تر پايه دکفري تبليغاتو پر وړاندی خپل مبارزه جاری وساتئ .

بياهم په ډيرتاکید سره درته وايم چه خپل دعفت اوعزت سنګر مو وساتی ځکه نن ورځ تاسې په خپله حال وينئ چې څه ډول فتنې راروانې دي!

دريم : عادل او صالح به وي :

په قرآن کريم کې راغلی دي چې ظالم کسان د مسلمانانو د امامت او قيادت وړ نه دي :

لقوله سبحانه و تعالی :

شژباړه : د هغه چا اطاعت مه کوه چې مونږ يې زړه د خپل اطاعت څخه غافل کړی دی او د خپل خواهش تابع دی او د هغه کار او طبيعت څخه د حد څخه تجاوز دی .

ژباړه : تاسې د حد څخه تېرېدونکو خبره مه منئ هغوی چې په ځمکه کې فساد کوي او د اصلاح کار نه کوي .

نو د چا چې اطاعت کول جايز نه وي د هغه مشر جوړول به څنکه جايز وي د فقهاء کرامو په دې باندې اتفاق دی چې فاسق او بد کاره سړی د اسلامي رياست مشر ټاکل روا نه دي .

د دين عالم به وي :

لقوله سبحانه وتعالی : يعنې : خو که هغه رسول او هغو کسانو ته چې د دوی پخپلو منځونو کې د صلاحيت څښتنان دي رسولې وای ، هرو مرو به هغه کسان چې د تحليل قدرت لري له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلی شي

د قيادت او مشری د پاره علم او جسم دواړه ضروري دي :

ژباړه : الله تعالی پر تاسې هماغه غوره کړي دي او هغه ته يې روحي او جسمي دواړه ډوله پراخ اهليت ورکړی دی .

عالم او غير عالم برابر نه دي :

ووايه : هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي ؟ بې شکه چې پوهان پند اخلي .

په ديني مسائلو باندې پوه کس د الله تعالی خوښ کړی بنده وي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

چاته چه پاک الله د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي . ريشتيا ده چه زه يوازی ويشونکی يم ( د علم شريعت ) او پاک الله اصلي ورکونکي دي ، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر و نه رسوي تر هغه پورې څو قيامت شي .

څلورم : بالغ به وي :

نا بالغ ماشوم د اسلامي رياست چې د ټولې ټولنې د خلکو مسئوليت پر غاړه اخيستل دي ذهناً او جسماً ددې ستر مسئوليت د سر ته رسولو توان نه لري .

په اسلامي شريعت کې ماشومان او نا پوهان د خپل مال د تصرف نه منع شوي دي نو څنګه به هغوی ته د ټول ولس واک او مشري ور وسپارل شي ؟

د قرآن مجید مبارک ارشاد دی :

ژباړه : او خپل هغه مالونه چې الله تعالی هغه ستاسې د پاره د ژوند د سمبالښت وسيله ګرځولې ده ناپوهانو ته مه سپارئ البته د هغوی د خوراک او اغوستن له پاره يې ورکړئ او هغوی ته سمه لارښوونه وکړئ .

پنځم : عاقل به وي :

ښکاره او واضح ده چې د ذهني لحاظه ناروغ شخص د دومره دروند مسئولیت د سر ته رسولو توان نه لري .

شپږم : په جسمي لحاظ روغ سړی :

واضح ده چې په جسمي ډول د کار څخه لوېدلی شخص د دومره لوی بار د پورته کولو توان نه لري .

اووم : غلام به نه وي بلکي آزاد به وي

هغه به د چا غلام نه وي بلکي د دين د قيام او فرائضو د ادا کولو د پاره به پوره پوره آزاد او خپلواک وي .

اتم : زړه ور او شجاع به وي :

د کمزوري زړه خاوند بزدله کس نه د هيواد دفاع کولای شي ، نه د ظلم مخه نيولای شي او نه هم حدود جاري کولای شي .

نهم : د حکومت په چارو او اسلامي سياست به پوه وي :

هغه کس چې په اسلامي سياست او معاملات پوه نه وي د حکومت له چارو ، سياست او حالاتو بې خبره او غافله وي هيڅکله نظم او امنيت نشي را وستلای .

(تفسير قرطبی ج ۱ ص ۲۷۰ )

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن