گزارش
کندهار کې په نشه يي توکو د سلګونه روږدو کسانو درملنه وشوه
ځايي مسئولينو په کندهار کې په نشه يي توکو د سلګونه روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
ځايي مسئولينو په کندهار کې په نشه يي توکو د سلګونه روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر باختر آژانس ته وويل چې ۷۵۰ روږدي کسان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په خبره ياد کسان تر لس مياشتنۍ درملنې وروسته پرون خپلو کورنیو ته وسپارل شوي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د هېواد په کچه د زرګونه روږدو کسانو درملنه شوې او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.